طالبانو له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، چې له (ZFA) او (ODESC) مرستندویه موسسو سره یې د یو میلیون او ۵۲ زره ډالرو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، چې له (ZFA) او (ODESC) مرستندویه موسسو سره یې د یو میلیون او ۵۲ زره ډالرو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یادو دوو مرستندویه موسسو سره د شوې هوکړې لهمخې به په کابل، لوګر، تخار، ننګرهار، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې ۲۲۵۰ تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره مرستې وشي.

اسراییلي ټلویزوني شبکې «کان» راپور ورکړی، چې امریکا په لبنان کې د خپل سفارت لسګونه تنه کارکوونکي له دغه هېواده وایستل. لبناني رسنیو هم ویلي، چې واشنګټن خپل لسګونه کسان د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.
همدارنګه لبناني ټلویزون «ایل بي سي اې» هم ویلي، چې په بیروت کې د امریکا سفارت د احتیاطي اقدام په توګه خپل لسګونه کارکوونکي د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.
د باخبره سرچینو په وینا، دغه اقدام د سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره شوی، په ځانګړي ډول که امریکا پر ایران برید وکړي، نو یاد کارکوونکي به د تهران له متقابل ځواب څخه خوندي واوسي.
تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په لبنان کې د امریکا سفارت ښايي ډېر ژر په یوې اعلامیې کې د دې اقدام جزییات او احتمالي پایلې روښانه کړي.
د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي، چې مامورانو یې یو شل کلن کس هغه مهال په ډزو وواژه، چې نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استوګنځي خوندي ساحې ته د «غیرقانوني ننوتلو» هڅه کوله.
د «این بي سي نیوز» د راپور له مخې، یاده پېښه د امریکا په وخت د یکشنبې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه د فلوریډا ایالت په ویسټ پام بیچ ښار کې شوې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مهال په واشنګټن کې حضور لري.
امریکايي چارواکو تر اوسه د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، نړیوالو فشارونو او کورنیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي، چې د ایران حکومت به د دغو ننګونو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي.
هغه د نړیوالو فشارونو او ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل: «د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو.»
پزشکیان همداراز د ایران د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ دنده لرو چې هغه ټپونه چې د ټولنې پر بدن لګېدلي، بېرته ورغوو.»
د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې دا هېواد له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او سیاسي فشارونو سره مخ دی، او چارواکي هڅه کوي د خلکو باور وساتي او د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.
د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مارياګنس اشترکزیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ماري اګنس ویلي چې هغه په ښکاره ډول د ایراني ډیپلوماتانو د اخراج د غوښتنې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې هغه کسان چې د ترور او ځپنې تنظیم او ملاتړ کوي، باید له عادي ډیپلوماتیکو اړیکو برخمن نه شي.
نوموړې زیاته کړې چې د اروپايي هېوادونو له لوري باید د ایران پر وړاندې قاطع او روښانه دریځ خپل شي، څو د دې هېواد له لوري د امنیتي ګواښونو او احتمالي اقداماتو مخه ونیول شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیاسي اختلافاتو او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. اروپايي چارواکو مخکې هم د ایران د امنیتي بنسټونو پر ځینو غړو بندیزونه لګولي او د بشري حقونو او امنیتي مسایلو په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ګواکې په ایران کې ۳۲زره کسان وژل شوي دي. عراقچي، ټرمپ ته ویلي چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره باید اسناد وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې،چې د ایران حکومت د وروستیو اعتراضونو د وژل شویو کسانو ۳۱۱۷نومونه خپاره کړي، چې په کې شاوخوا ۲۰۰کسان د امنیتي ځواکونو غړي دي. عراقچي ټینګار وکړ: «که څوک زموږ د معلوماتو د کره والي په اړه شک لري، نو باید د اسنادو پر اساس خبرې وکړي.»
د یادونې وړ ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ په یوې وینا کې ویلي و چې په ایران کې، په یوه نسبتاً لنډه موده کې، ۳۲زره کسان وژل شوي دي. هغه د ایران د وضعیت په اړه وویل چې خلک د دې هېواد له مشرانو سره «ډېر توپیر لري.»
دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو پر اختلاف او د وروستیو اعتراضونو د شمېر په اړه د شخړې نښه ګڼل کېږي.