شهباز شریف له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې شنبې په ورځ قطر ته په خپل رسمي سفر کې د دغه هېواد له دفاع وزیر سعود بن عبدالرحمان الثاني سره د افغانستان او ایران په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د احتمالي شخړو د مخنیوي او د کړکېچ د کمولو لپاره د خبرو اترو پر اړتیا هم بحث شوی دی.
