• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس عراقچي: هر ډول مقابله به په چټکۍ سره په سیمه کې په یوې ویجاړونکې جګړې بدله شي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له «انډیا ټوډې» سره په مرکه کې وویل، چې اسلامي جمهوریت هم جګړې او هم سولې ته چمتو دی او خبرداری یې ورکړ، چې هر ډول مقابله په سیمه کې په یوې «ویجاړونکې» جګړې بدلېدلی شي.

هغه یوه عادلانه هوکړه د لاسرسي وړ وبلله، خو د هوکړې لپاره یې د امریکا پر رښتینې ارادې شک څرګند کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس مشر رافایل ګروسي بیا مخکې اعلان وکړ، چې د ایران او امریکا ترمنځ له اوسني کړکېچ څخه د وتلو لاره یوې هوکړې ته رسېدل دي او که مذاکرات ناکام شي، ممکن د زور کارولو انتخاب مطرح شي.
ګروسي له کولمبیايي رسنۍ «ار‌ټي‌وي‌سي» سره په مرکه کې وویل، د تهران د اټومي پروګرام په اړه اوسنی ابهام له یوې «حساسې مسلې» څخه سرچینه اخلي او هغه دا چې اژانس نه دی توانېدلی چې له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د ایران له اټومي تاسیساتو څخه خپلې پلټنې بېرته پیل کړي.
هغه زیاته کړه: «کېدای شي د بډایه شویو یورانیمو زېرمې په پای کې د اټومي وسلو په جوړولو کې وکارول شي. دا په دې معنا نه ده چې اوس مهال اټومي وسله شتون لري، خو هغه توکي شته او موږ نه یو توانېدلي چې بیا ځلي یې وڅېړو».
ګروسي خبرداری ورکړ، چې د اژانس له پلټنو څخه د اسلامي جمهوریت مخنیوی «د بې‌باورۍ او ناڅرګندتیا لامل کېږي او دا ناڅرګندتیا کولای شي خورا جدي پرېکړو ته لاره هواره کړي».
د یادې رسنۍ د راپور له‌مخې، ګروسي پلان لري چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په درېیم پړاو کې د ګډون لپاره جنیوا ته لاړ شي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي