طالبان وايي په پنځو ولایتونو کې یې ۱۰ کسان د «غلا، قتل او قمار» په تور نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په ۵ ولایتونو کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۱۰ کسان د «غلا، قتل او قمار» په تور نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، نیول شوي کسان به تر پوښتنو ګروېږنو وروسته قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.
