اروپایي ټولنې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د ۱۷۰ مېلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت تخنیکي ډلې د اروپایي ټولنې له استازو سره د افغانستان د روغتیا سکتور پر لومړیتوبونو او روانو همکاریو خبرې کړې دي. د دغه وزارت په وینا؛ اروپايي ټولنې د روغتیا په برخه کې د ۱۷۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د مرستې ژمنه هم کړې ده.
