• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقچي له امریکايي لوري سره د اټومي خبرو اترو د درېیم پړاو لپاره سویس ته ورسېد

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې عباس عراقچي د چهارشنبې په ماښام د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د خبرو اترو د درېیم پړاو لپاره سویس ته ورسېد.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د عمان په منځګړیتوب به د ایران او امریکا ترمنځ غېرمستقیم مذاکرات د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده چې د عراقچي په مشرۍ د ایران مذاکراتي پلاوی نن شپه د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعید سره وګوري او په دغه لیدنه کې به د بندیزونو د لغوه کولو او اټومي مسایلو په اړه د خپل هېواد دریځ او لیدلوری بیان کړي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

۵

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

•
•
•

نور کیسې

په برازیل کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۰ تنو ته ورسېد

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۰
په برازیل کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۰ تنو ته ورسېد
100%

د برازیل د اور وژنې ادارې ویلي، چې په میناس ګیرایس ایالت کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۴۰ تنو ته لوړ شوی او لسګونه نور لا هم لادرکه دي.

د برازیل د مناس ګیرایس ایالت د اور وژنې ادارې ویلي، چې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د یاد ایالت د جویز ډي فورا او اوبا په ښارونو کې شاوخوا ۳۶۰۰ کسان بې‌ځایه شوي دي او ۲۷ کسان لا هم ورک دي.

د برازیل فدرالي حکومت ویلي، چې مناس ګیرایس ایالت ته یې د روغتیايي کارکوونکو او متخصصینو په لېږلو سره د بشري مرستو رسول ګړندي کړي دي.

ورته مهال د جویز ډي فورا ښاروالۍ ویلي، چې په دغه ښار کې وروستي بارانونه، سېلابونه او د ځمکې ښویېدنه د دغه ښار په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښې دي

سټیو وېټکاف: له ایران سره هر ډول اټومي تړون باید تلپاتې وي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۰
سټیو وېټکاف: له ایران سره هر ډول اټومي تړون باید تلپاتې وي
100%

د اکسیوس وېب‌پاڼې د راپور له‌مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې د امریکا حکومت غواړي له ایران سره هره اټومي هوکړه باید تلپاتې بڼه ولري.

د دغه راپور له‌مخې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، سټیو وېټکاف د سې‌شنبې په ورځ په یوه شخصي ناسته کې څرګنده کړې ده چې د ډونالډ ټرمپ اداره ټینګار کوي، هر هغه احتمالي تړون چې له ایران سره کېږي، باید د وخت له کوم محدودیت پرته عملي شي. اکسیوس دا څرګندونې د یوه امریکایي چارواکي او دوو نورو باخبرو سرچینو له قوله خپرې کړې دي.

په همدې وخت کې، د ایران د حکومت له‌خوا پر لاریون کوونکو د تاوتریخوالي ډک چلند له امله ولسمشر ټرمپ پر تهران خپل فشارونه لا زیات کړي دي. راپورونه ښيي، چې متحده ایالاتو په سیمه کې د خپلو سمندري ځواکونو پراخ حضور پیاوړی کړی او ورسره یې دا ګواښ هم کړی چې که د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اوږدمهالو شخړو د هواري لپاره کومې هوکړې ته ونه رسېږي، نو پوځي بریدونو ته به لاس واچوي.

د ایران د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ له تېرو څو کلونو راهیسې دوام لري او اوس د امریکا د نوي سیاست له امله دا ترینګلتیا یوې نوې مرحلې ته ننوتې ده.

په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۱ GMT+۰
په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي
100%

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د رسنیو په برخه کې د کار پر مهال د ۱۲۹ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو وژنې ثبت شوې، چې دوه پر درېمه برخه یې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، دا دویم کال دی چې په پرله‌پسې توګه د خبریالانو وژنې په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړوي او همدارنګه دویم کال دی چې د وژل شویو خبریالانو دوه پر درېمه برخه د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د اسراییلي ډزو له امله ۸۶ خبریالان وژل شوي، چې زیاتره په غزه کې فلسطیني خبریالان دي، خو د یمن د حوثیانو د رسنیو په مرکز کې هم ۳۱ خبریالان وژل شوي، چې دا د کمېټې د ثبت شوېو پېښو له مخې دویمه مرګونې پېښه وه.

د راپور په وینا، اسراییل له۴۷ پېښو څخه د۸۱ سلنه قصدي وژنو یا «قتل» په توګه مسوول و. د دقیقو معلوماتو ترلاسه کولو ستونزې په غزه کې د راپور تصدیق ستونزمن کړی، نو ممکن اصلي شمېر لا زیات وي.

په ډیرو پېښو کې اسراییل منلې چې په غزه کې یې خبریالان په نښه کړي، خو ادعا کوي چې هغوی له حماس سره اړیکې لرلې. نړیوالې رسنۍ دا ادعاوې ردوي.

اسراییل بهرني خبریالان غزې ته نه پرېږدي، نو ټول هغه خبریالان چې په دې سیمه کې وژل شوي، فلسطینيان ول.

د راپور له مخې، د ۱۲۹ وژل شویو خبریالانو لږ تر لږه ۱۰۴ یې د شخړو له پېښو سره تړاو درلود.

د غزې او یمن ترڅنګ، د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکې سیمې سودان (۹ وژل شوي) او مکسیکو (۶ وژل شوي) وې. څلور اوکرایني خبریالان روسي ځواکونو ووژل او درې خبریالان په فلپین هېواد کې وژل شوي.

د اسلام‌اباد سترې محکمې د عمران خان د اېکس‌پاڼې تړلو قضیې پرېکړه مئ میاشتې ته وځنډوله

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰
د اسلام‌اباد سترې محکمې د عمران خان د اېکس‌پاڼې تړلو قضیې پرېکړه مئ میاشتې ته وځنډوله
100%

د اسلام‌اباد سترې محکمې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د اېکس‌پاڼې د تړلو په اړه قضیه کې له ټولو خواوو وروستي استدلالونه وغوښتل او اورېدنه یې د مئ میاشتې لومړۍ اوونۍ ته وځنډوله.

د سې‌شنبې په ورځ د اسلام‌اباد ستره محکمه کې قاضي ارباب محمد طاهر د هغې عریضې اورېدنه وکړه، چې په‌کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر د اېکس حساب د تړلو غوښتنه شوې ده.

د عمران خان وکیل ټینګار وکړ، نه خپله موکل او نه ګوند د یادې قضیې په اړه کوم معلومات ترلاسه کړي. هغه له محکمې وخت وغوښت، چې لومړی له خپل موکل سره په زندان کې وګوري او وروسته رسمي ځواب وړاندې کړي.

محکمې له لنډو بحثونو وروسته اورېدنه د مئ میاشتې لومړۍ اوونۍ ته وځنډوله او له ټولو لورو یې وروستي استدلالونه وغوښتل.

په برازیل کې د پرله‌پسې بارانونو له امله ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۹ نور لادرکه دي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۰
په برازیل کې د پرله‌پسې بارانونو له امله ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۹ نور لادرکه دي
100%

د برازیل په سوېل ختیځ میناس ګرایس ایالت کې د سختو او پرله‌پسې بارانونو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۹ نور لادرکه دي. سیمه‌ییز چارواکي وايي، دغه مرګ‌ژوبله د توپاني بارانونو او سېلابونو له امله په "ژویس دي فورا" او "اوبا" ښارونو کې رامنځته شوې ده.

دا دواړه ښارونه شاوخوا ۱۱۰ کيلومتره واټن لري. د بېړنیو پېښو ایالتي ادارې د دغو شمېرو په تایيد سره ويلي، چې د لادرکه شويو کسانو د موندلو لپاره پلټنې او د ژغورنې چارې لا هم روانې دي.

د برازیل ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سیلوا په اېکس کې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې او ليکلي يې دي: «زموږ ټينګار پر دې دی چې بېړنۍ بشري مرستې ورسېږي، بنسټيز خدمتونه بېرته ورغول شي، له بې‌ځايه شويو سره مرسته وشي او د بيا رغونې چارې پيل شي».

د ژویس دي فورا ښاروالۍ ويلي، چې د سېلابونو او د ځمکې ښویېدو له امله نږدې ۴۴۰ کسان په دې ښار کې بې‌ځايه شوي دي او د ښار ښوونځي تر بلې خبرتيا پورې تړل شوي دي. همدارنګه، د پېښو د څېړنې او د لادرکه کسانو د موندلو لپاره ځانګړي تخنيکي ټيمونه ګومارل شوي دي. د ژغورنې ایالتي ادارې د څرګندونو له‌مخې، په دواړو زيانمنو ښارونو کې ۱۳۴ ژغورونکي ځای پر ځای شوي دي.

ګېبريل ويتور هغه ۲۴ کلن ژغورونکی دی چې ژویس دي فورا ته لېږل شوی او هغه حالت «بحراني» بولي او وایي: «شرايط ډېر ستونزمن دي او ګڼ کسان لادرکه دي، خو د يو بل په مرسته به بالاخره ټول پيدا کړو».

د برازیل حکومت په يوې رسمي اعلاميې کې په ژویس دي فورا ښار کې د «عامه ناورين» حالت اعلان کړی دی. دغه پرېکړه د دې لامل کېږي، چې بېړنۍ او بشري مرستې په چټکۍ سره سيمې ته ورسېږي.

د برازیل د هواپېژندنې ملي ادارې د اعلان له‌مخې، د سختو بارانونو خبرداری د دغه هېواد د ۱۴ ايالتونو ځينو برخو ته چې په‌کې ټوله میناس ګرایس او ریو دو ژانیرو هم شامل دي، ورکړل شوی دی.

په برازیل کې اوړی چې له ډسمبر څخه تر مارچ پورې وي، د بارانونو د موسم تر ټولو لوړه دوره بلل کېږي. په دې موده کې عموماً سخت اورښتونه، تندرونه، سېلابونه او د خټو ښویېدنې پېښېږي. د ژویس دي فورا ښاروالۍ ويلي، چې د روان کال فبروري د دې ښار په تاريخ کې تر ټولو ډېره باراني میاشت وه او د اورښت کچه تر اوسه د همدې مياشتې له عادي منځنۍ کچې څخه دوه برابره زياته ثبت شوې ده.

د ژویس دي فورا ښارواله مارګارېدا سالوماو هم په ټولنيزو رسنيو کې حالت «بحراني» بللی دی. د ښار يوه ۴۵ کلن اوسېدونکي په خواشينۍ سره ويلي: «اوسنی حالت ډېر ويروونکی دی؛ ټکي نه شي کولای زموږ د خپګان اندازه بيان کړي. يوازې له خدایه غواړو چې ژوندي پاتې شوي کسان وموندل شي او کومه معجزه وشي».