د اسراییل کان شبکه: ایران چمتو دی چې د یورانیمو د غني کولو کچه ۳.۶ سلنې ته راټیټه کړي

د اسراییل «کان» شبکې د یوه عرب ډیپلومات له قوله افشا کړې، چې ایران امریکا ته په خپلو وړاندیزونو کې اعلان کړی، چې چمتو دی څو د یورانیمو د غني کولو کچه نږدې ۳.۶ سلنې ته راټیټه کړي او دا هغه کچه ده، چې په اټومي هوکړې (برجام) کې پرې هوکړه شوې وه.
دغه ډیپلومات د هغه مسودې له مهمو بندونو خبر شوی چې ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې د ایراني لوري له خوا وړاندې شي. هغه وویل، چې امریکا په تېر پړاو کې د «صفر غني کولو» پر اصل ټینګار نه و کړی.
په دغه مسوده کې د یورانیمو د غني کولو د اووه کلن ځنډ وړاندیز شوی، خو د امریکا دولت غواړي چې په وروستۍ هوکړه کې ۱۰ کلنه ژمنه شامله شي.
د «کان» شبکې په لیکنه کې زیاته شوې، یو له جدي اختلافونو څخه هغه یورانیم دي چې اوسمهال له اسلامي جمهوري دولت سره دي او کچه یې څو سوه کیلوګرامه اټکل شوې ده. دغه ډیپلومات وویل، چې تهران له خپلې خاورې بهر د دغو موادو له انتقال سره مخالفت کوي او یوازې د هغو د غني کولو د کچې راټیټولو ته حاضر دی، په داسې حال کې چې واشنګټن له هېواده بهر د دغو زېرمو پر لېږدولو ټینګار کوي.
