ټرمپ: هېڅکله به اجازه ورنه کړو چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې کلنۍ وینا کې ویلي، چې ایران د هوکړې لېوالتیا لري؛ خو لاتراوسه یې د اټومي وسلو د نه تولیدولو په اړه کومه ژمنه نهده کړې. ټرمپ وویل: «هغوی غواړي هوکړه وکړي؛ خو موږ لاهم د اټومي وسلو د نه تولیدولو په اړه روښانه ژمنه نهده ترلاسه کړې».
هغه ادعا وکړه، ایران یو ځل بیا د خپلو «خطرناکو» موخو په لټه کې دی او پر داسې توغندیو کار کوي چې «ډېر ژر به وتوانېږي امریکا ته ورسېږي». ټرمپ ټینګار وکړ، چې غواړي دغه موضوع د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
هغه زیاته کړه: «یو څه حتمي دي؛ زه به هېڅکله اجازه ور نه کړم هغه هېواد چې د نړۍ د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی دی، اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي». د راپورونو له مخې؛ ټاکل شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو د پنجشنبې په ورځ په جېنوا ښار کې پیل شي.
دغه خبرې داسې مهال دي، چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د امریکا او ایران خبرې اترې لاهم کومې پایلې ته نهدی رسېدلې.
