• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جلال‌اباد کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۲:۲۳ GMT

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار په چکنوريو سيمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. دغه پېښه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې شوې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سيد طيب حماد ویلي، چې ټپي کس حوزوي روغتون ته لېږدول شوی؛ خو د نوموړي وضعيت نازک ښودل شوی. یاد دفتر د پېښې د لامل په اړه جزییات نه‌دي شریک کړي.

ترویج لرونکی

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي
۱

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي

۲

طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي

۳

پاکستان د وري پر پنځمه نېټه د تورخم دروازه پرانیزي

۴

په کابل کې ځینو فعالانو «یوناما» ته د پاکستان د بریدونو په اړه اعتراض لیک سپارلی

۵

روسي رسنۍ: د افغانستان څخه اروپا ته د هیرویینو د لېږد لارې بدلې شوې دي

•
•
•

نور کیسې

هرات کې د ټرافیکو اداره: له سړک څخه لرې شوی قبر رښتينی نه و

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۲۳:۴۳ GMT

په هرات کې د ټرافیکو ادارې ویلي، هغه قبر چې د ښار له منځه لرې شو، رښتینی نه و. د طالبانو د یادې ادارې مشر وايي، دغه قبر چې د ښار د یوه ډېر تګ‌راتګ لرونکي سړک په منځ کې و او له کلونو راهیسې د ټرافیکي پېښو لامل کېده، خالي و او هېڅ په‌کې نه و.

شېراحمد حجازی ويلي، کله چې دغه ځای وکېندل شو څرګنده شوه چې يوازې قبر ډبره هلته اېښودل شوې وه او هېڅوک په‌کې خښ شوي نه وو. طالبانو د پنجشنبې په شپه د سلواغې په ۳۰مه نېټه دغه هديره د سړک له‌منځه لرې کړه.

په هغه ويډيو کې چې د هرات د طالبانو د ټرافيکو د امر له خوا په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې، حجازی وايي: «کله چې مو هغه ځای وکېنده، ټول حيران شوو، هلته هېڅ قبر نه و».

په وروستيو لسيزو کې د همدې هديرې د ډبرې شتون د سړک په منځ کې څو ځله پرله‌پسې ټکرونه رامنځته کړي او ان د هرات د يو شمېر اوسېدونکو د مرګ‌ژوبلې لامل شوی و.

په وروستي پېښه کې، افغانستان انټرنشنل د مرغومي راپور ورکړی و چې يو ځوان نوی زوم هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، کله چې د هغه موټرسايکل له دغې ډبرې سره وجنګېد. د طالبانو د ټرافيکو امر په همدې ويډيو کې د دغه زوم د مړينې پخلی هم کړی دی.

مُحسن داوړ: پاکستان چې افغانستان ورانوي تل یې خلاف یوو

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۲۳:۲۵ GMT

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې پر افغانستان د پاکستان د برید په غبرګون کې وايي، د پاکستان د هغې پالیسۍ خلاف دی چې غواړي افغانستان وران کړي. د هغه په باور افغان طالبان لا هم د پاکستان په لاس او کنټرول کې دي.

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په غبرګون کې وايي، اسلام‌اباد په پاکستان کې د نا امنیو په مخنیوي کې د ناکامۍ له امله پر افغانستان بمبار کوي او عام ‌بې‌ګناه ولس وژني.

مُحسن داوړ وايي: «دلته [پاکستان کې] بد امني ده او ولس د دغو نا امنیو پوښتنه کوي، نو دوی له پوښتنو څخه د ځانونو د پټولو لپاره دغه شان کارونه کوي او بمبارونه کوي او هلته [افغانستان کې] عام خلک وژني».

داوړ د پاکستاني چارواکو د هغو ادعاو په ردولو سره چې ګواکې په وروستیو بمباریو کې یې ترهګر وژلي وايي، اوس معلومه شوه چې په افغانستان کې عام وګړي وژل شوي دي.

هغه زیاتوي: «دلته [پاکستان کې] په خپله میډیا کې دا بیانیې جوړوي چې موږ هلته [افغانستان کې] دهشتګرد ووژل، خو اوس معلومه شوه او ملګرو ملتونو هم وویل، چې عام وګړي وژل شوي دي».

د نوموړي په باور، پاکستان په خپل تاریخ کې د افغانستان د ورانولو هڅه کړې او زیاتوي: «پاکستان چې د افغانستان د ورانولو هڅه مخکې هم کوله د جمهوري حکومت د ورانولو هڅه کوله موږ له هماغې ورځې د دوی خلاف وو او بیا کوم خلک چې د ټوپک په زور یې کېنول موږ د هغې هم خلاف وو، ځکه دوی د ولس رایه نه‌لري».

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي اوس هم د پاکستان په لاس او کنټرل کې دي او په ډاګه وايي: «په پاکستان کې د طالبانو مسله که دا اوس هم د پاکستان ریاست کنټرول کول غواړي دا په کابل کې په تخت کې چې دي دا هم د دوی په لاس او کنټرول کې دي او دلته هم [پاکستان کې] دغه خلک چې لګیا دي دا هم».

د هغه په باور، د پاکستان پوځ ۲۰ کاله افغان طالبان وساتل او د کابل تخت ته یې ورسول او په وینا یې، دغه چاره د پاکستاني جنرلاانو تر اغېز پالیسۍ لاندې ترسره شوې ده.

مُحسن داوړ وايي، یو شمېر افغان طالبان همدا اوس هم په پاکستان کې لوی لوی ځایونه لري.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني هم له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې پر افغانستان د پاکستان پر شویو بریدونو ناخوښي څرګنده کړې وه.

اصف دُرانی: زه د پاکستان له هوايي بریدونو خوښ نه یم | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه په دې مرکه کې ویلي، اوس داسې فکر نه‌کوي چې افغان طالبان دې د اسلام‌اباد دوستان وي.

طالبان: پر ننګرهار د پاکستان په بریدونو کې ۵ جسدونه لا هم تري تم دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پاکستان وړمه شپه د ننګرهار او پکتیکا پر یو شمېر سیمو هوایي بمبارۍ وکړې او له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته او ۵ جسدونه لا تراوسه هم تري تم دي. طالبانو هم د دغو بریدونو د غچ اخیستنې ګواښونه کړي‌ دي.

د هند د یو اسلامي سازمان مشر: د طالبانو جزايي اصول‌نامه له دین ښکاره ناوړه ګټه اخیستنه ده

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۲۳:۰۰ GMT

په هند کې یو شمېر مخکښو مسلمانو عالمانو د طالبانو جزايي اصول‌نامه غندلې او دا یې له دین څخه ښکاره ناوړه ګټه اخیستنه بللې ده. د «ټول هند د مسلمانانو د جماعت» مشر مولانا شهاب‌الدین رضوي بریلوي ویلي، چې د طالبانو څېره تل له ترهګرۍ سره تړلې پاتې شوې او دوی دغه ډله نه‌مني.

د هندي خبري اژانس «ای‌اې‌اېن‌اېس» د راپور له‌مخې، مولانا شهاب‌الدین رضوي بریلوي ویلي، که څه هم طالبان ادعا کوي چې خپلې لارې چارې یې بدلې کړې دي، خو بیا هم وهل ټکول او تاوتریخوالی د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي. هغه ټینګار کړی، چې طالبان باید ډاډ ورکړي چې داسې فرمانونه به نه صادروي چې د خلکو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي.

بریلوي زیاتوي: «د طالبانو انځور تل له وېرې او ترهې سره مل پاتې شوی دی. موږ هېڅ‌کله طالبان نه دي منلي او تل مو هغوی په ترهګرو کړنو کې ښکېل بللي دي».

د محکمو جزایي اصول‌نامه چې د روان کال د مرغومي په میاشت کې د طالبانو د مشر له‌خوا توشېح شوې، د دې ډلې د جزایي نظام نوی چوکاټ ټاکي. د دې اصول‌نامې بېلابېلې مادې په پراخه توګه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی روا ګڼي.

د بېلګې په توګه، په دې اصول‌نامه کې مېړونو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلې مېرمنې ووهي، په هغه شرط چې ټپي او یا هډوکو یې مات نه‌شي او د دغه ډول تاوتریخوالي سزا ډېره محدوده ټاکل شوې ده.

همدارنګه، دې اصول‌نامې یو پوړیز عدالتي نظام رامنځته کړی چې په‌کې سزاوې د خلکو د ټولنیز دریځ له‌مخې توپیر لري. د بېلګې په توګه لوړپوړي کسان لکه دیني عالمان یا شتمن کسان سپکې سزاوې ترلاسه کوي.

په دې راپور کې همدارنګه راغلي، چې مولانا محمد میرزا یاسوب عباس چې د «هیئت احوال شخصیه شیعیان سراسر هند» روحاني او ویاند دی، د طالبانو دا ګام د دین په نوم د ګډوډۍ جوړول بللي او د طالبانو اصول‌نامه یې ناسمه بللې ده.

له دې وړاندې، نوموتي هندي شاعر او لیکوال جاوېد اختر په اېکس ټولنیزه شبکه کې د هند له مفتیانو او ملايانو غوښتي وو، چې پرته له کوم شرطه دا اصول‌نامه وغندي. هغه په دې ټینګار کړی و، چې د طالبانو د جزا اصول‌نامه مېړونو ته د مېرمنو د وهلو اجازه ورکوي او هغه ښځې چې د مېړه له اجازې پرته د خپل مور او پلار کور ته ولاړې شي، تر درې میاشتو بند سزا ورته ټاکي او له دیني عالمانو یې غوښتي چې په دې اړه روښانه دریځ خپل کړي.

د ایران سرحدي پولیسو په خراسان رضوي کې د افغانستان پولې ته نږدې د وسلو یوه جوپه نیولې ده

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۲۲:۰۴ GMT

د ايران د خراسان رضوي د سرحدي پوليسو چارواکي وايي، د تايباد په سرحدي سيمه کې يې د وسلو او جنګي توکو يوه جوپه نيولې. پوليسو تر اوسه نه دي ويلي چې دا وسلې له کوم ځايه تايباد ته رسېدلي. تايباد د افغانستان له پولې سره نږدې پرته سيمه ده او له دوغارون څخه شاوخوا ۱۸ کيلومتره واټن لري.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې، د سرحدي ځواکونو قومندان مجيد شجاع ويلي چې دا عمليات د يکشنبې ماښام د کب په درېيمه نېټه ترسره شوي دي. د هغه په وينا، دغه ګام ايران ته د وسلو د ننوتلو د مخنيوي د پروګرام په چوکاټ کې پورته شوی دی.

نوموړي زياته کړې، تر هغه وروسته چې د تايباد په پوله کې د وسلو د يوې جوپې د راوړلو او پټولو په اړه راپورونه تر لاسه شول، نو سملاسي استخباراتي څارنې او پلټنې پيل شوې.

د خراسان رضوي د سرحدي پوليسو د خبرپاڼې له‌مخې، په دې جوپه کې اته ميله تومانچې، شپاړس دانې د مرمیو بکسونه، دولس پايه چاودېدونکي نلونه او يو څلوېښت ټوټې لاسي بم موندل شوي دي.

قومندان شجاع وويل، چې پلان دا و څو دا وسلې لومړی په سرحدي سيمه کې پټې کړل شي او وروسته د نورو کسانو له‌خوا د دغه هېواد دننه ولېږدول شي. هغه همدارنګه زياته کړې، چې د دغو مهماتو د لېږد د عاملينو په اړه ځيني مالومات ترلاسه شوي او د هغوی د پېژندلو او نيولو هڅې روانې دي.

په جرمني کې یو ځل بیا یوه افغان درې کسان په چاقو وهلي او ټپیان کړي دي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۲۱:۴۶ GMT

د دوشنبې په سهار یوه ۳۵ کلن افغان د جرمني د وورتسبورګ ښار د اورګاډي د مرکزي تمځای په تالار کې پر درېیو کسانو د چاقو برید کړی او هغوی یې برسېرن ټپیان کړي دي. دغه پېښه د همدې تمځای د ننوتلو دروازې ته نږدې د «یهوه شاهدانو» د مذهبي ډلې یوې غرفې ته څېرمه شوې ده.

د پولیسو په وینا، بریدګر هغه ۶۸ کلن سړي ته ورنږدې شوی و چې د یادې غرفې مسوولیت یې پر غاړه درلود او ناڅاپه یې څو ځله د چاقو ګوزارونه پرې وکړل. پولیسو زیاته کړې، چې یاد افغان په همدې لړ کې دوه نور کسان هم تر برید لاندې راوستي او د چړو ګوزارونه یې پرې کړي دي.

شاهدان یهوه یوه مسیحي مذهبي ډله ده، چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په متحدو ایالتونو کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو د معلوماتو له‌مخې، په دې پېښه کې یاد درې کسان برسېرن ټپیان شوي او داسې کوم څه نشته چې ثابته کړي د چاقو ګوزارونه دې ډېر ژور وي. یو شمېر لارویانو چې په هغوی کې یو پولیس هم ملکي جامې اغوستې وې، بریدګر مهار کړ او د مرستندویو ځواکونو تر رسېدو پورې یې تر کنټرول لاندې وساته.

یاد سړی دا مهال نیول شوی او په توقیف کې دی.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې برید اصلي انګېزه تر اوسه په څرګنده نه ده معلومه شوې او پلټونکي دا قضیه د «د قتل هڅه» په توګه څېړي. لا هم روښانه نه ده، چې بریدګر په قصدي ډول د «شاهدان یهوه» پیروان په نښه کړي وو که بله کومه انګېزه یې لرله.