طالبانو په بغلان کې یو کس د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلی

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بغلان ولایت کې یې یو کس د «نامشروع اړیکو» په تور په ۳۵ دُرو وهلی. د یادې محکمې په وینا؛ دغه کس ته د عامو خلکو په حضور کې سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو سترې محکمې د دغه کس د هویت په اړه څه نهدي ویلي.
