• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو او ډزو له امله ۶ تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۱۳:۲۳ GMT

د پاکستان د بلوچستان ایالت په سویل لوېدیزه کېچ ولسوالۍ کې پر یوه کور د ډزو او هاوان برید له امله شپږ کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، په وژل شویو کسانو کې بریدګر هم شامل دی.

پاکستاني رسنیو د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې په پیل کې پولیسو ویلي و چې د یوې کورنۍ شپږ غړي، چې درې ماشومان هم پکې شامل وو، هغه مهال ووژل شول چې وسله والو ډزې وکړې او د هاوان مرمۍ یې وتوغوله، خو وروسته بیا د بولېده مرستیال امنیه قوماندان طلال ګچکي وویل چې په پېښه کې له شپږو وژل شویو کسانو څخه یو هم بریدګر و.

د ګچکي په وینا پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ډزو یو نیم ساعت دوام وکړ. د ډزو د تبادلې پر مهال یوه هاوان مرمۍ پر یوې کوډلې ولګېده. هغه زیاته کړه چې د همدې له امله ټول کور وسوځېد.

د برید له امله له دولسو څخه زیات څاروي هم له منځه تللي دي.

ترویج لرونکی

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ
۱

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۲

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۵

د طالبانو مالیې وزارت په کلنۍ بودجه کې د ۶۰ میلیارده افغانیو د زیاتېدو اټکل کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د طالبانو د غچ اخېستونکو بریدونو له امله امنیتي پلټنې او تدابیر سخت کړي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۱۲:۱۷ GMT

رویټرز د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې دغه هېواد پر افغانستان له هوايي بریدونو وروسته امنیتي تدابیر سخت کړي او لسګونه مشکوک کسان یې نیولي ، ځکه ددوی په باور، د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو د زیاتېدو وېره ده.

په کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري ویلي، امنیتي ځواکونه یې د هر ډول احتمالي برید د مخنیوي لپاره په لوړه کچه چمتو دي.

پاکستان ویلي چې د تېرې اونۍ په پای کې یې په افغانستان کې هغه هدفونه بمبار کړي چې د وروستیو ځانمرګو بریدونو مسوول ګڼل کېږي.

بل پلو یوناما د دغو بریدونو په تړاو په خپل رپوټ کې وویل چې د پاکستان په هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

اسلام‌اباد کابل تورنوي چې وسله‌والو ته یې په خپله خاوره کې خوندي پټنځایونه ورکړي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د سې ‌شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ځواکونو د پولې په اوږدو کې ډزې تبادله کړې او هر لوري بل لوری د نښتې د پیل کولو په تور تورن کړی.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې څو وسله‌وال بریدونه شوي دي. د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د پولیسو پر موټر برید کې پنځه پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او په یوه امنیتي پوسته ځانمرګي برید دوه پولیس وژلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، وروستیو پېښو دا اندېښنه پیاوړې کړې چې بریدګر له افغانستان سره اړیکې لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د لټون او استخباراتي عملیاتو کچه لوړه شوې او لسګونه مشکوک کسان، د هغوی همکاران او اسانتیا برابروونکي نیول شوي دي.

استخباراتي سرچینو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د وسله والو بریدونو د زیاتېدو امکان شته. د خبرتیاوو له مخې، ښاري مرکزونه، بازارونه، امنیتي ځواکونه او عبادت ځایونه احتمالي هدفونه کېدای شي.

یو استخباراتي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د هېواد په کچه د پلټنو عملیات نږدې دوه برابره شوي دي. بل چارواکي زیاته کړې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان لا له وړاندې د بریدونو شاهدان دي او وېره شته چې د پنجاب او سند ایالتونه هم په نښه شي.

د څار نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پاکستان کې د بریدونو شمېر هر کال زیات شوی دی. شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بریدونو شمېر ۲۴۲۵ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۶۵۸ و. همداراز، د تحریک طالبان پاکستان اړوند بریدونه هم په همدې موده کې په چټکۍ زیات شوي دي.

د اسلام‌اباد سترې محکمې د عمران خان د اېکس‌پاڼې تړلو قضیې پرېکړه مئ میاشتې ته وځنډوله

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۳:۵۸ GMT

د اسلام‌اباد سترې محکمې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د اېکس‌پاڼې د تړلو په اړه قضیه کې له ټولو خواوو وروستي استدلالونه وغوښتل او اورېدنه یې د مئ میاشتې لومړۍ اوونۍ ته وځنډوله.

د سې‌شنبې په ورځ د اسلام‌اباد ستره محکمه کې قاضي ارباب محمد طاهر د هغې عریضې اورېدنه وکړه، چې په‌کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر د اېکس حساب د تړلو غوښتنه شوې ده.

د عمران خان وکیل ټینګار وکړ، نه خپله موکل او نه ګوند د یادې قضیې په اړه کوم معلومات ترلاسه کړي. هغه له محکمې وخت وغوښت، چې لومړی له خپل موکل سره په زندان کې وګوري او وروسته رسمي ځواب وړاندې کړي.

محکمې له لنډو بحثونو وروسته اورېدنه د مئ میاشتې لومړۍ اوونۍ ته وځنډوله او له ټولو لورو یې وروستي استدلالونه وغوښتل.

د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ ایران له دواړو خواوو د زغم او خبرو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۲:۴۸ GMT

په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري‌مقدم پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي، چې له زغم کار واخلي او د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.

رضا امیري‌مقدم د سې‌شنبې په ورځ د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د وینا پرمهال ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ ختیځو سیمو ته نږدې د تاوتریخوالي زیاتوالی خطرناکې پایلې لرلای شي او د نښتو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه‌دی.

هغه ټینګار وکړ: «جګړه د هېڅ ستونزې حل‌لار نه‌ده. د سیمې په ناامنۍ او تاوتریخوالي کې د هېڅ هېواد ګټه نه‌شته. تهران تل خبرې او سوله‌ییزې لارې د اختلافاتو یوازینۍ حل‌لار ګڼلې ده».

هغه زیاته کړې، چې د ایران او پاکستان ګډ دښمنان هڅه کوي په سیمه کې د بېلتون‌پالنې او ناامنۍ پروژې پیاوړې کړي او له هر ډول امنیتي تشې او د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ له ترینګلتیا څخه د خپلو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم اعلان کړی و چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د همکارۍ چمتووالی لري. د راپورونو له مخې؛ د تېرې شنبې په ورځ (د کب ۲مه) پاکستاني ځواکونو پر ننګرهار، خوست او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي.

اسلام‌اباد ادعا کړې، چې په دغه بریدونو کې تر ۷۰ زیات وسله‌وال وژل شوي؛ خو طالب چارواکو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې په دغه بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا له تېرې تلې میاشتې راهیسې زیاتې شوې، چې له امله یې سیاسي او سوداګریزې اړیکې هم اغېزمنې شوې دي.

د خېبرپښتونخوا والي: که له افغان خاورې بریدونه دوام وکړي، موږ به هم اقدام وکړو

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۲۰:۰۰ GMT

د خېبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي خبرداری ورکړی، که له افغان خاورې پر دوی ترهګریز بریدونه دوام وکړي، پاکستان به د افغانستان په خاوره کې پوځي اقدامات وکړي. هغه ویلي، که طالبان د وسله‌والو ډلو پر وړاندې عملي ګام پورته نه‌کړي، پاکستان به د خپلې خاورې له دفاع پرته بله لار ونه‌لري.

کنډي په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل، پاکستان څو ځله له افغان طالبانو غوښتي چې اجازه ورنه‌کړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي. د هغه په وینا، د تحریک طالبان پاکستان او القاعده په څېر ډلې لا هم د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته فعالیت کوي او د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان په نړۍوالو غونډو او ډګرونو کې داسې شواهد وړاندې کړي چې ښيي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخیستل کېږي، خو د ده په خبره، افغان لوري تر اوسه اغېزمن او پرېکنده ګام نه دی پورته کړی.

کنډي د باجور او بنو وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، پاکستان له دغو پېښو وروسته د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله‌والو پر پټنځایونو عملیات ترسره کړل. هغه دا عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، که سرحدي بریدونه دوام وکړي ورته ګامونه به بیا هم پورته شي.

د خېبرپښتونخوا والي وویل، پاکستان له څه باندې شلو کلونو راهیسې له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دی. هغه زیاته کړه، چې تحریک طالبان پاکستان په خېبرپښتونخوا کې ستر ګواښ دی او بلوڅ وسله‌وال په بلوچستان کې د ناامنۍ اصلي لامل ګڼل کېږي.

کنډي د خپلو خبرو په بله برخه کې پر هغې تګلارې نیوکه وکړه چې د هغه په وینا، ځینو ترهګرو ته یې د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړې او د ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۳م کلونو پورې په سوات او پخوانیو قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لاسته راوړنې یې کمزورې کړې دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، له افغانستان څخه د نړۍوالو ځواکونو تر وتلو وروسته ځینې وسلهءوالې ډلې بېرته منظمې شوې دي. نوموړي په پای کې ټینګار وکړ، چې په ورګډو شویو سیمو کې د بنسټیزو پروژو پراختیا، د زده‌کړو پیاوړتیا او د امنیتي ځواکونو روزنه او پیاوړتیا د اوږدمهاله ثبات لپاره اړینه ده.

افغانستان ته د پاکستان صادرات نږدې ۶۰ سلنه راکم شوي دي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۸:۳۹ GMT

د پاکستان د دولتي بانک تازه شمېرې ښيي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګري په تېرو ۷ میاشتو کې ۵۹.۰۷ سلنه کمه شوې او ۲۲۸ میلیونه او ۹۶ زره ډالرو ته راټیټه شوې ده. دا کچه د تېر کال په ورته موده کې ۵۵۹ میلیونه او ۵۲ زره ډالره وه.

د راپور له‌مخې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم د ۲۰۲۵ کال د جولای له مياشتې څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې ۵۸.۱۸ سلنه راکم شوي او ۶ ميليونه او ۳۶ زره ډالرو ته ټيټ شوي دي، حال دا چې دا شمېر تېر کال په همدې موده کې ۱۵ ميليونه او ۲۱ زره ډالره و.

له افغانستان سره د سوداګرۍ کمښت د پاکستان د سيمه‌ييزو صادراتو د راټيټېدو له سترو لاملونو څخه بلل شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په يوولسمه نېټه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ له نښتو وروسته، پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه خپلې اته سوداګریزې دروازې وتړلې. د امنيتي کړکېچونو له امله د لارو تړل کېدو د توکو لېږد او سوداګريز تګ‌راتګ بهير سخت محدود کړی دی.

د راپورونو له‌مخې، پاکستاني صادروونکي او افغان سوداګر د لارو د تړل کېدو له امله هره مياشت ميليونونه ډالره زيان ويني. دغه حالت نه يوازې پر دوه‌اړخيزې سوداګرۍ، بلکې د اکمالاتي ځنځير او پر ډیورنډ کرښه د پرتو سيمو پر اقتصادي فعاليتونو هم منفي اغېز کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څو ځله ويلي، تر هغې به لارې تړلې وي چې طالبان د وسله‌والو ډلو د بريدونو د مخنيوي لپاره باوري او ليکلي تضمينونه ورنه‌کړي او د تحريک طالبان پاکستان پر ضد عملي ګامونه پورته نه کړي.

د دې حالت دوام د اقتصادي زيانونو د زياتېدو او د دواړو هېوادونو د سرحدي سيمو پر سوداګرو او اوسېدونکو د فشار د لا ډېرېدو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.