طالبانو په بادغیس کې د ونو پرې کولو په تور څلور کسان نیولي دي

په بادغیس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د دغه ولایت په غورماچ، جوند او سنګاتش ولسوالیو کې څلور کسان د پېستو او ارچې ځنګلونو د ونو ناقانونه پرې کولو په تور نیولي دي.
