نورالله نوري: د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د هر انچ خاورې ساتنه پر موږ د سر په بیه فرض ده

د طالبانو د قبایلو، قومونو او سرحدونو چارو وزیر په کابل کې د خپلې ډلې د سرحدي پولیسو په یوې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د هر انچ خاورې ساتنه پر دوی د سر په بیه فرض ده. هغه زیاته کړې: «پر هغه کسانو ویاړو چې له خپلې خاورې دفاع کوي».
