د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په غبرګون کې وايي، اسلاماباد په پاکستان کې د نا امنیو په مخنیوي کې د ناکامۍ له امله پر افغانستان بمبار کوي او عام بېګناه ولس وژني.
مُحسن داوړ وايي: «دلته [پاکستان کې] بد امني ده او ولس د دغو نا امنیو پوښتنه کوي، نو دوی له پوښتنو څخه د ځانونو د پټولو لپاره دغه شان کارونه کوي او بمبارونه کوي او هلته [افغانستان کې] عام خلک وژني».
داوړ د پاکستاني چارواکو د هغو ادعاو په ردولو سره چې ګواکې په وروستیو بمباریو کې یې ترهګر وژلي وايي، اوس معلومه شوه چې په افغانستان کې عام وګړي وژل شوي دي.
هغه زیاتوي: «دلته [پاکستان کې] په خپله میډیا کې دا بیانیې جوړوي چې موږ هلته [افغانستان کې] دهشتګرد ووژل، خو اوس معلومه شوه او ملګرو ملتونو هم وویل، چې عام وګړي وژل شوي دي».
د نوموړي په باور، پاکستان په خپل تاریخ کې د افغانستان د ورانولو هڅه کړې او زیاتوي: «پاکستان چې د افغانستان د ورانولو هڅه مخکې هم کوله د جمهوري حکومت د ورانولو هڅه کوله موږ له هماغې ورځې د دوی خلاف وو او بیا کوم خلک چې د ټوپک په زور یې کېنول موږ د هغې هم خلاف وو، ځکه دوی د ولس رایه نهلري».
د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې افغان طالبان او ټيټيپي اوس هم د پاکستان په لاس او کنټرل کې دي او په ډاګه وايي: «په پاکستان کې د طالبانو مسله که دا اوس هم د پاکستان ریاست کنټرول کول غواړي دا په کابل کې په تخت کې چې دي دا هم د دوی په لاس او کنټرول کې دي او دلته هم [پاکستان کې] دغه خلک چې لګیا دي دا هم».
د هغه په باور، د پاکستان پوځ ۲۰ کاله افغان طالبان وساتل او د کابل تخت ته یې ورسول او په وینا یې، دغه چاره د پاکستاني جنرلاانو تر اغېز پالیسۍ لاندې ترسره شوې ده.
مُحسن داوړ وايي، یو شمېر افغان طالبان همدا اوس هم په پاکستان کې لوی لوی ځایونه لري.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني هم له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې پر افغانستان د پاکستان پر شویو بریدونو ناخوښي څرګنده کړې وه.
اصف دُرانی: زه د پاکستان له هوايي بریدونو خوښ نه یم | افغانستان انټرنشنل پښتو
هغه په دې مرکه کې ویلي، اوس داسې فکر نهکوي چې افغان طالبان دې د اسلاماباد دوستان وي.
طالبان: پر ننګرهار د پاکستان په بریدونو کې ۵ جسدونه لا هم تري تم دي | افغانستان انټرنشنل پښتو
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پاکستان وړمه شپه د ننګرهار او پکتیکا پر یو شمېر سیمو هوایي بمبارۍ وکړې او له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته او ۵ جسدونه لا تراوسه هم تري تم دي. طالبانو هم د دغو بریدونو د غچ اخیستنې ګواښونه کړي دي.