• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې د افغان کډوالو پر موټر د پولیسو د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۱۵:۲۳ GMT

حال‌وش خبري اژانس خبر ورکړی چې د افغان کډوالو یو موټر د ایران د پولیسو له مستقیمو ډزو وروسته نسکور شوی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه افغان کډوال وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د ټپیانو له ډلې د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د راپور له مخې، دا پېښه د سې‌شنبې په ورځ، د کب پر پنځمه، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ کې شوې ده.

حال‌وش لیکلي چې د ایران پولیسو له خبرداري پرته د یا د موټر د درولو هڅه کړې، د کډوالو موټر یې تعقیب کړی او پر موټر یې مستقیمې ډزې کړې دي.

ترویج لرونکی

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ
۱

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۲

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۵

د طالبانو مالیې وزارت په کلنۍ بودجه کې د ۶۰ میلیارده افغانیو د زیاتېدو اټکل کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د طالبانو د غچ اخېستونکو بریدونو له امله امنیتي پلټنې او تدابیر سخت کړي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۱۲:۱۷ GMT

رویټرز د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې دغه هېواد پر افغانستان له هوايي بریدونو وروسته امنیتي تدابیر سخت کړي او لسګونه مشکوک کسان یې نیولي ، ځکه ددوی په باور، د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو د زیاتېدو وېره ده.

په کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري ویلي، امنیتي ځواکونه یې د هر ډول احتمالي برید د مخنیوي لپاره په لوړه کچه چمتو دي.

پاکستان ویلي چې د تېرې اونۍ په پای کې یې په افغانستان کې هغه هدفونه بمبار کړي چې د وروستیو ځانمرګو بریدونو مسوول ګڼل کېږي.

بل پلو یوناما د دغو بریدونو په تړاو په خپل رپوټ کې وویل چې د پاکستان په هوايي برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

اسلام‌اباد کابل تورنوي چې وسله‌والو ته یې په خپله خاوره کې خوندي پټنځایونه ورکړي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د سې ‌شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ځواکونو د پولې په اوږدو کې ډزې تبادله کړې او هر لوري بل لوری د نښتې د پیل کولو په تور تورن کړی.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې څو وسله‌وال بریدونه شوي دي. د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د پولیسو پر موټر برید کې پنځه پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او په یوه امنیتي پوسته ځانمرګي برید دوه پولیس وژلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، وروستیو پېښو دا اندېښنه پیاوړې کړې چې بریدګر له افغانستان سره اړیکې لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د لټون او استخباراتي عملیاتو کچه لوړه شوې او لسګونه مشکوک کسان، د هغوی همکاران او اسانتیا برابروونکي نیول شوي دي.

استخباراتي سرچینو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د وسله والو بریدونو د زیاتېدو امکان شته. د خبرتیاوو له مخې، ښاري مرکزونه، بازارونه، امنیتي ځواکونه او عبادت ځایونه احتمالي هدفونه کېدای شي.

یو استخباراتي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د هېواد په کچه د پلټنو عملیات نږدې دوه برابره شوي دي. بل چارواکي زیاته کړې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان لا له وړاندې د بریدونو شاهدان دي او وېره شته چې د پنجاب او سند ایالتونه هم په نښه شي.

د څار نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پاکستان کې د بریدونو شمېر هر کال زیات شوی دی. شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بریدونو شمېر ۲۴۲۵ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۶۵۸ و. همداراز، د تحریک طالبان پاکستان اړوند بریدونه هم په همدې موده کې په چټکۍ زیات شوي دي.

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۰ میلیونو ډېرو افغانانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۱۲:۰۵ GMT

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۰،۹ میلیونه د زیږون پېښې د ماهرو روغتیايي کارکوونکو تر څارنې او مرستې لاندې شوې، چې دا کار د میندو او نوزېږو ماشومانو د ژوند ژغورلو په برخه کې مهم رول لري.

راپور زیاتوي، له ۲،۸ میلیونو څخه د زیاتو نس ناستې پېښو درملنه شوې او ۱،۵ میلیونه ښځو ته د امیندوارۍ پر مهال روغتیايي پاملرنه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې ۲۷۰زره کسان د کرونا ناروغۍ پر ضد واکسین شوي دي، چې د ساري ناروغیو د مخنیوي او د ټولنې د خوندیتوب لپاره اغېزناک اقدام ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې یونیسف د کب په دویمه ویلي و، د افغانستان په لرو پرتو سیمو، په ځانګړي ډول نوریستان کې، ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي. یونسف ټینګار کړی چې د ماشومانو د ژغورنې او د ژمي د سختو شرایطو د مهار لپاره بېړنۍ او پراخې نړیوالې مرستې ته اړتیا ده.

هندي پانګوال د افغانستان په ۶ برخو کې د پانګونې فرصتونه ارزوي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۱۱:۱۴ GMT

هندي پانګوالو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په ناسته کې د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د یادې خونې په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د ګډو پروژو، پانګونو او د افغانستان او هند ترمنځ د دوه‌اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

هندي پانګوالو د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونو د ارزونې یادونه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ټینګار کړی، چې د بهرنیو پانګوالو د جلب، د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو او د پانګونې د خنډونو د کمولو لپاره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د پانګوالو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د خصوصي سکتور ملاتړ د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

په انځورونو کې ښکاري، چې هندي سوداګر د هند له مسلمان پاړکي سره اړه لري، خو د هغوی د پانګې او سوداګرۍ د ډول په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې جزئیات نه دي ورکړي.

له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له هندي پانګوال انوش‌ستانه سره په لیدنه کې د ګرانبیه ډبرو او درملو په سکتور کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې وې.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د نوي ډیلي او کابل ترمنځ اړیکې ښې شوې او د طالبانو دریو وزیرانو دغه هېواد ته سفرونه وکړل او هندي سوداګرو په افغانستان کې د درملو په برخه کې د پانګونې ژمنې وکړې.

طالبانو له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی او د لارو د بندېدو له امله له تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونه ترمنځ سوداګري او راشه درشه بنده ده.

ازبکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړول غواړي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۱۰:۵۳ GMT

ازبکستان او طالبانو هوکړه کړې چې د ترجیحي سوداګرۍ رژیم زر پلی کړي او دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې پنځه میلیارده ته ورسوي. دغه پرېکړه د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشېد خواجه‌اف او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ د ویډیویي کنفرانس په ترڅ کې شوې.

د خواجه‌اېف په وینا، په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زیاته شوې ده.

نوموړي ویلي په تېرو پنځو کلونو کې د سوداګرۍ راکړه ورکړه دوه نیم برابره ، یانې په ۲۰۲۱ کال کې له ۶۵۳ میلیونه ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۶۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. له دې جملې شاوخوا ۱،۵ میلیارد ډالره د ازبکستان صادرات جوړوي.

د ازبکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دواړو لوریو د منځنۍ مودې لپاره نوی هدف ټاکلی چې د سوداګرۍ حجم ۵ میلیارد ډالرو ته ورسوي.

په خبرو کې هوکړه شوې چې له وړاندې د ترجیحي سوداګرۍ لاسلیک شوي تړون د پلي کولو لپاره هڅې زیاتې شي.

دغه تړون د ټاکل شویو توکو لپاره د سوداګریزو خنډونو کمولو او د غیر ضروري محصولاتو د لرې کولو له لارې بازار ته د لاسرسي اسانتیا برابروي.

له سوداګرو سره د پخوانیو سلا مشورو له مخې، که څه هم دغه تړون شاوخوا دوه میاشتې مخکې لاسلیک شوی، خو د پلي کېدو میکانیزمونه یې لا بشپړ فعال شوي نه دي. ازبک تولیدوونکو، په ځانګړي ډول د برېښنايي وسایلو او غاليو جوړوونکو، شکایت کړی چې افغان بازار ته د لاسرسي په برخه کې ځنډ راغلی. چارواکو بیا ټینګار کړی چې د تړون د عملي کېدو بهیر به چټک کړي.

په خبرو کې د پراخې اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره پر اقداماتو هم بحث شوی. لومړیتوب لرونکي برخې د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو پراختیا، د محصولاتو د ترویج لپاره د نندارتونونو او ګودامونو جوړول، د کرنیزو محصولاتو د پروسس په صنعت کې همکاري، د ودانیزو توکو تولید، د نساجۍ صنعت او د خوړو د خوندیتوب اړوند ګډ نوښتونه په ګوته شوي دي.

دواړو خواوو ټینګار کړی چې د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ دې د پانګونې او صنعتي همکاریو پروژې هم پرمخ یووړل شي.

د ازبکستان د رسنیو د رپوټونو له مخې، ټاکل شوې چې د روژې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته دواړه هېوادونه همکاري د عملي پړاو لور ته یوسي. په کابل کې به د سوداګرۍ ګډ فورم جوړ شي، چې تمه ده د دواړو هېوادونو شرکتونه پکې د شراکت فرصتونه وڅېړي.

همدارنګه، هوکړه شوې چې یوه ګډه کاري نقشه چمتو شي، چې د همکارۍ لومړیتوب لرونکي برخې او د سوداګرۍ، پانګونې او صنعتي همکاریو د ملاتړ لپاره به پکې عملي ګامونه مشخص شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ددې ناستې په اړه وویل، چې اداره یې له ازبکستان سره د سوداګرۍ کچه دوه برابره کوي.

ازبکستان په افغانستان کې د دریو نفتي حوزو د سروې چارې پیل کړې

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۱۰:۲۵ GMT

د ازبکستان د جیولوژۍ شرکت په افغان-تاجک نفتي پوله کې د دریو نفتي حوزو سروې پیل کړې ده. د ازبکستان د کانونو او جیولوژۍ وزارت وايي، د سروې چارې د محمدجان ډګر، شمر او احمداباد په نفتي بلاکونو کې روانې دي.

دغه فعالیتونه د هایدروکاربني سرچینو ترڅنګ د اوسپنې او مسو د کانونو د موندلو په موخه کېږي.

د پروژې د رسمي پرانیستې مراسم د سې شنبې په ورځ د طالبانو د بلخ ولایت د اقتصادي چارو مرستیال والي مولوي نورالهدی ابو ادریس او د ازبکستاني شرکت عمومي رییس خایتبوی اومونوف په حضور کې ترسره شوي دي.

یاد وزارت وايي، چې شرکت د سپړنې جواز له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته ترلاسه کړی دی.

د طالبانو دکانونو وزارت د هایدروکاربن د برخې د سروې رییس عبدالخلیل حنفي په دې مراسمو کې وویل، چې د احمد اباد بلاک ۱۸۵۵ کیلومتره، محمد جان ډګر ۳۶۰۸ کیلومټره او شمر ۲۱۵۴ کیلومتره مساحت په بر کې نیسي.

دغه پروژه د هغې همکارۍ تړون له مخې عملي کېږي چې پخوا د ازبکستان د کانونو او جیولوژۍ وزارت او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی و.

دواړو خواوو د جیولوژۍ او کانونو په سکتور کې د همکاریو د لا پراختیا ژمنه بیا تازه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې قزاقستان هم په افغانستان کې د جیولوژیکي سپړنې لپاره ۲۴۰ میلیارده ټېنګې ځانګړې کړې دي.