• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د روغتیا وزیر له ترکیې نه د روغتیايي سکتور په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۱:۴۱ GMTتازه شوی: ۱۴:۲۴ GMT

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلد سره په کتنه کې د روغتونونو په جوړولو، روغتیايي تجهیزاتو او درملو کې ددغه هېواد د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په دې کتنه کې جلالي د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د زړه ناروغانو د درملنې، د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو د جوړولو او اړینو تجهیزاتو د برابرولو، او په کابل کې د کوچنیانو د عصبي جراحي خدماتو د پیل او پیاوړتیا په برخه کې د ترکیې د همکارۍ غوشتنه کړې ده.

د طالبانو د روغتیا وزارت په وینا، نوموړي همدارنګه وویل چې د ترکیې درمل د افغانستان لپاره ګټور دي، خو کیفیت او مناسب قیمت باید په پام کې ونیول شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې شارژدافیر ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغانستان د روغتیا سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او هڅه کوي د وزارت د اړتیاوو له مخې لازم تجهیزات او امکانات برابر کړي.

د خبرپاڼې له مخې، هغه له وزارت څخه وغوښتل چې د اړتیا وړ تجهیزاتو او امکاناتو لېست ورسره شریک کړي.

ترویج لرونکی

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ
۱

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۲

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۵

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې پلاوي د ترکمنستان نورم او سټندرډ ادارې مسوولانو سره کتلي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۱:۲۳ GMT

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې رییس فیض‌الله تمیم د یو پلاوي په ملتیا د ترکمنستان د معیار او نورم له دولتي ادارې سره په عشق اباد ښار کې کتلي دي. په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د معیارونو، کیفیت لوړولو او دواړو خواوو د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د سې شنبې په ورځ، د کب پر ۵مه وویل، چې د معیار او کیفیت اداره هڅه کوي د سیمې او نړۍ له ورته ادارو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، څو د معیارونو د پلي کېدو، ظرفیت لوړونې او تخنیکي تجربو د شریکولو زمینه لا پیاوړې شي.

دوی دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراختیا پر لور یو مهم ګام بللی.

له دې لیدنې مخکې یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي و، چې د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې پلاوی د باکیفیته تېلو د واردولو، د تېلو د سرچینو او تصفیه خونه څخه د لیدنې په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې په خبرپاڼه کې راغلي وو، چې هغه به د دغه سفر په ترڅ کې د ترکمنستان هېواد له اړوندو چارواکو او مسوولینو سره د لیدنو ترڅنګ د تېلو له زېرمو، تاسیساتو او تصفیه خانو لیدنه وکړي او د نفتي توکو د تولید، تصفیې، زېرمه کولو او صادرولو بهیر به له نږدې وارزوي.

ایران له چین څخه د بېړیو ضد چټکو توغندیو د پېرلو تړون ته نږدې شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۰:۲۸ GMT

د خبرو اترو له بهیره خبرو شپږو سرچینو ویلي چې ایران له چین سره د بېړیو ضد کروز توغندیو د پېرلو تړون وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی. دا تر غږ چټک توغندي شاوخوا ۲۹۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي او داسې طرحه شوي چې د بېړیو دفاعي سیستمونه په ټیټې او چټکې الوتنې تېر باسي.

دغه پرمختګ داسې مهال دی، چې واشنګټن پر تهران د احتمالي بریدونو تر چمتووالي وړاندې د ایران ساحل ته نږدې ستر سمندري ځواک ځای پر ځای کوي.

سرچینې وايي، د چین جوړو «سي‌اېم–۳۰۲» توغندیو تړون نږدې بشپړ شوی، خو د سپارلو نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

د وسلو دوو کارپوهانو ویلي، د دغو توغندیو ځای پر ځای کول به د ایران د برید وړتیاوې په څرګند ډول پیاوړې کړي او په سیمه کې به د امریکا سمندري ځواکونو ته ګواښ ډېر کړي.

د دغو وسلو د پېرلو خبرې لږ تر لږه دوه کاله مخکې پیل شوې وې، خو د جون په میاشت کې د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په چټکۍ سره مخته ولاړې.

د سرچینو په وینا، د خبرو وروستي پړاو ته له رسېدو سره سم، د ایران لوړپوړو پوځي او حکومتي چارواکو چین ته سفرونه کړي، چې د دفاع وزارت مرستیال مسعود اورايي هم پکې شامل و.

د اسراییل د ملي امنیت د مطالعاتو انستیتیوت لوړپوړي څېړونکي ډني سیترینوویچ ویلي: «که ایران د بېړیو پر ضد تر غږ د چټک برید وړتیا ترلاسه کړي، دا به لوبه په بشپړه توګه بدله کړي».

رویټرز ونه توانېد چې معلومه کړي په احتمالي تړون کې څو توغندي شامل دي، ایران به څومره پیسې ورکړي، او یا دا چې چین به د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو په رڼا کې تړون عملي کړي او که نه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي: «ایران له خپلو متحدینو سره پوځي او امنیتي تړونونه لري، او اوس مناسب وخت دی چې له دغو هوکړو ګټه واخلي».

په همدې حال کې، سپینې ماڼۍ د توغندیو د تړون په اړه مستقیمه تبصره نه ده کړې.

د ګرځندوی شرکتونو له طالبانو نه د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۰:۲۷ GMT

د طالبانو د اطلاعاتوا او کلتور وزارت وايي، د ګرځندوی شرکتونو اتحادیې مسوولینو خپلې ستونزې د طالبانو د ګرځندوی چارو معین سره شریکې کړې دي. د ګرځندوی شرکتونو اتحادیې ګرځندویانو ته د ویزو اخیستلو په برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د ګرځندوی شرکتونو اتحادیې مسوولانو ویلي، چې د بهرنیو ګرځندویانو د څرګندونو له مخې افغانستان یو مېلمه‌پاله هېواد دی او د هغوی په وینا، ځینې بهرنۍ رسنۍ د هېواد انځور ناسم وړاندې کوي، خو هغه بهرني سېلانیان چې افغانستان ته راغلي، د افغانانو له مېلمه‌پالنې، کلتور او ښه چلنده خوښ دي.

د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی چارو معین قدرت‌الله جمال ویلي، باید هغه ناسم تصویر چې د ځینو رسنیو له لوري نړیوالو ته وړاندې شوی، په عملي ډول ناسم ثابت شي.

نوموړي ټینګار کړی چې وزارت یې د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او د سیاحتي شرکتونو د جوازونو د وېش په برخه کې لازمې اسانتیاوې او اصلاحات شوي دي.

له دې وړاندې په غزني ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار ویلي و، چې روان کال د دغه ولایت له تاریخي سیمو شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو لیدنه کړې ده.

د هغه په وینا، په دې شمېر کې ۶۸۲ بهرني ګرځندویان شامل دي، چې دا د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د طالبانو په اړه ویل کیږي، چې بهرنیو ګرځندویانو ته یې ځانګړي امتیازات ور کړي او له دې لارې غواړي د خپلې ادارې او افغانستان په اړه نړۍ ته مثبت انځور ور کړي.

د طالبانو چارواکی: که «امیر» اجازه وکړي دویمه شپه به مو په کوټه او پېښور کې وي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۰:۰۲ GMT

د طالبانو د شمال ختیځ زون د نظامي محکمې رییس ویلي، چې که مولوي هبت الله اجازه ور کړي، دویمه شپه به یې په کوټه او پېښور کې وي. نوموړي دغه راز ویلي، چې هرڅوک د طالبانو ادارې ته زیان رسوي، پر خلاف یې جهاد فرض عین دی.

د طالبانود شمال ختیځ زون د نظامي محکمې رییس شيخ عبدالهادي همت د سې شنبې په ورځ په کندز کې د دې ډلې د دفاعي ځواکونو د فراغت په غونډه کې ویلي، چې د ادارې دفاع او غچ اخیستل پر دوی فرض عین دي.

هغه په خپلو خبرو کې د پاکستان حکومت د «کفر خوشالوونکی» بللی او زیاته کړې یې ده، چې پر پکتیکا او ننګرهار د اسلام اباد د هوايي بریدونو غچ باید واخېستل شي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې « د امیر امر ته مجبور یو، که امیر احازه وکړي، په الله قسم چې دویمه شپه به مو په کوټه او پېښور کې وي».

هغه وویل چې په کابل کې د طالبانو شاوخوا دوه زره دیني عالمانو ددې ډلې د ادارې ددفاع په تړاو فتوا ورکړې او ددې فتوا له مخې چې هرڅوک د طالبانو ادارې ته زیان رسوي، پر خلاف یې جهاد فرض عین دی.

طالبان: تېره میاشت نږدې ۳زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ‌راتګ کړی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۷:۵۵ GMT

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو اداره وایي، چې په تېرې سلواغې میاشت کې د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۲زره او ۹۱۸ بهرنیو وګړو تګ‌راتګ کړی. یادې ادارې ویلي، چې دغه وګړي افغانستان ته د کار، سیل او د کورنیو د لیدو لپاره راغلي وو.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ثبت شوې شمېرې ښيي چې په یاده موده کې د ۵۲ ښځو په ګډون ۱۵۰۷ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۴ ښځو په ګډون ۱۴۱۱ نور له هېواده وتلي دي.

طالبانو وړاندې ویلي و، چې د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ‌راتګ د نیمروز بندر، د هرات له هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل هوايي ډ‌ګر له لارې شوی چې یو شمېر بهرنيو سېلانیانو تر ډېره د (بامیان، هرات، کندهار، ننګرهار، غور، بدخشان، کندوز، پکتیا، خوست، نورستان، بلخ، سمنګان او کوڼر) ولایتونو له لرغونو ځایونو لیدنې کړې.

طالبان داسې مهال له بهرنیو کارګرو او سېلانیانو هرکلی کوي، چې ګڼ افغانان پرې د طالبانو له لوري د کړۍ تنګولو او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي.