• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ ایران له دواړو خواوو د زغم او خبرو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۲:۴۸ GMT

په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري‌مقدم پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي، چې له زغم کار واخلي او د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.

رضا امیري‌مقدم د سې‌شنبې په ورځ د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د وینا پرمهال ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ ختیځو سیمو ته نږدې د تاوتریخوالي زیاتوالی خطرناکې پایلې لرلای شي او د نښتو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه‌دی.

هغه ټینګار وکړ: «جګړه د هېڅ ستونزې حل‌لار نه‌ده. د سیمې په ناامنۍ او تاوتریخوالي کې د هېڅ هېواد ګټه نه‌شته. تهران تل خبرې او سوله‌ییزې لارې د اختلافاتو یوازینۍ حل‌لار ګڼلې ده».

هغه زیاته کړې، چې د ایران او پاکستان ګډ دښمنان هڅه کوي په سیمه کې د بېلتون‌پالنې او ناامنۍ پروژې پیاوړې کړي او له هر ډول امنیتي تشې او د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ له ترینګلتیا څخه د خپلو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم اعلان کړی و چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د همکارۍ چمتووالی لري. د راپورونو له مخې؛ د تېرې شنبې په ورځ (د کب ۲مه) پاکستاني ځواکونو پر ننګرهار، خوست او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي.

اسلام‌اباد ادعا کړې، چې په دغه بریدونو کې تر ۷۰ زیات وسله‌وال وژل شوي؛ خو طالب چارواکو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې په دغه بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا له تېرې تلې میاشتې راهیسې زیاتې شوې، چې له امله یې سیاسي او سوداګریزې اړیکې هم اغېزمنې شوې دي.

ترویج لرونکی

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ
۱

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۲

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۵

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه د روسیې راپور رد کړ

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۲:۲۰ GMT

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور رد کړ، چې وايي په افغانستان کې د نړۍوالو وسله‌والو ډلو شاوخوا ۲۰ تر ۲۳زره جنګیالي حضور لري. مجاهد د دغه راپور معلومات او سرچینې ناسمې بللې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، په ​​روسیه کې د هغو سرچینو په اړه خواشینی دی چې دغه ډول شمېرې یې وړاندې کړې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت (د کب ۴مه) راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د نړۍوالو وسله‌والو ډلو د جنګیالیو ټول‌ټال شمېر له ۲۰ تر ۲۳زره کسانو پورې اټکل کېږي او له نیمايي ډېر یې بهرنیان دي.

په راپور کې راغلي، چې داعش له ۳زره غړو سره په افغانستان کې تر ټولو لویه وسله‌واله ډله ده.

د دغه راپور په غبرګون کې ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې دوی دغه ادعاوې ردوي او په افغانستان کې هېڅ وسله‌واله ډله حضور نه‌لري. هغه زیاته کړه، چې افغانستان یو واحد حاکمیت لري او بهرنۍ ډلې په دغه هېواد کې فعالیت نه‌شي کولای.

د روسیې په راپور کې همدارنګه ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک شاوخوا ۵ تر ۷زره غړي، القاعده ۴۰۰ تر ۱۵۰۰، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۳۰۰ تر ۱۲۰۰، د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې اوس یې نوم د ترکستان اسلامي حزب ته بدل شوی ۱۵۰ تر ۵۰۰ او جماعت انصارالله ۱۵۰ تر ۲۵۰ غړي په افغانستان کې لري.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، یوازینۍ وسله‌واله ډله چې د طالبانو رژیم پر وړاندې فعالیت کوي د داعش خراسان څانګه ده چې په افغانستان کې یې روزنیزو کمپونه، اډې او ځینې پټې شبکې فعالې ساتلې دي.

په راپور کې راغلي، چې دغه څانګه تر ډېره د افغانستان په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې فعالیت لري او اوږدمهاله موخه یې د منځنۍ اسیا نفوذ او د یوه اسلامي خلافت جوړول دي. خو راپور وايي، چې د بریدونو شدت او پراختیا ته په کتو د داعش خراسان څانګه د طالبانو رژیم لپاره جدي ګواښ نه‌جوړوي.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

امریکا باید د القاعده ډلې د ملاتړ له امله پر ایران او طالبانو فشارونه زیات کړي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۲۳:۴۴ GMT

د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي‌ای‌اې) د ترهګرۍ ضد پخواني لوړپوړي چارواکي جو زکس خبرداری ورکړی، چې القاعده ډله لا هم په ايران او افغانستان کې له کوم خنډ او بنديز پرته فعاليت کوي.

نوموړي له واشنګټ څخه غوښتي، چې د دې ډلې د ملاتړ د درولو لپاره دې د ايران پر واکمنانو او همدارنګه پر طالبانو فشار راوړي.

زکس چې په دې وروستيو کې د سي‌ای‌اې د ترهګرۍ ضد مرستيال ریيس له دندې تقاعد شوی، په يوه مقاله کې چې په نشنل انټرست مجله کې خپره شوې ليکلي، چې امريکا بايد له تهران سره د اټومي لانجو تر څنګ، د القاعده څخه د ايران د ملاتړ موضوع هم په جدي توګه تعقيب کړي.

هغه ويلي، سيف‌العدل چې د القاعده له لوړپوړو مشرانو څخه دی، دا مهال په تهران کې د سپاه پاسداران تر ساتنې لاندې ژوند کوي. د ده په وينا، ايران له ۲۰۰۱ کال راهيسې د دې ډلې غړو ته خوندي پناه‌ځایونه برابر کړي او د افغانستان او سوريې تر منځ يې د جنګيالو د تګ‌راتګ او د پيسو د لېږد زمينه ورته هم برابره کړې ده.

دغه پخواني امريکايي چارواکي د طالبانو او القاعده تر منځ نږدې اړيکو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې طالبان لا هم له دې شبکې سره تړاو لري. هغه د طالبانو د وياند ذبيح‌الله مجاهد د فبرورۍ د ۱۵ نېټې څرګندونو ته اشاره وکړه، چې ويلي يې وو که امريکا پر ايران بريد وکړي او تهران ترې مرسته وغواړي، طالبان به همکاري ورسره وکړي. زکس دا دريځ د ايران د رضايت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅه بللې ده.

هغه زياته کړې، چې که څه هم دا څرګندونې د امريکا پر وړاندې مستقيم ګواښ نه ګڼل کېږي، خو دا د تهران او کابل له لوري د القاعده اوږدمهاله ملاتړ څرګندوي. القاعده هغه ډله ده، چې لا هم پر امريکا او لوېديځ د بريد ژمنه لري او څانګې يې په يمن، سوماليا او د افريقا د ساحل په سيمه کې د لوېديځ پر ضد فعاليت کوي.

د نوموړي په وينا، د طالبانو واک ته له بيا رسېدو وروسته د ايران او طالبانو اړيکې د همکارۍ او سيمه‌ييزو اختلافونو ګډ انځور لري. دا اختلافونه د سرحدونو، اوبو سرچينو او د شيعه وګړو د حالت په اړه دي، خو بيا هم تهران د طالبانو د ادارې د رسميت پېژندنې درشل ته نږدې شوی دی.

زکس د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون ته چې د طالبانو او امريکا تر منځ شوی و، اشاره وکړه او ويې ويل طالبانو ژمنه کړې وه چې القاعده ته به اجازه ورنه‌کړي، څو د افغانستان خاوره د امريکا پر ضد وکاروي، خو هغه دا ژمنې «په عمل کې بې‌مانا» وبللې. هغه د بېلګې په توګه يادونه وکړه، چې طالبانو د القاعده پخواني مشر اېمن‌الظواهري ته د کابل په يوه سيمه کې چې د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج‌الدين حقاني تر واک لاندې وه، پناه ورکړې وه.

هغه ټينګار وکړ، چې طالبان لا هم القاعده ته پټ او ښکاره ملاتړ برابروي او د دې ډلې د ځينو فعاليتونو محدودول يوازې د دې لپاره دي چې د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکو له بريدونو ځان وژغوري، نه دا چې په رښتيا د دوحې تړون ته ژمن وي.

دغه امنيتي شنونکي خبرداری ورکړی، چې طالبان او د ايران اسلامي جمهوريت دواړه د کمزورۍ او نسبي يوازيتوب په حالت کې دي، نو ځکه اوس مناسب وخت دی چې پر طالبانو فشار راوړل شي څو د دوحې تړون ټولې ژمنې په بشپړه توګه پلي کړي.

هغه همداراز غوښتنه کړې، چې سيف‌العدل دې مصر ته وسپارل شي او د القاعده نور غړي دې له ايران څخه وشړل شي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپورونو له‌مخې، سيف‌العدل په ايران کې مېشت دی او د اېمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته يې د القاعده مشري پر غاړه اخيستې ده. جو زکس تر ۴۲ کلونو زيات د امريکا په پوځ او سي‌ای‌اې کې دنده ترسره کړې او اوس د سي‌بي‌اېس نيوز د ملي امنيت سلاکار او د دفاع ډيموکراسۍ بنسټ څېړونکی دی.

په همدې حال کې، ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي چې سيف‌العدل په يوه ليک کې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله سره د خپلې رهبرۍ د مرکز د لنډمهاله لېږد په اړه سلا مشوره کړې ده. امريکا او د ملګرو ملتونو کارپوهانو تر دې وړاندې ويلي وو، چې د القاعده مشر په ايران کې مېشت دی.

په دغه ليک کې ويل شوي، چې که د امريکا او اسرایيل تر فشار لاندې د ايران اسلامي جمهوريت نسکور شي، نو القاعده به اړه شي خپله مشري داسې هېوادونو لکه عراق يا سوريې ته ولېږدوي.

همداراز په ليک کې وړانديز شوی، چې تر هغه وخته پورې دې د القاعده مشرتابه ته اجازه ورکړل شي چې په لنډمهاله توګه په افغانستان کې واوسي.

نورالله نوري: د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د هر انچ خاورې ساتنه پر موږ د سر په بیه فرض ده

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۲۲:۲۵ GMT

د طالبانو د قبایلو، قومونو او سرحدونو چارو وزیر په کابل کې د خپلې ډلې د سرحدي پولیسو په یوې غونډه کې ویلي‌، چې د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د هر انچ خاورې ساتنه پر دوی د سر په بیه فرض ده. هغه زیاته کړې: «پر هغه کسانو ویاړو چې له خپلې خاورې دفاع کوي».

نوموړي د خپلې ډلې سرحدي ځواکونو ته زیاته کړې، چې د څلوېښت میلیونه افغانانو د خوندیتوب مسوولیت ورته د یو امانت په توګه سپارل شوی دی. هغه وویل: «د سرحدونو په ساتنه کې باید هېڅ‌ ډول غفلت ونه‌شي».

ملا نور الله نوري زیاته کړه: «په خپل تاریخ باید مظبوط ودرېږو، له خپلې خاورې څخه دفاع وکړو او رښتینی سیاست باید وکړو». د طالبانو دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دا ډله له پاکستان سره په سخت کړکېچ کې ښکېله ده او دا نن هم پر کابل د واکمنې ډلې او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ننګرهار ولایت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې درنې جګړې شوې دي.

دغه جګړې د اچین، دوربابا او نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې دي. په ختیځ کې د طالبانو قول اردو ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دوی پر پوستو بریدونه شوي وو او دوی یې هم په مقابل کې ورته بریدونه کړي دي.

طالبانو ویلي، دغه بریدونه د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د پاکستاني جېټ الوتکو له لوري پر ملکي وګړو د شویو هوایي بمباریو غچ اخیستنه نه وه.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې یو غړی په ایران کې د وسله‌والو په ډزو کې ټپي شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۲۰:۲۷ GMT

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د غور ولایت استازی کرام‌الدین رضا زاده د سې‌شنبې په غرمه په ایران کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال ټپي شو. دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې دوو موټرسایکل سپرو د ایران د کرج ښار په محمدشهر سیمه کې پر رضا زاده ډزې کړې دي.

د راپورونو له‌مخې، هغه د چپ لاس له برخې ټپي شوی او اوس مهال د کرج ښار په یوه روغتون کې بستر دی. باخبره سرچینو د هغه روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي، چې وضعیت یې ښه دی.

دا لومړی ځل نه دی چې پر کرام‌الدین رضا زاده د برید هڅه کېږي. طالبانو په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په غور ولایت کې پر هغه برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د هغه دوه خپلوان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۰ نور کسان ټپیان شول. تر دې وړاندې، په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د هغه وخت د ملي امنیت ریاست اعلان کړی و چې د غور د خلکو پر دغه استازي د برید مخه نیول شوې ده.

رضا زاده ته یوې نږدې سرچینې ویلي، چې تر دې وړاندې او په ځانګړې توګه په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قومندان اکرام‌الدین سریع له ترور وروسته هغه ته د احتمالي خطر په اړه خبرداری ورکړل شوی و. رضا زاده د جمهوریت د نسکورېدو تر وروستیو میاشتو پورې په غور ولایت کې د طالبانو پر ضد جګړه کړې وه. هغه د ولسي جرګې له پېژندل شویو استازو څخه و او د جهادي څیرې عبدالرب‌رسول سیاف ته نږدې کس بلل کېږي.

د یادونې ده، چې د روان کال د سلواغې میاشتې په درېیمه نېټه جنرال سریع په تهران کې ترور شو. هغه د طالبانو پر ضد له پېژندل شویو قومندانانو څخه و، چې د کابل له سقوط وروسته یې هم له دې ډلې سره خپل مخالفت ته دوام ورکړ. همدارنګه، تر دې وړاندې د محمداسماعیل خان ته نږدې جهادي قومندان معروف غلامي په مشهد ښار کې ترور شوی و.

د ایران امنیتي بنسټونو په دواړو پېښو کې سره له دې چې څو میاشتې تېرې شوې دي، تر اوسه د دغو ترورونو د عاملانو په اړه څرګندونې نه‌دي کړې، خو د طالبانو مخالفان ادعا کوي چې دا ترورونه د طالبانو له لوري ترسره شوي دي.

د خېبرپښتونخوا والي: که له افغان خاورې بریدونه دوام وکړي، موږ به هم اقدام وکړو

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۲۰:۰۰ GMT

د خېبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي خبرداری ورکړی، که له افغان خاورې پر دوی ترهګریز بریدونه دوام وکړي، پاکستان به د افغانستان په خاوره کې پوځي اقدامات وکړي. هغه ویلي، که طالبان د وسله‌والو ډلو پر وړاندې عملي ګام پورته نه‌کړي، پاکستان به د خپلې خاورې له دفاع پرته بله لار ونه‌لري.

کنډي په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل، پاکستان څو ځله له افغان طالبانو غوښتي چې اجازه ورنه‌کړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي. د هغه په وینا، د تحریک طالبان پاکستان او القاعده په څېر ډلې لا هم د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته فعالیت کوي او د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان په نړۍوالو غونډو او ډګرونو کې داسې شواهد وړاندې کړي چې ښيي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخیستل کېږي، خو د ده په خبره، افغان لوري تر اوسه اغېزمن او پرېکنده ګام نه دی پورته کړی.

کنډي د باجور او بنو وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، پاکستان له دغو پېښو وروسته د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله‌والو پر پټنځایونو عملیات ترسره کړل. هغه دا عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، که سرحدي بریدونه دوام وکړي ورته ګامونه به بیا هم پورته شي.

د خېبرپښتونخوا والي وویل، پاکستان له څه باندې شلو کلونو راهیسې له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دی. هغه زیاته کړه، چې تحریک طالبان پاکستان په خېبرپښتونخوا کې ستر ګواښ دی او بلوڅ وسله‌وال په بلوچستان کې د ناامنۍ اصلي لامل ګڼل کېږي.

کنډي د خپلو خبرو په بله برخه کې پر هغې تګلارې نیوکه وکړه چې د هغه په وینا، ځینو ترهګرو ته یې د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړې او د ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۳م کلونو پورې په سوات او پخوانیو قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لاسته راوړنې یې کمزورې کړې دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، له افغانستان څخه د نړۍوالو ځواکونو تر وتلو وروسته ځینې وسلهءوالې ډلې بېرته منظمې شوې دي. نوموړي په پای کې ټینګار وکړ، چې په ورګډو شویو سیمو کې د بنسټیزو پروژو پراختیا، د زده‌کړو پیاوړتیا او د امنیتي ځواکونو روزنه او پیاوړتیا د اوږدمهاله ثبات لپاره اړینه ده.