• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل د پارلمان غړی: طالبان باید له نړۍوال مشروعیت څخه بې‌برخې شي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د اسراییل د پارلمان غړي امیت هلاوي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان باید له نړۍوال مشروعیت څخه بې‌برخې شي او د دغې ډلې د مخالفانو ملاتړ دې وشي.

نوموړي پر هند هم غږ وکړ، چې د طالبانو له ملاتړ څخه دې لاس واخلي، ګني په نېږدې وخت کې به دوی هم په نښه شي.
مخکې له دې چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په اسراییل کې پارلمان ته وینا وکړي، د افغانستان انټرنشنل خبریال رحمان بونیري د لیکود ګوند او د کنسیت (پارلمان) له غړي امیت هالېوي سره مرکه وکړه.
نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ښایي پاکستان غزې ته خپل ځواکونه ولېږي او د ولسمشر ټرمپ د سولې بورډ غړی هېواد به شي نو ایا په منځني ختیځ کې د پاکستان د تګلارې په تړاو خوشبیني لري، وویل: «زموږ تګلاره ډېره روښانه ده؛ موږ د چا له جامو، نېکټايي او خندا څخه نه اغېزمن کېږو، بلکې موږ دا ګورو چې نظریات یې څه دي؟ که چېرې پاکستان خپل بنسټیز اصول بدلوي، نو موږ کولی شو د هغې په اړه بیا فکر وکړو».
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان په په اړه وویل، چې دغه هېواد غزې ته د ځواکونو د لېږلو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی. روبیو همداراز ویلي و، پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې غواړي د غزې لپاره د سوله ساتو په نوم د ځواکونو په ماموریت کې په خپله خوښه برخه واخلي.
خو وروسته بیا راپورونه خپاره شول، چې پاکستان غزې ته ځواکونه نه‌لېږي.
د رویټرز د راپور له‌مخې، پاکستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه‌دی چې په غزه کې د «نړۍوال ثبات ځواک» لپاره سرتېري لېږي. په غزه کې د نړۍوال ثبات ځواک قوماندان جاسپر جیفرز وویل، چې یوازې اندونیزیا، مراکش، قزاقستان، کوزوو او البانیا د سرتېرو لېږلو ژمنه کړې ده.
د اسراییل د پارلمان غړي امیت هلاوي په دې مرکه کې ویلي: «موږ په واشنګټن او نورو هېوادونو کې نفوذ لرو او دا نفوذ باید د دې لپاره وکارول شي چې طالبان له نړۍوال مشروعیت څخه بې‌برخې شي، په ملګرو ملتونو کې ترې د رایې حق ورنه‌کړل شي او د مخالفو ځواکونو د راپورته کېدو ملاتړ وشي».
هغه زیاته کړه: «لومړی باید طالبان له مشروعیت څخه مطلق بې‌برخې شي، بیا د مخالفو ځواکونو هڅول اړین دي، لکه څنګه چې په ایران کې د مخالفو هڅو ملاتړ کېږي، تر څو خلک د خپلو حقونو، ژوند او راتلونکي لپاره ودرېږي».
هلاوي څرګنده کړه، چې د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره باید ټول عملي ګامونه ان پوځي اقدامات هم ترسره شي، ترڅو په دغو سیمو کې بنسټیز بدلون راشي.
په مرکه کې له نوموړي وپوښتل شول، چې د طالبانو په اړه باید د هند سیاست څه ډول وي؟ هغه وویل: «هند باید خپله تګلاره بیا وڅېړي، ځکه چې ډېر ژر یا وروسته به هند د نښه کېدو په حالت کې وي.»
نوموړی په داسې حال کې د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو په تړاو څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د هند وروستۍ ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې شوې دي. نوي ډیلي د سیمه‌ییزو تحولاتو، امنیتي اندېښنو، اقتصادي ګټو او ستراتېژیکو محاسباتو په نظر کې نیولو سره خپله تګلاره له سره ارزوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیاسي او اقتصادي حضور وساتي.
دغه پرمختګ نه یوازې د دواړو لوریو ترمنځ د عملي تعامل د پراختیا معنا لري، بلکې دا هم څرګندوي چې په سیمه کې بدلېدونکي ځواک‌توازن او نوې معادلې هېوادونه دې ته اړ کړي، څو د واقع‌بینانه سیاست پر بنسټ خپلې اړیکې تنظیم کړي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

۵

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

•
•
•

نور کیسې

په تېرو دوه نیمو کلونو کې له ۲ میلیونو ډېر افغانان له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۰
په تېرو دوه نیمو کلونو کې له ۲ میلیونو ډېر افغانان له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي
100%

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې له دغه هېواد څخه تر ۲ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې لا هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتلو او اېستلو لړۍ دوام لري

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وياند قیصر خان اپریدی ويلي، چې په ياده موده کې څه باندې دوه ميليونه او ۷۵ زره افغانان له بېلابېلو سرحدي لارو لکه د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې شمېر کې هغه کسان هم شامل دي، چې په خپله خوښه بېرته ستانه شوي او هم هغه وګړي چې تر قانوني بهير وروسته له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې د افغانانو د بېرته ستنېدو بهير د رضاکارانه پروګرامونو او دولتي ګامونو په چوکاټ کې پړاو په پړاو دوام لري. د خېبرپښتونخوا د کورنيو چارو ایالتي ادارې د څرګندونو له‌مخې، له لنډي کوتل ټرانزيتي کمپ څخه د افغانانو د لېږد بهير په چټکۍ سره روان دی. د نویو شمېرو له مخې، د افغان تابعیت کارت (ACC) ۱۳۰ لرونکي کسان چې ۲۹ کورنۍ دي، خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

همدارنګه، د (POR) کارټ ۷۸۴ لرونکي کسان چې ۱۷۴ کورنۍ کېږي، په وروستيو ورځو کې افغانستان ته ستانه شوي دي. سربېره پر دې، ۱۰۸ ناقانونه مېشت کسان چې ۲۱ کورنۍ په‌کې هم شاملې دي، خپل هېواد ته بېرته استول شوي دي.

قیصر خان اپریدی ويلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې شاوخوا ۲۰۴ زره افغان وګړي په جبري توګه له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ټينګار کړی، چې د ناقانونه بهرنيو وګړو پر ضد اقدامات به د قانون له مخې دوام ومومي او ورسره به د ثبت شويو افغان وګړو د بېرته ستنېدو لپاره اړينې اسانتياوې هم برابرې شي. د رسمي سرچينو په وينا، په ډیورنډ کرښه پرتو دروازو لکه تورخم کې امنيتي او اداري تدابیر پياوړي شوي، څو د بېرته ستنېدو بهير په منظم او خوندي ډول ترسره شي.

د مسوولانو په وينا، په راتلونکو ورځو کې به هم د افغان وګړو د بېرته ستنېدو لړۍ دوام ولري.

افغان هندوانو او سېکانو د خپلو غصب شویو ځمکو ستونزې له طالبانو سره شریکې کړې

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۰
افغان هندوانو او سېکانو د خپلو غصب شویو ځمکو ستونزې له طالبانو سره شریکې کړې
100%

د افغانستان د هندواڼو او سیکانو د شورا مشر او نورو غړو د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر له رییس سره د خپلو ځمکو او ملکیتونو د غصب. یوناني درملو او د شوربازار د درمسال اړوند ستونزې شریکې کړې دي.

د طالبانود ریاست‌الوزرا د خبرپاڼې له مخې، د ملا حسن اخوند د دفتر رییس ملا عبدالواسع ویلي چې افغان هندوان او سیکان د خپل هېواد د ودې او پرمختګ لپاره ژمن دي.

یادو استازو د ځمکو او ملکیتونو د غصب، د برېښنا د نشتوالي، د یوناني طبابت د جوازونو، او د کابل ښار د شوربازار د درمسال د وضعیت په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

د طالبانو دیاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالواسع هغوی ته ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو حل به د اړوندو ادارو او محاکمو په همکارۍ تعقیب کړي او د یوناني طبابت د جوازونو موضوع به د عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړي او «د امکان تر حده» به د حل لارې ورته ولټوي.

په افغانستان کې هندوان او سېکان له اتلسمې پېړۍ راهیسې ژوند کوي او په سوداګرۍ، یوناني طبابت او نورو برخو کې فعاله پاتې شوي، خو د کورنیو حګړو پرمهال ددې لږه کي ډېرې ځمکې غصب شوې او د طالبانو په راتګ سره ګڼ نور له هېواده وتلي دي.

طالبانو په ځینو ولایتونو کې د امیندوارۍ د مخنیوي اړوند توکو پېر او پلور بند کړی

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۰
 طالبانو په ځینو ولایتونو کې د امیندوارۍ د مخنیوي اړوند توکو پېر او پلور بند کړی
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ نوی راپور ښيي چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو او درملتونونو ته امر کړی چې د امیندوارۍ د مخنیوي اړوند توکي ونه وېشي او ویې نه پلوري.

د راپور له مخې، طالبانو په ځینو مواردو کې د دغو وسایلو زېرمې ضبط کړې دي، چې له امله یې بیې لوړې شوې او لاسرسی ورته کم شوی دی.

په دغه تازه راپور کې راغلي چې روغتیايي کارکوونکو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې د کورنۍ تنظیم په اړه معلومات یا خدمات وړاندې نه کړي.

راپور همدارنګه څرګندوي چې طالبانو په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې جنسیتي تفکیک عملي کړی دی. په ډېرو ولایتونو کې ښځې او نجونې اړې دي چې خدمات په جلا ځایونو کې ترلاسه کړي او ښځینه کارکوونکې هم له نارینه همکارانو جلا کړل شوې دي.

د راپور له مخې، که یوه ښځینه ناروغه د نارینه ډاکټر مشورې ته اړتیا ولري، باید له ځان سره محرم ولري او د طالبانو ټاکل شوی حجاب رعایت کړي. جنسیتي تفکیک د ښځینه متخصصانو کار هم له خنډ سره مخ کړی دی.

په راپور کې د ښځینه کارکوونکو کمي ته اشاره شوې او ویل شوي چې د ښځو لپاره د طبي زده کړو د بندیز له امله، روغتیايي سیستم ته د نویو ښځینه کارکوونکو داخلېدل درېدلي دي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونو روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی دی.

ریچارډ بېنیټ لیکلي چې دا شرط په خپلواکه او محرم ډول روغتیايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي وړتیا سخته کمزورې کوي. راپور زیاتوي چې نارینه محرم باید ښځینه کارکوونکې تر کاري ځایه بدرګه کړي او په ځینو مواردو کې باید ورسره نږدې پاتې شي.

راپور همدارنګه د ښځو او نجونو د حیض د حفظ‌الصحې ستونزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د حفظ‌الصحې د کڅوړو د وېش د پروګرامونو کمېدو د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو ښځو او نجونو وضعیت لا ستونزمن کړی دی.

دولتي مامورین وایي په روژه کې بیې لوړې شوې او معاشونه نه دي ورکړل شوي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۰
دولتي مامورین وایي په روژه کې بیې لوړې شوې او معاشونه نه دي ورکړل شوي
100%

د دولتي ادارو یو شمېر مامورینو په یوه لیک کې افغانستان انټرنشنل ته لیکلي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، خو طالبانو لا د سلواغې میاشتې معاش نه دی ورکړی. هغوی ویلي چې د معاشونو پرله‌پسې ځنډېدو د دولت مامورین له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د دولتي ادارو یو شمېر مامورینو د چارشنبې په ورځ، د کب په شپږمه، افغانستان انټرنشنل ته په یو لیک کې ویلي چې تر اوسه یې د سلواغې میاشتې معاش نه دی ترلاسه کړی. هغوی ټینګار کړی چې په تېرو میاشتو کې یې هم معاشونه په ځنډ ترلاسه کړي او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دغو مامورینو په لیک کې راغلي: «په داسې سختو اقتصادي شرایطو کې او په داسې حال کې چې د روژې میاشت را رسېدلې ده، ډېری دولتي کارکوونکي ان د ژوند لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.» د هغوی په وینا، د ډېری دولتي مامورینو معاش د ۸ زره او ۱۵ زره افغانیو ترمنځ دی چې ډېر وخت د یوې کورنۍ د میاشتنیو لګښتونولپاره بسنه نه کوي.

دغه مامورین وایي چې په دولتي ادارو کې په طالبانو پورې تړلو کسانو د معاش اوسط شاوخوا ۷۰ زره افغانۍ دی. هغوی د طالبانو د غړو او عادي مامورینو ترمنځ «لوی توپیر» توپیري چلند بللی او د معاشونو ځنډ یې بې‌عدالتي ګڼلې ده.

دولتې کارکوونکو څرګنده کړې چې د مامورینو معاش ورکول نه احسان دی او نه امتیاز، بلکې د هغوی قانوني او مسلم حق دی. هغوی له طالبانو غوښتي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو په برخه کې بېړنی، روڼ او عادلانه اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت یو شمېر کارکوونکو د سلواغې پر ۱۲مه هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې طالبان منظم معاشونه نه شي ورکولای.

په ایران کې د افغان کډوالو پر موټر د پولیسو د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۰
په ایران کې د افغان کډوالو پر موټر د پولیسو د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي
100%

حال‌وش خبري اژانس خبر ورکړی چې د افغان کډوالو یو موټر د ایران د پولیسو له مستقیمو ډزو وروسته نسکور شوی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه افغان کډوال وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د ټپیانو له ډلې د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د راپور له مخې، دا پېښه د سې‌شنبې په ورځ، د کب پر پنځمه، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ کې شوې ده.

حال‌وش لیکلي چې د ایران پولیسو له خبرداري پرته د یا د موټر د درولو هڅه کړې، د کډوالو موټر یې تعقیب کړی او پر موټر یې مستقیمې ډزې کړې دي.