• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نور جلال جلالي: د ترکیې تولید شوي درمل د افغانستان لپاره ګټور دي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۹:۰۰ GMTتازه شوی: ۲۰:۲۷ GMT

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر سادین ایلډ سره په ناسته کې ویلي، چې د ترکیې درمل د افغانستان لپاره خورا ګټور دي،‌ خو کیفیت او مناسب قیمت یې باید په پام کې ونیول شي.

د دغې ناستې پر مهال، د طالبانو دغه چارواکي د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل، چې د روغتیایي کارکوونکو د روزنې، د زړه ولادي ناروغیو لرونکو ماشومانو د درملنې، د ولسوالیو په کچه د روغتونونو جوړولو او په کابل کې د عصبي جراحي عملیاتو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکیې سفارت شارژدافیر په دغو روغتیایي برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ او د عامې روغتیا له وزیر څخه یې وغوښتل، چې د خپلو اړتیاوو نوملړ ور وسپاري. د هغه له قوله ویل شوي، چې ترکیه به هڅه وکړي څو د عامې روغتیا وزارت ته یو شمېر طبي تجهیزات او امکانات برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په روغتایي برخه کې له سخت ناورین سره مخ دی او د متحده ایالتونو د مرستو له کمېدو سره سم په هېواد کې سلګونه روغتونونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوې دي. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د امریکا د پراختیایي بودیجې د بندېدو له کبله اوس د افغانستان د روغتیا سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او د امکاناتو د نشتوالي له کبله د مور او ماشوم پر درملنې هم بدې اغیزې شوې دي.

بل‌خوا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو او پر پاکستاني درملو د طالبانو بندیزونو په کابل او ولایتونو کې د درملو کمښت رامنځته کړی او بیې یې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

ترویج لرونکی

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ
۱

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۲

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۵

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان ته د پاکستان صادرات نږدې ۶۰ سلنه راکم شوي دي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۸:۳۹ GMT

د پاکستان د دولتي بانک تازه شمېرې ښيي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګري په تېرو ۷ میاشتو کې ۵۹.۰۷ سلنه کمه شوې او ۲۲۸ میلیونه او ۹۶ زره ډالرو ته راټیټه شوې ده. دا کچه د تېر کال په ورته موده کې ۵۵۹ میلیونه او ۵۲ زره ډالره وه.

د راپور له‌مخې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم د ۲۰۲۵ کال د جولای له مياشتې څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې ۵۸.۱۸ سلنه راکم شوي او ۶ ميليونه او ۳۶ زره ډالرو ته ټيټ شوي دي، حال دا چې دا شمېر تېر کال په همدې موده کې ۱۵ ميليونه او ۲۱ زره ډالره و.

له افغانستان سره د سوداګرۍ کمښت د پاکستان د سيمه‌ييزو صادراتو د راټيټېدو له سترو لاملونو څخه بلل شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په يوولسمه نېټه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ له نښتو وروسته، پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه خپلې اته سوداګریزې دروازې وتړلې. د امنيتي کړکېچونو له امله د لارو تړل کېدو د توکو لېږد او سوداګريز تګ‌راتګ بهير سخت محدود کړی دی.

د راپورونو له‌مخې، پاکستاني صادروونکي او افغان سوداګر د لارو د تړل کېدو له امله هره مياشت ميليونونه ډالره زيان ويني. دغه حالت نه يوازې پر دوه‌اړخيزې سوداګرۍ، بلکې د اکمالاتي ځنځير او پر ډیورنډ کرښه د پرتو سيمو پر اقتصادي فعاليتونو هم منفي اغېز کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څو ځله ويلي، تر هغې به لارې تړلې وي چې طالبان د وسله‌والو ډلو د بريدونو د مخنيوي لپاره باوري او ليکلي تضمينونه ورنه‌کړي او د تحريک طالبان پاکستان پر ضد عملي ګامونه پورته نه کړي.

د دې حالت دوام د اقتصادي زيانونو د زياتېدو او د دواړو هېوادونو د سرحدي سيمو پر سوداګرو او اوسېدونکو د فشار د لا ډېرېدو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

ملا ترابي: د طبیعي پېښو زیانمن مرستو او د یو شمېر پروژو پلي کېدو ته اړتیا لري

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۸:۰۱ GMT

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، چې په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون له امله ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو خلک ځپلي او اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د افغانستان له استازي سټیفن روډریګز سره په ناسته کې زیاته کړې، چې باید د طبیعي پېښو دغو زیانمنو ته یو شمېر پروژې پلي شي. د هغه په وینا، د سېلابي‌لارو د مخنېوي لپاره په ټولو ولایتونو کې د استنادي دېوالونو جوړېدو چارې پیل شوي،‌ څو په دې برخه کې شته ګواښونه له‌منځه لاړ شي.

ترابي له مرستندویه ټولنو غوښتنه کړې، چې د افغانستان لپاره ځانګړې کېدونکې بودیجه باید په ښه او اغېزمنه توګه مصرف کړي. په خبرپاڼه کې د طالبانو د یادې ادارې د رییس له قوله راغلي: «اصلي تمرکز پر بنسټیزو او وقایوي پروژو دی، ځکه په کمه بودیچه د لویو زیانونو مخه نېول کېدای شي».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د استازي له قوله خبرپاڼه کې راغلي، له پېښو سره د مبارزې لپاره باید ځانګړې بودیجه پرته له کومې سیاسي ملاحظې څخه په پام کې ونیول شي. د نوموړي په خبره، ټولو پروژو کې یې د عامه پوهاوي مسایل هم نظر کې نیولي دي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د افغانستان د طبیعي افتونو پېښو په تړاو اندېښنې ښودلي او د نورو کلونو پرتله یې سږکال افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پېښې بې‌سارې بللي دي. دې سازمان ویلي، چې د زلزله‌ځپلو په ګډون د طبیعي افتونو زیانمنو کورنیو سره د ښه مرستو او ورته د رسېدنې لپاره کافي بودیجه نه‌لري.

دې سازمان د نړۍ پر هېوادونو او مرستندویه ادارو غږ کړی، چې افغانستان په سخت بشري ناورین کې ایسار دی او باید ورسره هر اړخیزې بشري مرستې وکړي.

شهباز شریف له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۷:۰۲ GMT

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې شنبې په ورځ قطر ته په خپل رسمي سفر کې د دغه هېواد له دفاع وزیر سعود بن عبدالرحمان ال‌ثاني سره د افغانستان او ایران په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د احتمالي شخړو د مخنیوي او د کړکېچ د کمولو لپاره د خبرو اترو پر اړتیا هم بحث شوی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د سولې او ثبات د ترویج لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

دا ټینګار په داسې حال کې شوی چې پاکستان د روانې اونۍ په پیل کې د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

یوناما او د سیمې خلکو راپور ورکړی چې په یادو بریدونو کې ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو لپټاپ په ۳۸۰۰۰ ډالر اخلي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۵:۲۹ GMT

د افغانستان انټرنشنل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لیلام د پایلې بیاکتنه کړې او موندلې یې ده، چې وزارت غواړي د جرمي تحقیقاتو څانګې لپاره یو لیپ ټاپ د ۲،۳۱۱،۰۰۰ افغانیو په قیمت واخلي، چې د ۳۸ زره او ۴۰۴ امریکایي ډالرو معادل کېږي. وزارت د لیپ ټاپ تجهیزاتو جزئیات نه دي ورکړي.

د وزارت له خوا د دوشنبې په ورځ، د کپ ۴مه د کابل د پولیسو د قوماندانۍ په اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې توکو د پیرودلو پروژه به دریو شرکتونو ساحل یاسر، حشمت مسلم، او اغاز نوین ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که اشخاص یا قانوني ادارې د کورنیو چارو وزارت د اعلاناتو په اړه کومه نیوکه ولري، دوی کولی شي هغه د دریو ورځو په اوږدو کې د وزارت د تدارکاتو څانګې ته وسپاري.

په کابل کې د کمپیوټر بازار کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پلازمینې په بازار کې اوس مهال ترټولو ګران لیپ ټاپ شاوخوا ۵،۸۰۰ ډالر لګښت لري.

دا لیپ ټاپ د MSI ټایټان ۱۸ HX دی، چې په نړۍ کې د مصرف کونکو ترټولو ګران بیه لیپ ټاپونو څخه دی.

دوی زیاتوي، په نړۍ کې د جرمي تحقیقاتو لپاره ډو ډیری هیوادونو کې د فریډ-ایل فارنسک لیپ ټاپ د جرم صحنې تحقیقاتو او "جرمي ټیکنالوژۍ" پورې اړوند مسالو لپاره کارول کیږي.

د دې وسیلې اساسي قیمت په نړیوال بازار کې ۷ زره ۷۲۴ ډالر ثبت شوی دی.

د فریډ-ایل فارنسک لیپ ټاپ مشخصات وايي چې دا وسیله د الټرا کټ په څیر د عدلي وسیلو سیټ سره راځي.

په ورته وخت کې، د عدلي تجهیزاتو بازار کې د عامه تدارکاتو اسناد ښیي چې په دې برخه کې سافټویر او جوازونه کولی شي د لګښت لویه برخه جوړه کړي.

په عمان کې د طالبانو او کویټ سفیرانو د کونسلي خدمتونو پر اسانه کولو ټینګار کړی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۵:۰۹ GMT

په عمان کې د طالبانو د سفارت سرپرست حافظ عمر د کویټ له سفیر محمد ناصر الهاجري سره لیدلي او د کونسلي خدماتو پر اسانه کولو یې خبرې ورسره کړې دي. رپوټونه وايي، کویټي سفیر نوموړي ته ډاډ ورکړی چې په دغه هېواد کې افغان سفارت به طالبانو ته وسپارل شي.

د طالبانو د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د افغانستان او کویټ د «تاریخي اړیکو» او په کویټ کې میشتو افغانانو ته د معیاري کونسلي خدماتو وړاندې کولو پراهمیت خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو سفیر په کويټ کې د افغان سفارت د بیا فعالېدو په تړاو له کویټي سفیر څخه مننه کړې ده.

د طالبانو سرچینو ویلي، چې د کویټ سفیر د طالبانو سفیر ته ډاډ ورکړی چې زر به په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو ادارې ته وسپارل شي.