د اوکراین جګړه څلور کلنه شوه؛ زېلېنسکي وایي اوکراین خپل دولت له لاسه نهدی ورکړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اوکراین جګړې د څلورمې کليزې په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې ویلي، چې اوکراین له خپلې خپلواکۍ دفاع کړې، خپل دولت یې له لاسه نهدی ورکړی او روسیې خپلې موخې نهدي ترلاسه کړې.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «نن څلور کاله پوره کېږي له هغه ورځې چې پوتین د کېیف د نیولو لپاره درې ورځنی یرغل پیل کړ. دا زموږ د مقاومت ښکارندویي کوي او دا په ډاګه کوي، چې اوکراین څومره کلک جنګېدلی. د دغه څرګندونو تر شا د مېلیونونه خلکو مېړانه، سخت کار او زغم نغښتی دی».
هغه زیاته کړې: «موږ د خپلواکۍ دفاع کړې، خپل دولت مو له لاسه نهدی ورکړی، پوتین خپلې موخې نهدي ترلاسه کړي، اوکراینیان نهدي مات شوي او هغه جګړه نهده ګټلې. موږ اوکراین خوندي ساتلی او د سولې او عدالت د ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړو».
