هندي پانګوال د افغانستان په ۶ برخو کې د پانګونې فرصتونه ارزوي

هندي پانګوالو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په ناسته کې د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

هندي پانګوالو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په ناسته کې د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د یادې خونې په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د ګډو پروژو، پانګونو او د افغانستان او هند ترمنځ د دوهاړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
هندي پانګوالو د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونو د ارزونې یادونه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ټینګار کړی، چې د بهرنیو پانګوالو د جلب، د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو او د پانګونې د خنډونو د کمولو لپاره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي، چې د پانګوالو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د خصوصي سکتور ملاتړ د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
په انځورونو کې ښکاري، چې هندي سوداګر د هند له مسلمان پاړکي سره اړه لري، خو د هغوی د پانګې او سوداګرۍ د ډول په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې جزئیات نه دي ورکړي.
له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له هندي پانګوال انوشستانه سره په لیدنه کې د ګرانبیه ډبرو او درملو په سکتور کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې وې.
د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د نوي ډیلي او کابل ترمنځ اړیکې ښې شوې او د طالبانو دریو وزیرانو دغه هېواد ته سفرونه وکړل او هندي سوداګرو په افغانستان کې د درملو په برخه کې د پانګونې ژمنې وکړې.
طالبانو له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی او د لارو د بندېدو له امله له تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونه ترمنځ سوداګري او راشه درشه بنده ده.