نوموړي له واشنګټ څخه غوښتي، چې د دې ډلې د ملاتړ د درولو لپاره دې د ايران پر واکمنانو او همدارنګه پر طالبانو فشار راوړي.
زکس چې په دې وروستيو کې د سيایاې د ترهګرۍ ضد مرستيال ریيس له دندې تقاعد شوی، په يوه مقاله کې چې په نشنل انټرست مجله کې خپره شوې ليکلي، چې امريکا بايد له تهران سره د اټومي لانجو تر څنګ، د القاعده څخه د ايران د ملاتړ موضوع هم په جدي توګه تعقيب کړي.
هغه ويلي، سيفالعدل چې د القاعده له لوړپوړو مشرانو څخه دی، دا مهال په تهران کې د سپاه پاسداران تر ساتنې لاندې ژوند کوي. د ده په وينا، ايران له ۲۰۰۱ کال راهيسې د دې ډلې غړو ته خوندي پناهځایونه برابر کړي او د افغانستان او سوريې تر منځ يې د جنګيالو د تګراتګ او د پيسو د لېږد زمينه ورته هم برابره کړې ده.
دغه پخواني امريکايي چارواکي د طالبانو او القاعده تر منځ نږدې اړيکو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې طالبان لا هم له دې شبکې سره تړاو لري. هغه د طالبانو د وياند ذبيحالله مجاهد د فبرورۍ د ۱۵ نېټې څرګندونو ته اشاره وکړه، چې ويلي يې وو که امريکا پر ايران بريد وکړي او تهران ترې مرسته وغواړي، طالبان به همکاري ورسره وکړي. زکس دا دريځ د ايران د رضايت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅه بللې ده.
هغه زياته کړې، چې که څه هم دا څرګندونې د امريکا پر وړاندې مستقيم ګواښ نه ګڼل کېږي، خو دا د تهران او کابل له لوري د القاعده اوږدمهاله ملاتړ څرګندوي. القاعده هغه ډله ده، چې لا هم پر امريکا او لوېديځ د بريد ژمنه لري او څانګې يې په يمن، سوماليا او د افريقا د ساحل په سيمه کې د لوېديځ پر ضد فعاليت کوي.
د نوموړي په وينا، د طالبانو واک ته له بيا رسېدو وروسته د ايران او طالبانو اړيکې د همکارۍ او سيمهييزو اختلافونو ګډ انځور لري. دا اختلافونه د سرحدونو، اوبو سرچينو او د شيعه وګړو د حالت په اړه دي، خو بيا هم تهران د طالبانو د ادارې د رسميت پېژندنې درشل ته نږدې شوی دی.
زکس د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون ته چې د طالبانو او امريکا تر منځ شوی و، اشاره وکړه او ويې ويل طالبانو ژمنه کړې وه چې القاعده ته به اجازه ورنهکړي، څو د افغانستان خاوره د امريکا پر ضد وکاروي، خو هغه دا ژمنې «په عمل کې بېمانا» وبللې. هغه د بېلګې په توګه يادونه وکړه، چې طالبانو د القاعده پخواني مشر اېمنالظواهري ته د کابل په يوه سيمه کې چې د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراجالدين حقاني تر واک لاندې وه، پناه ورکړې وه.
هغه ټينګار وکړ، چې طالبان لا هم القاعده ته پټ او ښکاره ملاتړ برابروي او د دې ډلې د ځينو فعاليتونو محدودول يوازې د دې لپاره دي چې د امريکا د بېپيلوټه الوتکو له بريدونو ځان وژغوري، نه دا چې په رښتيا د دوحې تړون ته ژمن وي.
دغه امنيتي شنونکي خبرداری ورکړی، چې طالبان او د ايران اسلامي جمهوريت دواړه د کمزورۍ او نسبي يوازيتوب په حالت کې دي، نو ځکه اوس مناسب وخت دی چې پر طالبانو فشار راوړل شي څو د دوحې تړون ټولې ژمنې په بشپړه توګه پلي کړي.
هغه همداراز غوښتنه کړې، چې سيفالعدل دې مصر ته وسپارل شي او د القاعده نور غړي دې له ايران څخه وشړل شي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپورونو لهمخې، سيفالعدل په ايران کې مېشت دی او د اېمنالظواهري له وژل کېدو وروسته يې د القاعده مشري پر غاړه اخيستې ده. جو زکس تر ۴۲ کلونو زيات د امريکا په پوځ او سيایاې کې دنده ترسره کړې او اوس د سيبياېس نيوز د ملي امنيت سلاکار او د دفاع ډيموکراسۍ بنسټ څېړونکی دی.
په همدې حال کې، ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي چې سيفالعدل په يوه ليک کې د طالبانو له مشر ملا هبتالله سره د خپلې رهبرۍ د مرکز د لنډمهاله لېږد په اړه سلا مشوره کړې ده. امريکا او د ملګرو ملتونو کارپوهانو تر دې وړاندې ويلي وو، چې د القاعده مشر په ايران کې مېشت دی.
په دغه ليک کې ويل شوي، چې که د امريکا او اسرایيل تر فشار لاندې د ايران اسلامي جمهوريت نسکور شي، نو القاعده به اړه شي خپله مشري داسې هېوادونو لکه عراق يا سوريې ته ولېږدوي.
همداراز په ليک کې وړانديز شوی، چې تر هغه وخته پورې دې د القاعده مشرتابه ته اجازه ورکړل شي چې په لنډمهاله توګه په افغانستان کې واوسي.