• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو لپټاپ په ۳۸۰۰۰ ډالر اخلي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۵:۲۹ GMTتازه شوی: ۱۶:۴۹ GMT

د افغانستان انټرنشنل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لیلام د پایلې بیاکتنه کړې او موندلې یې ده، چې وزارت غواړي د جرمي تحقیقاتو څانګې لپاره یو لیپ ټاپ د ۲،۳۱۱،۰۰۰ افغانیو په قیمت واخلي، چې د ۳۸ زره او ۴۰۴ امریکایي ډالرو معادل کېږي. وزارت د لیپ ټاپ تجهیزاتو جزئیات نه دي ورکړي.

د وزارت له خوا د دوشنبې په ورځ، د کپ ۴مه د کابل د پولیسو د قوماندانۍ په اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې توکو د پیرودلو پروژه به دریو شرکتونو ساحل یاسر، حشمت مسلم، او اغاز نوین ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که اشخاص یا قانوني ادارې د کورنیو چارو وزارت د اعلاناتو په اړه کومه نیوکه ولري، دوی کولی شي هغه د دریو ورځو په اوږدو کې د وزارت د تدارکاتو څانګې ته وسپاري.

په کابل کې د کمپیوټر بازار کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پلازمینې په بازار کې اوس مهال ترټولو ګران لیپ ټاپ شاوخوا ۵،۸۰۰ ډالر لګښت لري.

دا لیپ ټاپ د MSI ټایټان ۱۸ HX دی، چې په نړۍ کې د مصرف کونکو ترټولو ګران بیه لیپ ټاپونو څخه دی.

دوی زیاتوي، په نړۍ کې د جرمي تحقیقاتو لپاره ډو ډیری هیوادونو کې د فریډ-ایل فارنسک لیپ ټاپ د جرم صحنې تحقیقاتو او "جرمي ټیکنالوژۍ" پورې اړوند مسالو لپاره کارول کیږي.

د دې وسیلې اساسي قیمت په نړیوال بازار کې ۷ زره ۷۲۴ ډالر ثبت شوی دی.

د فریډ-ایل فارنسک لیپ ټاپ مشخصات وايي چې دا وسیله د الټرا کټ په څیر د عدلي وسیلو سیټ سره راځي.

په ورته وخت کې، د عدلي تجهیزاتو بازار کې د عامه تدارکاتو اسناد ښیي چې په دې برخه کې سافټویر او جوازونه کولی شي د لګښت لویه برخه جوړه کړي.

ترویج لرونکی

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ
۱

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۲

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۵

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

•
•
•

نور کیسې

په عمان کې د طالبانو او کویټ سفیرانو د کونسلي خدمتونو پر اسانه کولو ټینګار کړی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۵:۰۹ GMT

په عمان کې د طالبانو د سفارت سرپرست حافظ عمر د کویټ له سفیر محمد ناصر الهاجري سره لیدلي او د کونسلي خدماتو پر اسانه کولو یې خبرې ورسره کړې دي. رپوټونه وايي، کویټي سفیر نوموړي ته ډاډ ورکړی چې په دغه هېواد کې افغان سفارت به طالبانو ته وسپارل شي.

د طالبانو د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د افغانستان او کویټ د «تاریخي اړیکو» او په کویټ کې میشتو افغانانو ته د معیاري کونسلي خدماتو وړاندې کولو پراهمیت خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو سفیر په کويټ کې د افغان سفارت د بیا فعالېدو په تړاو له کویټي سفیر څخه مننه کړې ده.

د طالبانو سرچینو ویلي، چې د کویټ سفیر د طالبانو سفیر ته ډاډ ورکړی چې زر به په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو ادارې ته وسپارل شي.

افغان کرکټ بورډ بریټانیایی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکلی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۴:۳۳ GMT

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره یې د بریتانیا پېژندل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی. د کرېکټ بورډ په وینا، پایبس به په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې له راتلونکې لوبلړۍ وړاندې له افغان اتلانو سره یوځای شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ریچارډ پایبس په نړیواله کچه د کرېکټ یو نوموتی او پېژندل شوی روزونکی دی چې په خپله روزنیزه دوره کې پام وړ لاسته راوړنې لري.

پایبس له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ سره د مشر روزونکي، د کرېکټ ډایرکټر او د ظرفیت لوړونې مرکز مشر په توګه دنده کړې ده. د هغه د دندې پرمهال په ۲۰۱۶م کال کې ویسټ انډیز درې نړیوال جامونه وګټل او دا په نړیوال کرېکټ کې لومړی ځل و چې یو هېواد دا ډول تاریخي بریا او د کرکټ نړیوالې شورا د درې واړو نړیوالو جامونو اتلولي خپلوي.

له دې وړاندې، پایبس د پاکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده کړې او دغه لوبډله یې په ۱۹۹۹م کال کې د نړیوال جام پایلوبې ته ورسوله. هغه دغه راز په ۲۰۱۳م کال کې له بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره هم د مشر روزونکي په توګه دنده کړې ده.

په کورني کرېکټ کې، نوموړی د سویلي افریقا په کورنیو او تجارتي سیالیو کې د ۹ اتلولیو په ګټلو سره یو ملي ریکارډ جوړ کړی او دوه ځلې یې د سویلي افریقا د کال غوره روزونکي جایزې هم ترلاسه کړې دي.

پایبس دغه راز د انفرادي لوبغاړو په روزنه کې هم کار کړی دی او په نړیواله کچه یې د ګڼ شمېر لوبغاړو په پرمختګ او نړیواله کارکردګۍ کې اړین رول لوبولی دی.

تر دې مخکې، جانټن ټراټ د ملي لوبډلېمشر روزونکی و. جانټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه او تر پخوانیو روزونکو یې ځان په خپله دنده کې بریالی ثابت کړ او د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې.

د جانټن ټراټ د کار موده د ۲۰۲۶ کال د فېبرورۍ په ۱۹مه پای ته ورسېده.

د طالبانو مالیې وزارت په کلنۍ بودجه کې د ۶۰ میلیارده افغانیو د زیاتېدو اټکل کړی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۲:۲۰ GMT

د طالبانو مالیې وزارت په یوه رپوټ کې په بېلابېلو سکټورونو کې د عوایدو د زیاتوالي نوې سرچینې په ګوته کړې او اټکل کوي، چې د نویو طرحو تر نهايي تایید او عملي کېدو وروسته به د طالبانو بودجه شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ ډېره شي.

د طالبانو د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د نویو عوایدي فرصتونو په تړاو ددې ډلې د مالیې وزارت رپوت تایید شوی.

د راپور له مخې، وزارت په بېلابېلو سکټورونو کې د عوایدو د زیاتوالي نوې سرچینې په ګوته کړې دي. اټکل کیږي، چې د دغو طرحو تر نهايي تایید او عملي کېدو وروسته به په اوږدمهال کې د طالبانو بودیجه شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ زیاته شي.

د طالبانو د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د سې شنبې په ورځ د کب پر پنځمه، د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ شوې ده.

په غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې اړوند د داخلي معیارونو لپاره ۱۲ مسودې او د ازمایښت ۱۱ تګلارې هم تایید شوې دي. دغه مسودې د ودانیزو توکو، برېښنايي او طبي وسایلو او سامان الاتو، نساجي، پلاستیک او لبنیاتو اړوند دي.

بل لور ته، دطالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال د پایپ لاین پروژې په اړه راپور وړاندې کړی، چې د دغه کمېسیون له خوا تایید شوی. د پرېکړې له مخې، د طالبانو د مالیې وزارت به د یادې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره اړینه بودجه ځانګړې کړي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت د رپوټ له مخې، مالیې وزارت ته لارښوونه شوې، چې له شاه او عروس بند څخه د کابل ښار شمالي سیمو ته د اوبو رسولو لپاره ځانګړې شوې بودجه د اوبو رسونې دولتي شرکت ته انتقال کړي، څو د سروې او ډیزاین چارې پیل شي.

یاد معاونیت وايي، چې په غونډه کې د یو شمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شوي او اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې شوې او پرېکړې د نهايي منظورۍ لپاره د ملا هبت‌الله دفتر ته استول شوې دي.

طالبان د ګواښونو لارې غواړي د مزار شریف د صرافۍ دفترونه بل ځای ته ولېږدوي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۱:۵۶ GMT

په مزار شریف کې څلورو سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې طالبانو د دوشنبې په ورځ د ښار د صرافانو د اتحادیې مشر عبدالقیوم او ۸ نور غړي ونیول. سرچینې وایي، نیول شوي صرافان وروسته په ضمانت خوشې شول، خو طالبان لا هم د صرافانو د بازار د لېږدولو لپاره پرې فشار راوړي.

طالبان غواړي چې په مزار شریف کې د صرافانو بازار له «کفایت مارکیټ» څخه د «مزار هوټل» په نوم نوي بازار ته ولېږدوي.

د سرچینو په وینا، صرافان ځکه نیول شوي وو چې د صرافۍ بازار د لېږد له پلان سره یې مخالفت درلود. نوی بازار تازه تاسیس شوی او طالبان ټینګار کوي چې د صرافانو دفترونه په زور ور ولېږدوي.

صرافانو پخوا په «کفایت مارکیټ» کې فعالیت کاوه، چې د مزار شریف په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري. د دوو سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د دغه بازار مالک یو ازبک سوداګر دی.

همداراز ویل کېږي چې مصطفی مهمند، د بلخ د ولایتي شورا د پخواني غړي اصف مهمند ورور د «مزار هوټل» مسوول دی او د کندهار یو شمېر سوداګر په دې پروژه کې ورسره ملګري دي.

سرچینو زیاته کړه چې طالبانو له صرافانو غوښتي څو په «کفایت مارکیټ» کې خپل دوکانونه پرېږدي او په نوي مارکیټ کې دوکانونه کرایه کړي.

صرافان وایي چې «کفایت مارکیټ» یو خوندي او پېژندل شوی ځای دی او دوی نږدې ۴۰ کاله په دغه بازار کې پانګونه کړې ده. د دوی په وینا، دوکانونه یې پېرودلي او د شرکتونو، شاوخوا بازارونو او د ښار په مرکز کې له خلکو سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

صرافان ټینګار کوي چې حتا د جګړو په کلونو کې هم په دغه بازار کې د دوی پانګونې زیانمنې شوې نه وې او دوی د نوي ځای پر امنیت باور نه لري.

طالبانو تر اوسه د دې خبر او د «مزار هوټل» د څښتن له کندهاري سوداګرو سره د همکارۍ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د روغتیا وزیر له ترکیې نه د روغتیايي سکتور په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۱:۴۱ GMT

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلد سره په کتنه کې د روغتونونو په جوړولو، روغتیايي تجهیزاتو او درملو کې ددغه هېواد د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په دې کتنه کې جلالي د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د زړه ناروغانو د درملنې، د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو د جوړولو او اړینو تجهیزاتو د برابرولو، او په کابل کې د کوچنیانو د عصبي جراحي خدماتو د پیل او پیاوړتیا په برخه کې د ترکیې د همکارۍ غوشتنه کړې ده.

د طالبانو د روغتیا وزارت په وینا، نوموړي همدارنګه وویل چې د ترکیې درمل د افغانستان لپاره ګټور دي، خو کیفیت او مناسب قیمت باید په پام کې ونیول شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې شارژدافیر ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغانستان د روغتیا سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او هڅه کوي د وزارت د اړتیاوو له مخې لازم تجهیزات او امکانات برابر کړي.

د خبرپاڼې له مخې، هغه له وزارت څخه وغوښتل چې د اړتیا وړ تجهیزاتو او امکاناتو لېست ورسره شریک کړي.