طالبان: تېره میاشت نږدې ۳زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګراتګ کړی

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو اداره وایي، چې په تېرې سلواغې میاشت کې د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۲زره او ۹۱۸ بهرنیو وګړو تګراتګ کړی. یادې ادارې ویلي، چې دغه وګړي افغانستان ته د کار، سیل او د کورنیو د لیدو لپاره راغلي وو.





