• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په باجوړ کې د پولیسو پر «ابابیل سکواډ» برید کې ۴ پولیس وژل شوي او دوه ټپیان دي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۱۴:۲۰ GMT

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په خار سیمه کې وسله‌والو د پولیسو پر «ابابیل» نومي سکواډ برید کړی، چې له امله یې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، پېښه په نوي کلي سیمه کې د پولیسو د ګزمې پرمهال شوې ده.

د سیمه ییزو پولیسو مشر ګل زاده ویلي، د ټپیانو حالت له خطره بهر دی.

پولیس چارواکو ویلي، چې ابابیل سکواډ د روژې میاشتې پر مهال د امنیت ټینګښت لپاره په سیمه کې ځای پر ځای شوی و.

ترویج لرونکی

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ
۱

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۲

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۵

د طالبانو مالیې وزارت په کلنۍ بودجه کې د ۶۰ میلیارده افغانیو د زیاتېدو اټکل کړی

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د افغان کډوالو د پنډغالي هټۍ وتړل شوې

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۷:۵۳ GMT

د خیبر پښتونخوا سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په صوابۍ کې د افغان کډوالو «بارکۍ» پنډغالي قانوني موده پای ته رسېدلې او په دغه پنډغالي کې مېشت افغان کډوال باید ژر تر ژره له دې ځایه ووځي. دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې په دغه پنډغالي کې شاوخوا ۲۰زره افغان کډوال مېشت دي.

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د کب ۶مه) ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د ځايي چارواکو له‌خوا د ګوهټي (بارکۍ) پنډغالي ټولې هټۍ او سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.

د یادې سیمې د مرکزي دفتر مرستیالې کمېشنرې علینا شکیل د پنډغالي د لیدنې پرمهال ویلي، چې حکومت په رسمي ډول دغه پنډغالی تړي. هغې زیاته کړې، چې په دغه پنډغالي کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو ورکړل شوې موده پای ته رسېدلې.

دغه پنډغالی چې له کلونو راهیسې د زرګونه افغان کورنیو د اوسېدو ځای و، اوس شاوخوا ۲۰زره کسان په‌کې ژوند کوي. ډېری دغه کورنیو په همدې پنډغالي کې واړه او کوچني کاروبارونه جوړ کړي.

د یادې پرېکړې له اعلان وروسته په دغه پنډغالي کې مېشتو یوشمېر افغان سوداګرو له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې تر راتلونکي لوی اختره پورې د پاتې کېدو اجازه ورکړي. دوی وايي، چې د خپلو شتمنیو د راټولولو، د پورونو د تصفیې او د کاروباري حسابونو د تړلو لپاره وخت ته اړتیا لري.

دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او د دغه هېواد حکومت څو ځله ټینګار کړی چې د بې‌اسناده کسانو حضور به نور ونه زغمي. لاتراوسه روښانه نه‌ده، چې ځايي چارواکي به د پنډغالي اوسېدونکو ته د مودې غځولو اجازه ورکړي که نه.

په کوهاټ کې د پولیسو پر موټر د برید له امله د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پولیس وژل شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۸:۳۲ GMT

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه موټر په وسله‌وال برید کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې؛ تر برید وروسته وسله‌والو د پولیسو موټر سوځولی دی.

د کوهاټ د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د شکردرې پر سړک شوې او ټپیان یې نږدې روغتون ته لېږدولي دي. نوموړي زیاته کړې، چې تر برید وروسته یې نور ځواکونه هم سیمې ته لېږلي دي.

د کوهاټ امنیتي مسوولینو زیاته کړې، چې وسله‌وال تر برید او د موټر تر سوځولو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د دوی په وینا؛ په سیمه کې د وسله‌والو پر وړاندې چاڼیز عملیات پيل شوي دي.

لاتر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

د ګل بهادر مرستیال: د پاکستان حکومت طالبانو ته د «خوارج» تر نامه لاندې د «کافر» خطاب کوي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۱۹:۱۵ GMT

د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د اتحاد المجاهدین مرستیال مولوي صادق نور داوړ په یوه غږیز پیغام کې ویلي، پاکستان د خوارجو تر نامه لاندې طالبانو ته د «کافر» خطاب کوي. هغه د دیني عالمانو په استناد خوارج د دین له دایرې بهر ګڼلي او وايي، «پاکستان د خوارجو په نامه په کوزه کې سمندر ځای کړی».

د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د اتحاد المجاهدین شورا مرستیال مولوي صادق نور په خپل غږیز پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ، د فبروري پر ۲۳مه خپور شوی، ویلي چې د دوی ډله او د پاکستان خلاف نور جنګېدونکي وسله‌وال طالبان د شریعت د ټینګښت لپاره مبارزه کوي او عقیده یې له خوارجو سره بشپړ توپیر کوي.

نوموړي د خوارجو او حنفي مذهبو ترمنځ پر توپیرونو له دیني اړخه دلایل وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې خوارج د سترو علماوو په نزد د اسلام له دایرې څخه بهر دي او د هغوی او د طالبانو په عقیده او نظریاتو کې ډېر تفاوت دی.

نوموړي دغه راز خپلو جنګیالیو ته روښانه کړې، چې د پاکستان پوځ د خوارجو تر نامه لاندې دوی ته د «کافرانو» خطاب کوي او د دې اصطلاح تر نامه لاندې یې سمندر په کوزه کې ځای کړی چې د ده په وینا، شاته بل پیغام لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو نظریه د خوارجو نه ده او نه هم د هغوی په څېر اعمال لري.

مولوي صادق نور په دغه غږیز پیغام کې د پاکستان پر پوځ د خوارجو تور لګولی او وايي، چې «مدرسې، علما او دیني مراکز په نښه کوي».

د پاکستان د اتحاد المجاهدین شورا د مرستیال دغه پیغام داسې مهال دی، چې د پاکستان پوځ، حکومت او رسنۍ په دې وروستیو کې په بلوچستان کې جنګېدونکو بلوڅ جنګیالیو ته د «فتنه الهند» او پاکستاني طالبانو ته د «خوارج الهند» اصطلاحات کاروي.

په لکي مروت کې د انعام الله خان پر کور د ډرون څـرخـکو بـریـدونـه شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۱۵:۵۹ GMT

په لکي مروت کې د مروت او بیټني قبیلو د غورځنګ مشر انعام الله خان وايي، چې پر کور او مېلمستون یې د ډرون څرخکو درې بریدونه شوي دي. نوموړي د پاکستان پر پوځ او استخباراتو نیوکې کړې، چې دا ډرون څرخکې څوک پورته کوي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې ډرون څرخکو یې پر کور او مېلمستون درې بریدونه کړي دي.

هغه په دې ویډیو کې د پاکستان پر پوځ او څارګرو ادارو تور لګولی، چې د وسله والو جنګیالیو ملاتړ کوي.

انعام الله خان په سیمه کې د طالبانو خلاف د مروت او بیټنو له قبیلو د جوړ قومي غورځنګ مشري کوي.

له دې وړاندې هم پر نوموړي څوځله بریدونه شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې پر پوستې او امبولانس برید کې درې تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۱۰:۵۰ GMT

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د بهادرخېل سيمې په درګاه شهیدان سیمه کې د پاکستان سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوسته د ډرون څرخکې په برید کې د ټپي شویو نظامیانو پر لېږدوونکو امبولانسونو ډزې شوې او درې تنه پکې وژل شوي.

په کرک ولسوالۍ کې امنیتي سرچینو ویلي، چې د ډرون څرخکې له برید وروسته ټپیان د روغتون پر لور په امبولانس کې لېږدول کېدل، خو په لاره کې وسله‌والو کسانو پرې له کمین نه ډزې کړې دي او درې تنه یې پکې وژلي دي.

په دغه برید کې پنځه تنه ټپیان شوي هم دي.

دغو سرچینو ادعا کړې، چې وسله‌والو د ډزو پر مهال دوو امبولانسونو ته اور هم اچولی چې له کبله یې دواړه امبولانسونه بشپړ سوځېدلي دي.