• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقچي د خامنه‌یي د احتمالي وژل کېدو په اړه؛ زموږ نظام په اشخاصو پورې تړلی نه دی

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ (د کب ۶مه) د علي خامنه‌یي د احتمالي وژل کېدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې نظام په اشخاصو پورې تړلی نه دی او په دغه نظام کې ټول کسان د یوې ثابتې کړنلارې له لارې ځای پر ځای کېږي.

نوموړي چې جنیوا ته له الوتنې څو ساعته وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړو استازو سټیو ویټکاف او جرد کوشنر سره د خبرو اترو د نوي پړاو په درشل کې له «انډیا ټوډې» سره خبرې کولې، زیاته کړه: «د امریکا په رسنیو او نورو ځایونو کې د رهبر د ترور په اړه خبرې کېږي، خو دا یو نظام دی چې په هغه کې ټول کسان د یوې کورنۍ ثابتي کړنلارې له‌مخې بدلېږي. هېڅ څه شی به له‌منځه ولاړ نه‌شي؛ زموږ نظام په اشخاصو پورې تړلی نه‌دی، بلکې دا یو داسې نظام دی چې د خلکو له خوا یې ملاتړ کېږي».
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې د ۱۲ ورځنۍ جګړې په لړ کې د اسلامي جمهوري دولت د وسله‌والو ځواکونو ډېری لوړپوړي قومندانان ووژل شول. اوس چې پر ایران باندې د امریکا د نظامي برید احتمال زیات شوی، یو ځل بیا د علي خامنه‌یي برخلیک د پام وړ ګرځېدلی چې ویل کېږي تر ځمکې لاندې پټنځای ته لېږدول شوی دی.
له دې سره سره، عراقچي وویل: «له همدې امله زه هېڅ اندېښمن نه یم. لکه څنګه چې د جګړې په منځ کې لوړپوړي قومندانان سمدستي ځای پر ځای شول او نظام له‌منځه ولاړ نه، نو که داسې څه بیا تکرار شي، نظام به له کومې ستونزې پرته خپل کار ته دوام ورکړي».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغې مرکې په بله برخه کې انډیا ټوډې ته وویل، چې تهران له خپلو دریځونو شا ته نه ځي او که واشنګټن د جګړې لاره غوره کړي، په ټوله منځنۍ ختیځ کې به د امریکا پوځي اډې مشروع اهداف وي.
عراقچي زیاته کړه: «موږ د سولې او جګړې دواړو انتخابونو ته پوره چمتو یو».
نوموړي له امریکا سره د مذاکراتو په اړه وویل: «په تېر پړاو کې پرمختګونه وشول او وتوانېدو چې یو ډول متقابل تفاهم ته ورسېږو. زه فکر کوم چې د هغو هوکړو پر بنسټ یوې هوکړې ته رسېدلی شو. باور لرم چې یوې منصفانه، متوازنۍ او عادلانه هوکړې ته رسېدل ممکن دي».عراقچي په عین حال کې ټینګار وکړ، چې د اسلامي جمهوري دولت وسله‌وال ځواکونه هم د خپلو دندو ترسره کولو ته چمتو دي.


ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي