سوریايي رسنۍ: د داعش په یوه برید کې ۴ دولتي نظامیان ووژل شول

د سوریې دولتي خبري اژانس وايي، داعش د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال کې پر یوې پوستې د برید په ترڅ کې۴ دولتي نظامیان ووژل. دا د احمد الشرع په مشرۍ د نوي دولت له جوړېدو وروسته پر دولتي ځواکونو د داعشیانو تر ټولو خونړی برید دی.
