د برېښنا شرکت: تر راتلونکو دوو اوونیو به صنعتکارانو ته د برېښنا وېش دوه ساعته ډېر شي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې تر راتلونکو دوو اونیو به صنعت کارانو ته د برېښنا موده له لسو څخه ۱۲ ساعتونو ته لوړه کړي. د یاد شرکت د پانګونې د همغږۍ رییس فریدالله شرفمند ویلي، چې صنعتي پارکونو ته د منظمې او دوامداره برېښنا برابرول یې لومړیتوب دی.
