عراقچي: په لاریونونو کې ۳۲ زره نه، بلکې ۳۱۱۷ کسان وژل شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له «انډیا ټوډې» سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران په وروستیو لاریونونو کې ۳۱۱۷ کسان وژل شوي دي. هغه د ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې و، په دغو لاریونونو کې ۳۲ زره کسان وژل شوي او دا شمېرې یې ناسمې وبللې.
نوموړي له «انډیا ټوډې» سره په تازه مرکه کې پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او وايي، چې تهران به هېڅکله د اټومي ټېکنالوژۍ له «سولهییزې» کارونې لاس وانهخلي.
عراقچي ویلي، چې د تهران توغندیز پروګرام د برید لپاره نه، بلکې د بهرنیو ګواښونو د مخنیوي او دفاع په موخه دی.
