• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ځینو ولایتونو کې د امیندوارۍ د مخنیوي اړوند توکو پېر او پلور بند کړی

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ نوی راپور ښيي چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو او درملتونونو ته امر کړی چې د امیندوارۍ د مخنیوي اړوند توکي ونه وېشي او ویې نه پلوري.

د راپور له مخې، طالبانو په ځینو مواردو کې د دغو وسایلو زېرمې ضبط کړې دي، چې له امله یې بیې لوړې شوې او لاسرسی ورته کم شوی دی.

په دغه تازه راپور کې راغلي چې روغتیايي کارکوونکو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې د کورنۍ تنظیم په اړه معلومات یا خدمات وړاندې نه کړي.

راپور همدارنګه څرګندوي چې طالبانو په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې جنسیتي تفکیک عملي کړی دی. په ډېرو ولایتونو کې ښځې او نجونې اړې دي چې خدمات په جلا ځایونو کې ترلاسه کړي او ښځینه کارکوونکې هم له نارینه همکارانو جلا کړل شوې دي.

د راپور له مخې، که یوه ښځینه ناروغه د نارینه ډاکټر مشورې ته اړتیا ولري، باید له ځان سره محرم ولري او د طالبانو ټاکل شوی حجاب رعایت کړي. جنسیتي تفکیک د ښځینه متخصصانو کار هم له خنډ سره مخ کړی دی.

په راپور کې د ښځینه کارکوونکو کمي ته اشاره شوې او ویل شوي چې د ښځو لپاره د طبي زده کړو د بندیز له امله، روغتیايي سیستم ته د نویو ښځینه کارکوونکو داخلېدل درېدلي دي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونو روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی دی.

ریچارډ بېنیټ لیکلي چې دا شرط په خپلواکه او محرم ډول روغتیايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي وړتیا سخته کمزورې کوي. راپور زیاتوي چې نارینه محرم باید ښځینه کارکوونکې تر کاري ځایه بدرګه کړي او په ځینو مواردو کې باید ورسره نږدې پاتې شي.

راپور همدارنګه د ښځو او نجونو د حیض د حفظ‌الصحې ستونزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د حفظ‌الصحې د کڅوړو د وېش د پروګرامونو کمېدو د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو ښځو او نجونو وضعیت لا ستونزمن کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

دولتي مامورین وایي په روژه کې بیې لوړې شوې او معاشونه نه دي ورکړل شوي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د دولتي ادارو یو شمېر مامورینو په یوه لیک کې افغانستان انټرنشنل ته لیکلي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، خو طالبانو لا د سلواغې میاشتې معاش نه دی ورکړی. هغوی ویلي چې د معاشونو پرله‌پسې ځنډېدو د دولت مامورین له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د دولتي ادارو یو شمېر مامورینو د چارشنبې په ورځ، د کب په شپږمه، افغانستان انټرنشنل ته په یو لیک کې ویلي چې تر اوسه یې د سلواغې میاشتې معاش نه دی ترلاسه کړی. هغوی ټینګار کړی چې په تېرو میاشتو کې یې هم معاشونه په ځنډ ترلاسه کړي او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دغو مامورینو په لیک کې راغلي: «په داسې سختو اقتصادي شرایطو کې او په داسې حال کې چې د روژې میاشت را رسېدلې ده، ډېری دولتي کارکوونکي ان د ژوند لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.» د هغوی په وینا، د ډېری دولتي مامورینو معاش د ۸ زره او ۱۵ زره افغانیو ترمنځ دی چې ډېر وخت د یوې کورنۍ د میاشتنیو لګښتونولپاره بسنه نه کوي.

دغه مامورین وایي چې په دولتي ادارو کې په طالبانو پورې تړلو کسانو د معاش اوسط شاوخوا ۷۰ زره افغانۍ دی. هغوی د طالبانو د غړو او عادي مامورینو ترمنځ «لوی توپیر» توپیري چلند بللی او د معاشونو ځنډ یې بې‌عدالتي ګڼلې ده.

دولتې کارکوونکو څرګنده کړې چې د مامورینو معاش ورکول نه احسان دی او نه امتیاز، بلکې د هغوی قانوني او مسلم حق دی. هغوی له طالبانو غوښتي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو په برخه کې بېړنی، روڼ او عادلانه اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت یو شمېر کارکوونکو د سلواغې پر ۱۲مه هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې طالبان منظم معاشونه نه شي ورکولای.

په ایران کې د افغان کډوالو پر موټر د پولیسو د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۰

حال‌وش خبري اژانس خبر ورکړی چې د افغان کډوالو یو موټر د ایران د پولیسو له مستقیمو ډزو وروسته نسکور شوی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه افغان کډوال وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د ټپیانو له ډلې د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د راپور له مخې، دا پېښه د سې‌شنبې په ورځ، د کب پر پنځمه، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ کې شوې ده.

حال‌وش لیکلي چې د ایران پولیسو له خبرداري پرته د یا د موټر د درولو هڅه کړې، د کډوالو موټر یې تعقیب کړی او پر موټر یې مستقیمې ډزې کړې دي.

پاکستان د طالبانو د غچ اخېستونکو بریدونو له امله امنیتي پلټنې او تدابیر سخت کړي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۷ GMT+۰

رویټرز د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې دغه هېواد پر افغانستان له هوايي بریدونو وروسته امنیتي تدابیر سخت کړي او لسګونه مشکوک کسان یې نیولي ، ځکه ددوی په باور، د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو د زیاتېدو وېره ده.

په کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري ویلي، امنیتي ځواکونه یې د هر ډول احتمالي برید د مخنیوي لپاره په لوړه کچه چمتو دي.

پاکستان ویلي چې د تېرې اونۍ په پای کې یې په افغانستان کې هغه هدفونه بمبار کړي چې د وروستیو ځانمرګو بریدونو مسوول ګڼل کېږي.

بل پلو یوناما د دغو بریدونو په تړاو په خپل رپوټ کې وویل چې د پاکستان په هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

اسلام‌اباد کابل تورنوي چې وسله‌والو ته یې په خپله خاوره کې خوندي پټنځایونه ورکړي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د سې ‌شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ځواکونو د پولې په اوږدو کې ډزې تبادله کړې او هر لوري بل لوری د نښتې د پیل کولو په تور تورن کړی.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې څو وسله‌وال بریدونه شوي دي. د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د پولیسو پر موټر برید کې پنځه پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او په یوه امنیتي پوسته ځانمرګي برید دوه پولیس وژلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، وروستیو پېښو دا اندېښنه پیاوړې کړې چې بریدګر له افغانستان سره اړیکې لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د لټون او استخباراتي عملیاتو کچه لوړه شوې او لسګونه مشکوک کسان، د هغوی همکاران او اسانتیا برابروونکي نیول شوي دي.

استخباراتي سرچینو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د وسله والو بریدونو د زیاتېدو امکان شته. د خبرتیاوو له مخې، ښاري مرکزونه، بازارونه، امنیتي ځواکونه او عبادت ځایونه احتمالي هدفونه کېدای شي.

یو استخباراتي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د هېواد په کچه د پلټنو عملیات نږدې دوه برابره شوي دي. بل چارواکي زیاته کړې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان لا له وړاندې د بریدونو شاهدان دي او وېره شته چې د پنجاب او سند ایالتونه هم په نښه شي.

د څار نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پاکستان کې د بریدونو شمېر هر کال زیات شوی دی. شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بریدونو شمېر ۲۴۲۵ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۶۵۸ و. همداراز، د تحریک طالبان پاکستان اړوند بریدونه هم په همدې موده کې په چټکۍ زیات شوي دي.

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۰ میلیونو ډېرو افغانانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۰،۹ میلیونه د زیږون پېښې د ماهرو روغتیايي کارکوونکو تر څارنې او مرستې لاندې شوې، چې دا کار د میندو او نوزېږو ماشومانو د ژوند ژغورلو په برخه کې مهم رول لري.

راپور زیاتوي، له ۲،۸ میلیونو څخه د زیاتو نس ناستې پېښو درملنه شوې او ۱،۵ میلیونه ښځو ته د امیندوارۍ پر مهال روغتیايي پاملرنه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې ۲۷۰زره کسان د کرونا ناروغۍ پر ضد واکسین شوي دي، چې د ساري ناروغیو د مخنیوي او د ټولنې د خوندیتوب لپاره اغېزناک اقدام ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې یونیسف د کب په دویمه ویلي و، د افغانستان په لرو پرتو سیمو، په ځانګړي ډول نوریستان کې، ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي. یونسف ټینګار کړی چې د ماشومانو د ژغورنې او د ژمي د سختو شرایطو د مهار لپاره بېړنۍ او پراخې نړیوالې مرستې ته اړتیا ده.

هندي پانګوال د افغانستان په ۶ برخو کې د پانګونې فرصتونه ارزوي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۰

هندي پانګوالو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په ناسته کې د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د یادې خونې په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د ګډو پروژو، پانګونو او د افغانستان او هند ترمنځ د دوه‌اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

هندي پانګوالو د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونو د ارزونې یادونه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ټینګار کړی، چې د بهرنیو پانګوالو د جلب، د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو او د پانګونې د خنډونو د کمولو لپاره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د پانګوالو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د خصوصي سکتور ملاتړ د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

په انځورونو کې ښکاري، چې هندي سوداګر د هند له مسلمان پاړکي سره اړه لري، خو د هغوی د پانګې او سوداګرۍ د ډول په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې جزئیات نه دي ورکړي.

له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له هندي پانګوال انوش‌ستانه سره په لیدنه کې د ګرانبیه ډبرو او درملو په سکتور کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې وې.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د نوي ډیلي او کابل ترمنځ اړیکې ښې شوې او د طالبانو دریو وزیرانو دغه هېواد ته سفرونه وکړل او هندي سوداګرو په افغانستان کې د درملو په برخه کې د پانګونې ژمنې وکړې.

طالبانو له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی او د لارو د بندېدو له امله له تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونه ترمنځ سوداګري او راشه درشه بنده ده.