• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو پلاوي په ترکمنستان کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز پر معیاري صادراتو خبرې کړې

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۶:۵۹ GMT

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې رییس فیض‌الله تمیم د یوه پلاوي په ملتیا د ترکمنستان د کیمیاوي صنایعو، تېلو او ګازو وزارتونو له مسوولینو سره په ناسته کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز صادراتو پر معیاري کولو ټینګار کړی.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه لیدونو کې د دواړه خواوو ترمنځ د معیاري کولو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د ټاکل شویو معیارونو له مخې افغانستان ته د نفتي توکو او اوبلن ګاز د صادراتو په څرنګوالي خبرې کړې.

د دواړه خواوو چارواکو دغه لیدنې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د وارېدونکو نفتي توکو د کیفیت د تضمین په لور مهم ګام یاد کړی.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې رییس فیض‌الله تمیم تېره ورځ هم د ترکمنستان د معیار او نورم له دولتي ادارې سره په عشق اباد ښار کې کتلي دي. په دغه کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د معیارونو، کیفیت لوړولو او دواړو خواوو د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی و.

ترویج لرونکی

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ
۱

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۲

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

په ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۵

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: کندهار کې هره ورځ ۵۵۰ ټنه د چرګانو دانه تولیدېږي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۴:۰۹ GMT

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ په ۹ فابریکو کې ۵۵۰ ټنه د چرګانون دانه تولیدېږي. نوموړي‌ ویلي، چې کندهار په دې برخه کې پر ځان بسیا دی.

د هغه په وینا؛ په کندهار کې د چرګانو خوراکي تولیدي کارخونو په کور دننه اړتیاوې پوره کړې او نورو ولایتونو ته یې هم استوي. نوموړي‌ زیاته کړې: «په کندهار کې اوس د ۹ فابریکو څخه هره ورځ ۵۵۰ ټنه د چرګانو دانه تولیدېږي. په دې برخه کې پر ځان بسیا یو او دغه تولید په ژمي کې زیاتېږي او دوبي کې کمېږي؛ ځکه دوبي کې د چرګانو پالنه کمه وي او غوښه هم لږ استعمالېږي».

په ورته وخت کې د یادو فابریکو مسوولین له طالبانو د برېښنا، په صنعتي ساحه کې د ځمکو د ورکړې، په کور دننه د خامو موادو او نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنه کوي. د چرګانو د غوښو او هګیو د تولید شرکتونه وايي، د طالبانو پاملرنه د چرګانو او هګیو د بیو پر ټېټېدو مسقتیم اغېز کوي.

تېره میاشت ​​په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په عصري ټېکنالوژۍ او نړۍوالو معیارونو جوړ شوی د چرګانو یو فارم د ورځې ۳۵۰زره هګۍ او ۶۵ټنه غوښه تولیدوي.

عطامحمد نور: طالبان دې له ترور او وینې تویولو لاس واخلي، موږ دې جګړې ته نه اړ باسي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۳:۰۸ GMT

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په تهران کې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د غور ولایت پر استازي کرام‌الدین رضا زاده د برید په غبرګون کې طالبان د تاوتریخوالي پر دوام تورن کړل او خبرداری یې ورکړ، چې «موږ دې جګړې ته نه اړ باسي».

هغه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، نن د تهران د کرج په سیمه کې کرام‌الدین رضازاده چې د ملي شورا پخوانی استازی او د غور ولایت د والي پخوانی مرستیال و؛ د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په نښه او ټپي شوی دی.

هغه ویلي، د شته معلوماتو له مخې د رضازاده روغتیايي وضعیت «هیله‌بښونکی» ښودل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی. نوموړي د هغه لپاره د بېړنۍ او بشپړې روغتیا غوښتنه کړې.

عطا محمد نور طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «له تاوتریخوالي، ترور او وینې تویولو لاس واخلئ. د بې‌ګناه انسانانو وینه تویول نه د قدرت نښه ده او نه د مشروعیت».

نوموړي زیاته کړې، دوی تر اوسه د پخوانیو تراژیدیو د تکرار د مخنیوي لپاره د زغم او صبر لاره خپله کړې او «ځان ته مو د جګړې اجازه نه‌ده ورکړې». هغه ټینګار کړی، دغه خبرې له داسې ادرس څخه کېږي چې «د جګړو د ډګرونو څو لسیزې تجربه لري».

د بلخ پخواني والي ادعا کړې، چې په تېرو لسیزو کې حتی په سختو شرایطو کې هم د طالبانو له اسیرانو سره ښه چلند شوی او ګڼ شمېر کسان بېرته خوشې شوي دي. هغه ویلي، د جمهوري نظام په لومړیو ورځو کې یې د غچ اخیستنې مخه نیولې او ان د یوه طالب قوماندان ژوند یې ژغورلی دی.

عطا محمد نور خبرداری ورکړی، چې د بې‌دفاع کسانو وژنه که په هېواد دننه وي او که بهر، «د اقتدار نښه نه؛ بلکې د بې‌ثباتۍ او وېرې څرګندونه ده». هغه په پای کې له طالبانو غوښتي، چې د تاوتریخوالي له لارې واوړي او افغانستان نور د تقابل او ناورین پر لور نه بیایي. هغه ټینګار کړی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر «عقلانیت، زغم او د وینې تویولو پای ته رسولو» ته اړتیا لري.

افغانستان کې د وزګارۍ اوج؛ طالبان وايي له ۱۶۶زره زیات کډوال یې د کارموندنې لپاره ثبت کړي

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۲:۴۹ GMT

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د راستنېدونکو کډوالو د کارموندنې لپاره د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې تر دې دمه ۱۶۶زره مسلکي او نامسلکي کسان ثبت کړي او نوملړ یې له بېلابېلو ادارو سره شریک شوی.

خو له بل پلوه ډېری کسان د کمزوري اقتصاد، د کار د نشتوالي او په ادارو کې کار اهل کار ته د نه سپارولو له امله شکایتونه کوي. که څه هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې وزګاري خپل اوج ته رسېدلې او ډېری مسلکي کسان ناوړه اقتصادي وضعیت او د کار له نشتوالي سره مخ دي؛ خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې دوی د کډوالو د کار موندنې لپاره د سلګونه کسانو نوملړ چمتو کړی.

تر اوسه لاروښانه نه‌ده، چې یادو کسانو ته به څه مهال کاري فرصتونه برابر شي. فطرت وايي، له همدې نوملړ څخه یې ۶زره او ۱۴۱ تازه ستانه شوي کډوال په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو کې شامل کړي او شاوخوا ۲زره نور یې د مستقیمې ګومارنې لپاره خپلو ادارو ته ور پېژندلي دي.

د فطرت په خبره؛ ۷۷۲ کسان یې د خصوصي سکټور په همکارۍ په صنعتي پارکونو کې په کار ګومارلي دي. په کندهار او ننګرهار کې بیا تازه ستانه شوي کډوال د کار له نشتوالي شکایت کوي او په وار، وار یې له طالبانو غوښتي، چې د کورني اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ورته کاري فرصتونه برابر کړي.

سردار محمد ۸ میاشتې مخکې له خپلې نهه کسیزې کورنۍ سره له پاکستان نه د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستون شوی او دا مهال د کاري فرصتونو د نشتوالي یادونه کوي. نوموړي‌ له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «په لومړۍ ورځ چې افغانسان ته راغلم یوې موسسې یوازې تر کوره د رسېدو لپاره لږه اندازه نغدي مرسته وکړه، د مرستو لپاره مو نومونه ثبت شوه؛ خو اوس نه مرسته شوې او بیا چا پوښتنه هم نه‌ده کړې».

هغه زیاتوي، چې د ژمي په سړې هوا کې له خپلو ماشومانو سره له کړاوه ډکې شپې سبا کوي او یوازې د نږدې دوستانو لاسنيوي د سوال کولو څخه ګرځولی. خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده: «هڅې روانې دي، چې ټولو په شرایطو برابرو کسانو ته مناسب کاري فرصتونه برابر شي».

پر طالبانو نیوکه ده، چې د اړیکو او «جهاد» په نوم یې په ادارو کې خپل کسان په دندو ګومارلي او ډېری پخواني مسلکي کسان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ ایران له دواړو خواوو د زغم او خبرو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۲:۴۸ GMT

په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري‌مقدم پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي، چې له زغم کار واخلي او د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.

رضا امیري‌مقدم د سې‌شنبې په ورځ د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د وینا پرمهال ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ ختیځو سیمو ته نږدې د تاوتریخوالي زیاتوالی خطرناکې پایلې لرلای شي او د نښتو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه‌دی.

هغه ټینګار وکړ: «جګړه د هېڅ ستونزې حل‌لار نه‌ده. د سیمې په ناامنۍ او تاوتریخوالي کې د هېڅ هېواد ګټه نه‌شته. تهران تل خبرې او سوله‌ییزې لارې د اختلافاتو یوازینۍ حل‌لار ګڼلې ده».

هغه زیاته کړې، چې د ایران او پاکستان ګډ دښمنان هڅه کوي په سیمه کې د بېلتون‌پالنې او ناامنۍ پروژې پیاوړې کړي او له هر ډول امنیتي تشې او د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ له ترینګلتیا څخه د خپلو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم اعلان کړی و چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د همکارۍ چمتووالی لري. د راپورونو له مخې؛ د تېرې شنبې په ورځ (د کب ۲مه) پاکستاني ځواکونو پر ننګرهار، خوست او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي.

اسلام‌اباد ادعا کړې، چې په دغه بریدونو کې تر ۷۰ زیات وسله‌وال وژل شوي؛ خو طالب چارواکو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې په دغه بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا له تېرې تلې میاشتې راهیسې زیاتې شوې، چې له امله یې سیاسي او سوداګریزې اړیکې هم اغېزمنې شوې دي.

طالبانو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه د روسیې راپور رد کړ

AP ۱۴۰۴ کب ۶ ۰۲:۲۰ GMT

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور رد کړ، چې وايي په افغانستان کې د نړۍوالو وسله‌والو ډلو شاوخوا ۲۰ تر ۲۳زره جنګیالي حضور لري. مجاهد د دغه راپور معلومات او سرچینې ناسمې بللې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، په ​​روسیه کې د هغو سرچینو په اړه خواشینی دی چې دغه ډول شمېرې یې وړاندې کړې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت (د کب ۴مه) راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د نړۍوالو وسله‌والو ډلو د جنګیالیو ټول‌ټال شمېر له ۲۰ تر ۲۳زره کسانو پورې اټکل کېږي او له نیمايي ډېر یې بهرنیان دي.

په راپور کې راغلي، چې داعش له ۳زره غړو سره په افغانستان کې تر ټولو لویه وسله‌واله ډله ده.

د دغه راپور په غبرګون کې ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې دوی دغه ادعاوې ردوي او په افغانستان کې هېڅ وسله‌واله ډله حضور نه‌لري. هغه زیاته کړه، چې افغانستان یو واحد حاکمیت لري او بهرنۍ ډلې په دغه هېواد کې فعالیت نه‌شي کولای.

د روسیې په راپور کې همدارنګه ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک شاوخوا ۵ تر ۷زره غړي، القاعده ۴۰۰ تر ۱۵۰۰، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۳۰۰ تر ۱۲۰۰، د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې اوس یې نوم د ترکستان اسلامي حزب ته بدل شوی ۱۵۰ تر ۵۰۰ او جماعت انصارالله ۱۵۰ تر ۲۵۰ غړي په افغانستان کې لري.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، یوازینۍ وسله‌واله ډله چې د طالبانو رژیم پر وړاندې فعالیت کوي د داعش خراسان څانګه ده چې په افغانستان کې یې روزنیزو کمپونه، اډې او ځینې پټې شبکې فعالې ساتلې دي.

په راپور کې راغلي، چې دغه څانګه تر ډېره د افغانستان په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې فعالیت لري او اوږدمهاله موخه یې د منځنۍ اسیا نفوذ او د یوه اسلامي خلافت جوړول دي. خو راپور وايي، چې د بریدونو شدت او پراختیا ته په کتو د داعش خراسان څانګه د طالبانو رژیم لپاره جدي ګواښ نه‌جوړوي.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.