• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو جزایي اصول‌نامه؛ ګڼ بنسټونه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته اعتراض وړاندې کوي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۹:۴۳ GMT

د بشري حقونو تر سلو زیاتو کورنيو او نړۍوالو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱مې کلنۍ غونډه کې وړاندې شي، د طالبانو د «محاکمو جزایي اصول‌نامې» د عملي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټونو ویلي، چې یاده جزایي اصول‌نامه په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ لا پسې ژوروي. په اعلامیه کې راغلي، چې دغه سند له عامه سلامشورې او قانوني بهیر پرته تصویب شوی او له قانوني او اخلاقي پلوه مشروعیت نه‌لري.
دغه اعلامیه چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ۶۱مې کلنۍ غونډې ته وړاندې شي د ۸۶ کورنیو او ۱۳ نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو له لوري لاسلیک شوې ده. د مدني ټولنې بنسټونو ټینګار کړی، چې طالبانو په ۲۰۲۱کال کې واک ته له رسېدو وروسته د پخوانیو قوانینو او جوړښتونو په لغوه کولو سره په افغانستان کې بشري حقونه په پراخه کچه کمزوري کړي دي.
د دوی په وینا؛ ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه ګوښه شوې او د زده‌کړو، کار او مدني ازادیو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. همداراز د بشري حقونو فعالان، خبریالان، هنرمندان او قومي او مذهبي لږکۍ له ګواښونو، خپل‌سرو نیونو او شکنجې سره مخامخ شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو د محاکمو جزایي اصول‌نامې د دغه ډلې محکمې د ځپنې او ایډیولوژیکو لیدلورو د پلي کولو وسیلې ګرځولې او قضایي خپلواکي یې له‌منځه وړې ده. د بشري حقونو او مدني ټولنې بنسټونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغه قانون له مشروعیت ورکولو ډډه وکړي او د افغانستان د خلکو د بنسټیزو حقونو د خوندي کولو لپاره ډیپلوماټیک او حقوقي فشارونه زیات کړي.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د ځپنې او د بشري حقونو د سرغړونو دوام کولای شي د هېواد ټولنیز، کلتوري او اقتصادي وضعیت لا کړکېچن کړي او پر عدلي بنسټونو د خلکو باور سخت کمزوری کړي.
همداراز ټینګار شوی، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د حساب‌ورکونې، د بشري حقونو د درناوي او د قربانیانو د ملاتړ پر بنسټ وي؛ که نه د بې‌مسوولیتۍ دوام او د نړۍوالو قوانینو کمزوري کېدو ګواښ شته.
دغه بنسټونه د ملګرو ملتونو له بشري حقونو شورا، غړو او څارونکو هېوادونو او نورو اړوندو مېکانېزمونو غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده تازه د محاکمو جزایي اصول‌نامه چې لس بابه او ۱۱۹ مادې لري توشیح کړې ده. دغه سند له لاسلیک وروسته د پلي کېدو لپاره ولایتي قضایي ادارو ته استول شوی دی.
د خپور شوي متن له مخې؛ دغه اصول‌نامې محکمو ته پراخ صلاحیتونه ورکړي او په ځینو مادو کې د سختو سزاګانو وړاندوینه شوې ده. د سند په یوه برخه کې راغلي: «هر مسلمان کولای شي، چې د ګناه د ترسره کېدو په لیدلو سره د مخنیوي لپاره اقدام وکړي»؛ هغه ماده چې د نیوکه کوونکو په وینا د خپل‌سري چلند او ناوړه استفادې زمینه برابروي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ سبا پنجشنبه په جېنوا کې د بشري حقونو شورا په ۶۱مه غونډه کې د ښځو او نجونو د وضعیت او په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل راپور هم وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ
۱

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۲

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۵

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په جوزجان کې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۷:۱۴ GMT

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د شمال زون د غصب شویو ځمکو د قضیو ځانګړې محکمې په جوزجان ولایت کې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ یاده ځمکه د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند د صوفي کلا په کلي کې موقعیت لري.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون تر دې وړاندې د دغه ځمکې اسناد او مدارک ارزولي او د قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه د شمال زون ځانګړې محکمې ته سپارلې وه.
د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، د دوی ځانګړې محکمې تر څېړنې وروسته پرېکړه وکړه چې یاده ۲۵ جریبه ځمکه دولتي ده. له بل پلوه د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې یادې ډلې په تېر ۲۰۲۵کال کې په ټول افغانستان کې (۲۴۶۱۲۵۲) جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت کړې ده.

خو حقوق‌پوهان وايي، چې طالبانو له خپلې دویمې واکمنۍ سره د تېر جمهوري نظام ټول قوانین او فرمانونه لغوه کړي او ښایي چې په دغه راګرځول شويو ځمکو کې قانوني ځمکې هم غصب بلل شوې وي او راګرځول شوې وي.

ځينې خلک بیا وايي، طالبان له یوې خوا ادعا کوي چې دولتي ځمکې یې له غاصبینو راګرځولې دي؛ خو له بلې خوا بیا دولتي ځمکې د عامو بې‌وزلو خلکو پر ځای خپلو پلویانو ته ورکوي.

د طالبانو پلاوي په ترکمنستان کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز پر معیاري صادراتو خبرې کړې

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۶:۵۹ GMT

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې رییس فیض‌الله تمیم د یوه پلاوي په ملتیا د ترکمنستان د کیمیاوي صنایعو، تېلو او ګازو وزارتونو له مسوولینو سره په ناسته کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز صادراتو پر معیاري کولو ټینګار کړی.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه لیدونو کې د دواړه خواوو ترمنځ د معیاري کولو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د ټاکل شویو معیارونو له مخې افغانستان ته د نفتي توکو او اوبلن ګاز د صادراتو په څرنګوالي خبرې کړې.

د دواړه خواوو چارواکو دغه لیدنې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د وارېدونکو نفتي توکو د کیفیت د تضمین په لور مهم ګام یاد کړی.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې رییس فیض‌الله تمیم تېره ورځ هم د ترکمنستان د معیار او نورم له دولتي ادارې سره په عشق اباد ښار کې کتلي دي. په دغه کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د معیارونو، کیفیت لوړولو او دواړو خواوو د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی و.

طالبان: کندهار کې هره ورځ ۵۵۰ ټنه د چرګانو دانه تولیدېږي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۴:۰۹ GMT

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ په ۹ فابریکو کې ۵۵۰ ټنه د چرګانون دانه تولیدېږي. نوموړي‌ ویلي، چې کندهار په دې برخه کې پر ځان بسیا دی.

د هغه په وینا؛ په کندهار کې د چرګانو خوراکي تولیدي کارخونو په کور دننه اړتیاوې پوره کړې او نورو ولایتونو ته یې هم استوي. نوموړي‌ زیاته کړې: «په کندهار کې اوس د ۹ فابریکو څخه هره ورځ ۵۵۰ ټنه د چرګانو دانه تولیدېږي. په دې برخه کې پر ځان بسیا یو او دغه تولید په ژمي کې زیاتېږي او دوبي کې کمېږي؛ ځکه دوبي کې د چرګانو پالنه کمه وي او غوښه هم لږ استعمالېږي».

په ورته وخت کې د یادو فابریکو مسوولین له طالبانو د برېښنا، په صنعتي ساحه کې د ځمکو د ورکړې، په کور دننه د خامو موادو او نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنه کوي. د چرګانو د غوښو او هګیو د تولید شرکتونه وايي، د طالبانو پاملرنه د چرګانو او هګیو د بیو پر ټېټېدو مسقتیم اغېز کوي.

تېره میاشت ​​په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په عصري ټېکنالوژۍ او نړۍوالو معیارونو جوړ شوی د چرګانو یو فارم د ورځې ۳۵۰زره هګۍ او ۶۵ټنه غوښه تولیدوي.

عطامحمد نور: طالبان دې له ترور او وینې تویولو لاس واخلي، موږ دې جګړې ته نه اړ باسي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۳:۰۸ GMT

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په تهران کې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د غور ولایت پر استازي کرام‌الدین رضا زاده د برید په غبرګون کې طالبان د تاوتریخوالي پر دوام تورن کړل او خبرداری یې ورکړ، چې «موږ دې جګړې ته نه اړ باسي».

هغه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، نن د تهران د کرج په سیمه کې کرام‌الدین رضازاده چې د ملي شورا پخوانی استازی او د غور ولایت د والي پخوانی مرستیال و؛ د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په نښه او ټپي شوی دی.

هغه ویلي، د شته معلوماتو له مخې د رضازاده روغتیايي وضعیت «هیله‌بښونکی» ښودل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی. نوموړي د هغه لپاره د بېړنۍ او بشپړې روغتیا غوښتنه کړې.

عطا محمد نور طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «له تاوتریخوالي، ترور او وینې تویولو لاس واخلئ. د بې‌ګناه انسانانو وینه تویول نه د قدرت نښه ده او نه د مشروعیت».

نوموړي زیاته کړې، دوی تر اوسه د پخوانیو تراژیدیو د تکرار د مخنیوي لپاره د زغم او صبر لاره خپله کړې او «ځان ته مو د جګړې اجازه نه‌ده ورکړې». هغه ټینګار کړی، دغه خبرې له داسې ادرس څخه کېږي چې «د جګړو د ډګرونو څو لسیزې تجربه لري».

د بلخ پخواني والي ادعا کړې، چې په تېرو لسیزو کې حتی په سختو شرایطو کې هم د طالبانو له اسیرانو سره ښه چلند شوی او ګڼ شمېر کسان بېرته خوشې شوي دي. هغه ویلي، د جمهوري نظام په لومړیو ورځو کې یې د غچ اخیستنې مخه نیولې او ان د یوه طالب قوماندان ژوند یې ژغورلی دی.

عطا محمد نور خبرداری ورکړی، چې د بې‌دفاع کسانو وژنه که په هېواد دننه وي او که بهر، «د اقتدار نښه نه؛ بلکې د بې‌ثباتۍ او وېرې څرګندونه ده». هغه په پای کې له طالبانو غوښتي، چې د تاوتریخوالي له لارې واوړي او افغانستان نور د تقابل او ناورین پر لور نه بیایي. هغه ټینګار کړی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر «عقلانیت، زغم او د وینې تویولو پای ته رسولو» ته اړتیا لري.

افغانستان کې د وزګارۍ اوج؛ طالبان وايي له ۱۶۶زره زیات کډوال یې د کارموندنې لپاره ثبت کړي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۲:۴۹ GMT

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د راستنېدونکو کډوالو د کارموندنې لپاره د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې تر دې دمه ۱۶۶زره مسلکي او نامسلکي کسان ثبت کړي او نوملړ یې له بېلابېلو ادارو سره شریک شوی.

خو له بل پلوه ډېری کسان د کمزوري اقتصاد، د کار د نشتوالي او په ادارو کې کار اهل کار ته د نه سپارولو له امله شکایتونه کوي. که څه هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې وزګاري خپل اوج ته رسېدلې او ډېری مسلکي کسان ناوړه اقتصادي وضعیت او د کار له نشتوالي سره مخ دي؛ خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې دوی د کډوالو د کار موندنې لپاره د سلګونه کسانو نوملړ چمتو کړی.

تر اوسه لاروښانه نه‌ده، چې یادو کسانو ته به څه مهال کاري فرصتونه برابر شي. فطرت وايي، له همدې نوملړ څخه یې ۶زره او ۱۴۱ تازه ستانه شوي کډوال په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو کې شامل کړي او شاوخوا ۲زره نور یې د مستقیمې ګومارنې لپاره خپلو ادارو ته ور پېژندلي دي.

د فطرت په خبره؛ ۷۷۲ کسان یې د خصوصي سکټور په همکارۍ په صنعتي پارکونو کې په کار ګومارلي دي. په کندهار او ننګرهار کې بیا تازه ستانه شوي کډوال د کار له نشتوالي شکایت کوي او په وار، وار یې له طالبانو غوښتي، چې د کورني اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ورته کاري فرصتونه برابر کړي.

سردار محمد ۸ میاشتې مخکې له خپلې نهه کسیزې کورنۍ سره له پاکستان نه د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستون شوی او دا مهال د کاري فرصتونو د نشتوالي یادونه کوي. نوموړي‌ له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «په لومړۍ ورځ چې افغانسان ته راغلم یوې موسسې یوازې تر کوره د رسېدو لپاره لږه اندازه نغدي مرسته وکړه، د مرستو لپاره مو نومونه ثبت شوه؛ خو اوس نه مرسته شوې او بیا چا پوښتنه هم نه‌ده کړې».

هغه زیاتوي، چې د ژمي په سړې هوا کې له خپلو ماشومانو سره له کړاوه ډکې شپې سبا کوي او یوازې د نږدې دوستانو لاسنيوي د سوال کولو څخه ګرځولی. خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده: «هڅې روانې دي، چې ټولو په شرایطو برابرو کسانو ته مناسب کاري فرصتونه برابر شي».

پر طالبانو نیوکه ده، چې د اړیکو او «جهاد» په نوم یې په ادارو کې خپل کسان په دندو ګومارلي او ډېری پخواني مسلکي کسان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.