• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي د ملګرو ملتونو مرستيالې ته: پر ملکي وګړو د پاکستان بریدونه دې په بې‌پرې توګه وڅېړل شي

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو لپاره د سرمنشي مرستيالې روزمارې ډېکارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه چې په‌کې ملکي وګړي په نښه شوي غندلي او د دغه پېښو د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ متقي په دغه ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان له لوري په تېرو څلورو کلونو کې پر افغانستان د هوايي بریدونو دوامداره پېښو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په یادو بریدونو کې یوازې ملکي وګړي په نښه شوي.

هغه زیاته کړې، هېڅکله هم داسې وسله‌وال نه‌دي وژل شوي چې پاکستاني لوری یې د حضور ادعا کوي چې دا د پاکستان له لوري پر افغانستان لګېدلي تورونه بې‌بنسټه ثابتوي.

متقي همداراز ویلي: «په افغانستان کې وسله‌والې ډلې شتون نه‌لري او د کورني او بهرني ډیپلوماتانو په ګډون ټول اړخونه کولای شي د وروستي هوايي برید ځای ته ولاړ شي او حالت له نږدې وارزوي».

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو مرستيالې اغلې ډيکارلو په دې خبرو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې ژوره غمرازي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هوايي بریدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه ټیلېفوني خبرو کې د دوحې د ناستو، کاري ډلو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې شوې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

محمد صادق: په افغانستان کې د ازبک وسله‌والو شمېر تر ۲۵۰۰ زیات دی

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له خپل ازبک سیال سره د یوې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې د طالبانو په کوربه‌توب زرګونه وسله‌وال د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښونه رامنځته کوي. هغه وایي، دامهال په افغانستان کې د ازبک وسله‌والو شمېر تر ۲۵۰۰ زیات دی.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «ما له خپل ازبک سیال سره د امنیتي ننګونو په اړه خبرې وکړې، چې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې مېشت زرګونه ترهګرو د ګاونډیو هېوادونو لپاره ګواښونه رامنځته کړي دي».

هغه زیاته کړې، د راپورونو له مخې په افغانستان کې دامهال د ازبک وسله‌والو شمېر تر ۲۵۰۰ زیات دی چې ښايي تر تحریک طالبان پاکستان (TTP) وروسته دویمه لویه وسله‌واله ډله وي.

تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل تازه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ تر ۲۳زره «ترهګر» حضور لري چې له دې ډلې تر نیمایي ډېر یې بهرنيان دي. په دغه راپور کې ویل شوي، داعش د افغانستان تر ټولو لویه ترهګره ډله ده چې شاوخوا ۳زره غړي لري.

همدارنګه د پاکستاني طالبانو تحریک شاوخوا ۵ تر ۷زره غړي، القاعده ۴۰۰ تر ۱۵۰۰، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۳۰۰ تر ۱۲۰۰، د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې اوس یې نوم د ترکستان اسلامي حزب ته بدل شوی ۱۵۰ تر ۵۰۰ او جماعت انصارالله ۱۵۰ تر ۲۵۰ غړي په افغانستان کې لري.

طالبانو په بدخشان کې درې کوډګر نیولي دي

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په بدخشان کې یې هغه درې کوډګر نیولي چې د «دم، کوډو او تعویذ» په نومونو یې د کورنیو ترمنخ ستونزې جوړولې. یاد وزارت خبرداری ورکړی، چې په ټولنه کې چاته د دغه ډول کړنو اجازه نه ورکوي.

یاد وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۵مه) ویلي، چې یاد کسان یې د ګڼ شمېر کوډو کتابونو او «غیر شرعي» تعویذونو سره یو ځای نیولي دي. نوموړي وزارت ویلي، چې دغه کسان به د نورو څېړونو په موخه عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.

طالبانو له خلکو غوښتي، چې د داسې پېښو په له‌منځه وړلو کې ورسره همکاري وکړي او خبرداری یې ورکړی: «هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړل شي؛ څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي».

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت تېره ورځ هم په غور، پروان او بامیان ولایتونو کې د ۷ کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت وایي، تېره میاشت یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۳۰ کوډګر هم نیولي وو چې تر څېړنو ګروېږنو وروسته یې عدلي‌ادارو ته یې ور پېژندلي دي.

د اریانا افغان هوایي شرکت: تېره میاشت ۴۲زره مساپر او ۳۷۰ ټنه سوداګريز توکي انتقال شوي

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د اریانا افغان هوایي شرکت ویلي، چې د ۱۴۰۴کال د سلواغې میاشتې په اوږدو کې دغه شرکت نږدې ۴۲زره مساپر او ۳۷۰ټنه سوداګريز توکي کورنیو او نړۍوالو سکټورونو ته انتقال کړي دي.

پر اېکس پاڼه د دغه شرکت په خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره میاشت د مساپر وړونکو او کارګو الوتنو له لارې ټول‌ټال ۴۱زره او ۸۸۸ مساپر او ۳۷۰ټنه سوداګريز توکي انتقال شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ نړۍوالو سکټورونو کې ډیلی، اسلام‌اباد، دوبۍ، استانبول، انقره، جده او مسکو شامل دي او په کورنیو سکټورونو کې کابل، کندهار، هرات او مزارشریف شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د سوداګریزو توکو ډېره برخه ډیلي او دوبۍ ته انتقال شوې چې له دې ۳۷۰ټنو څخه ۲۰۵ټنه صادرات او ۱۶۵ټنه واردات دي. د صادراتو مهم توکي وچه مېوه، هينګ، زعفران او لاسي صنایع دي.

د اریانا افغان هوایي شرکت ویلي: «دغه لاسته راوړنه د اریانا د عملیاتو د ظرفیت لوړوالي، تخنیکي چمتووالي او د هېواد د هوايي ترانسپورت د بنسټیز پرمختګ څرګندونه کوي».

د ښاروالۍ نرخ پاڼې نه د سرغړونې له امله؛ طالبانو تېره اونۍ په غزني کې ۵۰۰ هټۍ تړلې دي

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۵ GMT+۰

په غزني کې د طالبانو ښاروال ابومحمد ثابت وايي، تېره اونۍ یې ۵۰۰ هغه هټۍ تړلې چې د ورکړل شوې نرخ پاڼې څخه یې سرغړونه کړې او توکي یې په لوړه بیه پلورل. طالبانو هټۍوالو ته خبرداری وکړی، چې سرغړونکي به عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژني.

په غزني کې د طالبانو ښاروال ویلي، د ښاري نظم او د بیو کنټرول لپاره یې کمېټې ټاکلې او د تېرې یوې اونۍ پرمهال یې ۵۰۰ هغه هټۍ تړلې دي چې توکي یې د دوی له تاکلو شویو بیو لوړ پلورل.

نوموړي زیاته کړې: «د روژې په اوله مو کميټې جوړې کړې، چې له ښار څخه یې لیدنه وکړه. چا چې سرغړونه کړې تقریبا د ۵۰۰ په شاوخوا کې یې دوکانونه مهر لاک شوي؛ تر څو د نرخ نامې مطابق دوی باید خرید او فروش وکړي».

هغه زیاته کړې، چې په دې برخه کې به یې فعالیتونه جدي وي او‌ په منظم ډول یې په ښار کې د بیو د کنټرول په برخه کې څار دوام لري. هغه خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د احتکار او د بیو د لوړولو څخه دې ډډه وکړي‌ او د دوی د جوړو شویو نرخ پاڼو اړوند دې توکي‌ وپلوري.

افغانستان انټرنشنل د یوشمېر ولایتونو څخه خبرونه ترلاسه کړي، چې ځينو هټۍوالو د روژې میاشتې له پیلېدو سره د خوراکي او غیرخوارکي توکو بیې لوړې کړې دي. د ښارونو اوسېدونکي د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو د سوداګرو او هټۍوالو احتکار او د بیو لوړول ناانصافي بولي.

د افغان کډوالو اېستل؛ له ایران او پاکستان نه تر ۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د کب ۴مه) ۵۱۱ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲زره او ۴۲۴ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې ۱۵۸۲ کډوال د تورخم له لارې، ۸۰ د اسلام‌کلا له لارې، ۶۴۰ د ورېښمو پله له لارې او ۱۲۲ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.