• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په څلورو ولایتونو کې یې پر نږدې ۱۲ زره کورنیو نغدې او خوراکي مرستې وېشلې دي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۰

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې اداره وايي، چې په بلخ، سمنګان، نورستان او کاپیسا ولایتونو کې یې پر ۱۱۸۶۷ اړمنو کورنیو نغدې پیسې او خوراکي توکي وېشلې دي.

یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام په همکارۍ یې په بلخ ولایت کې په ۷۸۵۹ اړمنو کورنیو باندې نغدې پیسې او خوراکي توکي وېشلې دي.

طالبانو ویلي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام په همکارۍ یې پر یادو کورنیو څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ وېشلې دي.

د طالبانو په خبره، په نغدي مرستو کې یې هرې کورنۍ ته د ۲۹۰۰ افغانیو تر څنګ خوراکي توکي هم ورکړې دي.

یادې ادارې ویلي، چې په سمنګان کې یې پر ۳۵۲۸ اړمنو کورنیو نغدي مرستې، په نورستان کې پر ۱۸۰ کورنیو خوراکي توکي او په کاپیسا کې پر ۳۰۰ نورو کورنیو خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشلې دي.

یادې ټولې مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په همکارۍ ترسره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په پرله‌پسې ډول له مرستندویه نړۍوالو ادارو غوښتي دي، څو له افغانانو سره خپلې بشري او پرمختیايي مرستې زیاتې او دوامدارې وساتي. د دوی په وینا، هېواد له سختو اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ، وچکالۍ او د بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ دی او اړینه ده، چې نړۍوال بنسټونه د بې‌وزلو او زیانمنو کورنیو لاسنیوی پیاوړی کړي.

طالبانو ټینګار کړی، چې بشري مرستې باید له سیاسي شرطونو پرته او د بشري اصولو پر بنسټ ترسره شي، څو مرستې په شفاف او اغېزمن ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي. دوی همداراز له مرستندویه ادارو غوښتي، چې خپل فعالیتونه پراخ کړي او په لرې پرتو سیمو کې هم د روغتیا، خوړو، زده‌کړو او بیارغونې په برخو کې ملاتړ زیات کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له سپيناوي پرته د ۳۸ زره ډالرو په ارزښت د کمپيوټر د پېرلو د داوطلبۍ اعلان لرې کړ

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۰

تر هغه وروسته چې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د جنايي ادارې لپاره د يو کمپيوټر د پېرلو په اړه راپور ورکړ، چې بيه يې ۲ميليونه او ۳۱۰زره افغانۍ يعنې شاوخوا ۳۸ زره ډالره ښودل شوې وه، د دې ډلې د کورنيو چارو وزارت پرته له دې چې خلکو ته وضاحت ورکړي، د داوطلبۍ بلنه له خپلې پاڼې لرې کړه.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له لوري د دوشنبې په ورځ د (کب ۴مه) د کابل امنيه قوماندانۍ په اېکس‌پاڼه خپره شوې وه، ويل شوي وو چې د دغو توکو د پېرلو پروژه به درېيو شرکتونو ته وسپارل شي. د دغو شرکتونو نومونه ساحل ياسر، حشمت مسلم او اغاز نوين ياد شوي وو.

په همدې خبرپاڼه کې زياته شوې وه، چې که هر حقيقي يا حقوقي شخص د کورنيو چارو وزارت د اعلانونو په اړه نيوکه يا اعتراض ولري، کولای شي د درېيو ورځو په موده کې خپل اعتراض د دې وزارت د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي، د هغو بيو ترمنځ چې طالبانو د اړينو وسايلو د پېرلو په اعلان کې يادې کړې وې او د همدې توکو د بازار واقعي بیو ترمنځ د پام وړ او لوی توپير شته.

د بېلګې په توګه، په کابل کې د کمپيوټرونو د پلور يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ويلي چې دا مهال په پلازمېنه کې تر ټولو ګران بيه لېپټاپ شاوخوا ۵۸۰۰ امريکايي ډالره ارزښت لري. دغه اله د «MSI Titan 18 HX» ماډل دی چې د نړۍ له تر ټولو ګران بيه مصرفي لېپټاپونو څخه شمېرل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د يوه پایه کمپيوټر د پېرلو لپاره ۳۸ زره او ۴۰۴ امريکايي ډالره بيه اعلان کړې وه. د دغه راپور خپرېدو پراخ غبرګونونه راوپارول.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان تل د خپلې واکمنۍ تر سيوري لاندې د اداري فساد په اړه خپاره شوي راپورونه ردوي.

د روڼتیا نړۍوال سازمان د سلواغې په ۲۱مه نېټه د فساد پر وړاندې د مبارزې د شاخص کلنی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ له تر ټولو فاسدو هېوادونو څخه شمېرل شوی او د تېر کال پرتله يو پړاو نور هم ښکته شوی دی. افغانستان سږ کال له سلو څخه ۱۶ نمرې ترلاسه کړې دي او د ۱۸۲ هېوادونو له منځه په ۱۶۹م ځای کې ولاړ دی.

خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روڼتیا نړۍوال سازمان راپور رد کړ او دا ادعا يې ناسمه وبلله چې ګواکې افغانستان لا هم د تر ټولو فاسدو هېوادونو په ډله کې دی. هغه وويل، چې د طالبانو تر ادارې لاندې بنسټونو کې د تېرو کلونو پرتله د فساد کچه راټيټه شوې ده.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې له ۲ میلیونو ډېر افغانان له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۰

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې له دغه هېواد څخه تر ۲ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې لا هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتلو او اېستلو لړۍ دوام لري

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وياند قیصر خان اپریدی ويلي، چې په ياده موده کې څه باندې دوه ميليونه او ۷۵ زره افغانان له بېلابېلو سرحدي لارو لکه د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې شمېر کې هغه کسان هم شامل دي، چې په خپله خوښه بېرته ستانه شوي او هم هغه وګړي چې تر قانوني بهير وروسته له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې د افغانانو د بېرته ستنېدو بهير د رضاکارانه پروګرامونو او دولتي ګامونو په چوکاټ کې پړاو په پړاو دوام لري. د خېبرپښتونخوا د کورنيو چارو ایالتي ادارې د څرګندونو له‌مخې، له لنډي کوتل ټرانزيتي کمپ څخه د افغانانو د لېږد بهير په چټکۍ سره روان دی. د نویو شمېرو له مخې، د افغان تابعیت کارت (ACC) ۱۳۰ لرونکي کسان چې ۲۹ کورنۍ دي، خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

همدارنګه، د (POR) کارټ ۷۸۴ لرونکي کسان چې ۱۷۴ کورنۍ کېږي، په وروستيو ورځو کې افغانستان ته ستانه شوي دي. سربېره پر دې، ۱۰۸ ناقانونه مېشت کسان چې ۲۱ کورنۍ په‌کې هم شاملې دي، خپل هېواد ته بېرته استول شوي دي.

قیصر خان اپریدی ويلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې شاوخوا ۲۰۴ زره افغان وګړي په جبري توګه له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ټينګار کړی، چې د ناقانونه بهرنيو وګړو پر ضد اقدامات به د قانون له مخې دوام ومومي او ورسره به د ثبت شويو افغان وګړو د بېرته ستنېدو لپاره اړينې اسانتياوې هم برابرې شي. د رسمي سرچينو په وينا، په ډیورنډ کرښه پرتو دروازو لکه تورخم کې امنيتي او اداري تدابیر پياوړي شوي، څو د بېرته ستنېدو بهير په منظم او خوندي ډول ترسره شي.

د مسوولانو په وينا، په راتلونکو ورځو کې به هم د افغان وګړو د بېرته ستنېدو لړۍ دوام ولري.

افغان هندوانو او سېکانو د خپلو غصب شویو ځمکو ستونزې له طالبانو سره شریکې کړې

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۰

د افغانستان د هندواڼو او سیکانو د شورا مشر او نورو غړو د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر له رییس سره د خپلو ځمکو او ملکیتونو د غصب. یوناني درملو او د شوربازار د درمسال اړوند ستونزې شریکې کړې دي.

د طالبانود ریاست‌الوزرا د خبرپاڼې له مخې، د ملا حسن اخوند د دفتر رییس ملا عبدالواسع ویلي چې افغان هندوان او سیکان د خپل هېواد د ودې او پرمختګ لپاره ژمن دي.

یادو استازو د ځمکو او ملکیتونو د غصب، د برېښنا د نشتوالي، د یوناني طبابت د جوازونو، او د کابل ښار د شوربازار د درمسال د وضعیت په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

د طالبانو دیاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالواسع هغوی ته ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو حل به د اړوندو ادارو او محاکمو په همکارۍ تعقیب کړي او د یوناني طبابت د جوازونو موضوع به د عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړي او «د امکان تر حده» به د حل لارې ورته ولټوي.

په افغانستان کې هندوان او سېکان له اتلسمې پېړۍ راهیسې ژوند کوي او په سوداګرۍ، یوناني طبابت او نورو برخو کې فعاله پاتې شوي، خو د کورنیو حګړو پرمهال ددې لږه کي ډېرې ځمکې غصب شوې او د طالبانو په راتګ سره ګڼ نور له هېواده وتلي دي.

طالبانو په ځینو ولایتونو کې د امیندوارۍ د مخنیوي اړوند توکو پېر او پلور بند کړی

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ نوی راپور ښيي چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو او درملتونونو ته امر کړی چې د امیندوارۍ د مخنیوي اړوند توکي ونه وېشي او ویې نه پلوري.

د راپور له مخې، طالبانو په ځینو مواردو کې د دغو وسایلو زېرمې ضبط کړې دي، چې له امله یې بیې لوړې شوې او لاسرسی ورته کم شوی دی.

په دغه تازه راپور کې راغلي چې روغتیايي کارکوونکو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې د کورنۍ تنظیم په اړه معلومات یا خدمات وړاندې نه کړي.

راپور همدارنګه څرګندوي چې طالبانو په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې جنسیتي تفکیک عملي کړی دی. په ډېرو ولایتونو کې ښځې او نجونې اړې دي چې خدمات په جلا ځایونو کې ترلاسه کړي او ښځینه کارکوونکې هم له نارینه همکارانو جلا کړل شوې دي.

د راپور له مخې، که یوه ښځینه ناروغه د نارینه ډاکټر مشورې ته اړتیا ولري، باید له ځان سره محرم ولري او د طالبانو ټاکل شوی حجاب رعایت کړي. جنسیتي تفکیک د ښځینه متخصصانو کار هم له خنډ سره مخ کړی دی.

په راپور کې د ښځینه کارکوونکو کمي ته اشاره شوې او ویل شوي چې د ښځو لپاره د طبي زده کړو د بندیز له امله، روغتیايي سیستم ته د نویو ښځینه کارکوونکو داخلېدل درېدلي دي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونو روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی دی.

ریچارډ بېنیټ لیکلي چې دا شرط په خپلواکه او محرم ډول روغتیايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي وړتیا سخته کمزورې کوي. راپور زیاتوي چې نارینه محرم باید ښځینه کارکوونکې تر کاري ځایه بدرګه کړي او په ځینو مواردو کې باید ورسره نږدې پاتې شي.

راپور همدارنګه د ښځو او نجونو د حیض د حفظ‌الصحې ستونزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د حفظ‌الصحې د کڅوړو د وېش د پروګرامونو کمېدو د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو ښځو او نجونو وضعیت لا ستونزمن کړی دی.

دولتي مامورین وایي په روژه کې بیې لوړې شوې او معاشونه نه دي ورکړل شوي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د دولتي ادارو یو شمېر مامورینو په یوه لیک کې افغانستان انټرنشنل ته لیکلي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، خو طالبانو لا د سلواغې میاشتې معاش نه دی ورکړی. هغوی ویلي چې د معاشونو پرله‌پسې ځنډېدو د دولت مامورین له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د دولتي ادارو یو شمېر مامورینو د چارشنبې په ورځ، د کب په شپږمه، افغانستان انټرنشنل ته په یو لیک کې ویلي چې تر اوسه یې د سلواغې میاشتې معاش نه دی ترلاسه کړی. هغوی ټینګار کړی چې په تېرو میاشتو کې یې هم معاشونه په ځنډ ترلاسه کړي او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دغو مامورینو په لیک کې راغلي: «په داسې سختو اقتصادي شرایطو کې او په داسې حال کې چې د روژې میاشت را رسېدلې ده، ډېری دولتي کارکوونکي ان د ژوند لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.» د هغوی په وینا، د ډېری دولتي مامورینو معاش د ۸ زره او ۱۵ زره افغانیو ترمنځ دی چې ډېر وخت د یوې کورنۍ د میاشتنیو لګښتونولپاره بسنه نه کوي.

دغه مامورین وایي چې په دولتي ادارو کې په طالبانو پورې تړلو کسانو د معاش اوسط شاوخوا ۷۰ زره افغانۍ دی. هغوی د طالبانو د غړو او عادي مامورینو ترمنځ «لوی توپیر» توپیري چلند بللی او د معاشونو ځنډ یې بې‌عدالتي ګڼلې ده.

دولتې کارکوونکو څرګنده کړې چې د مامورینو معاش ورکول نه احسان دی او نه امتیاز، بلکې د هغوی قانوني او مسلم حق دی. هغوی له طالبانو غوښتي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو په برخه کې بېړنی، روڼ او عادلانه اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت یو شمېر کارکوونکو د سلواغې پر ۱۲مه هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې طالبان منظم معاشونه نه شي ورکولای.