• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علیمه خان: عمران خان ته دې د شخصي ډاکټرانو د لیدو اجازه ورکړل شي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان خور علیمه خان وایي، عمران خان پیغام استولی او ویلي یې دي چې «په سترګو یې څه نه‌ښکاري». د هغې په وینا؛ عمران خان غوښتنه کړې، چې شخصي ډاکټرانو ته دې ورسره د لیدو اجازه ورکړل شي.

علیمه خان اډیاله زندان ته نږدې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې نن هم له عمران خان سره د لیدو اجازه نه‌ده ورکړل شوې او هغه دامهال په «انفرادي خونه» کې ساتل کېږي.
هغې زیاته کړه، تر هغې چې شخصي ډاکټران د عمران خان روغتیایي وضعیت په اړه معلومات ورنه کړي؛ دوی به د بل چا پر خبرو باور ونه کړي. د هغې په وینا؛ د دوی غوښتنه دا ده چې د عمران خان بشپړه درملنه دې د هغه د کورنۍ او شخصي ډاکټرانو په حضور کې ترسره شي.
د عمران خان بلې خور عظما خان هم ویلي، که ورور یې په کومې ناروغۍ اخته وي؛ نو په اړه دې معلومات ورکړل شي او په پټه دې نه ساتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وړمه ورځ د سترګو د درملنې د دوام لپاره په اسلام‌اباد کې پېمز روغتون ته لېږدول شوی و. د پېمز روغتون د ادارې له‌خوا ویل شوي، چې عمران خان د اډیاله زندان څخه د درملنې په موخه ور وړل شوی و.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي