طالبانو له نړۍوالې ټولنې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه کې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو له استازي سره په لیدنه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د نشهيي توکو په وړاندې مبارزه کې ورسره مرسته وکړي. طالبانو په دغه لیدنه کې پر پولو د مجهزو سکنرونو د برابرولو غوښتنه هم کړې.
