ځانمرګي بریدګر په مسکو کې امنیتي افسران په نښه کړل

روسي چارواکو ویلي چې یوه ځانمرګي بریدګر د سې شنبې په سهار د مسکو په مرکزي برخه کې د سیالوفسکي اورګاډي سټیشن ته نږدې ځان الوځولی دی. ځانمرګې چاودنې یو ترافیک پولیس افسر وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل. پوتین وویل چې ځانمرګی بریدګر انلاین استخدام شوی و.
د روسیې د کورنیو چارو وزارت وویل، چې پولیس افسرانو د سیایلوفسکي حوزې شاوخوا سیمه کې ګزمې کولې، چې په نښه شول.
