نیوزېلنډ د ایران پر یوشمېر امنیتي او قضايي چارواکو د سفر بندیز ولګاوه

د نیوزېلنډ د بهرنیو چارو وزیر وېنسټن پېټرز په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران پر ۴۰ چارواکو او وزیرانو یې د سفر بندیزونه لګولي دي. ویل کېږي، چې دغه کسان د ایران د لاریونونو پرمهال د لاریون کوونکو په ځپلو کې ښکېل وو.
د اعلامیې له مخې؛ د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني، د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب، لوی څارنوال محمد موحدي ازاد او د سپاه سداران یو شمېر غړي د ایران د هغو چارواکو په ډله کې دي چې نیوزېلنډ یې پر وړاندې دغه بندیزونه لګولي دي.
