د سپاه پاسداران يوه غړي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، په دې اړه ايران انټرنشنل ته ويلي چې د اسلامي جمهوريت د عالي امنيت شورا منشي علي لاريجاني له هغو چارواکو څخه دی چې په وروستيو کې په تړلو سترګو د خامنهيي پټنځای ته بېول شوی و. هغه د عمان له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له کتنې مخکې د خامنهيي د ليدنې لپاره ورغلی و.
د سلواغې په مياشت کې او له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د دويم ځل لپاره د اسلامي جمهوريت د لوړپوړو پوځي او امنيتي چارواکو د ارزونو لهمخې چې د امريکا د بريد احتمال زيات شوی، خامنهیي په تهران کې په يوه ځانګړي ځمکتل کې چې پېچلې او يو له بل سره تړلې تونلونه لري، پټ شوی دی.
د دغو معلوماتو لهمخې، د هغه درېيم زوی مسعود خامنهيي ورځنۍ دفتري چارې پر مخ وړي او د هغه بل زوی مجتبی خامنهيي له حکومتي چارواکو سره اړيکې ساتي. په وروستيو اوونيو کې دا اندېښنه زياته شوې، چې کېدای شي د يو پوځي بريد پر مهال علي خامنهیي او د اسلامي جمهوريت نور لوړپوړي مشران په نښه شي.
د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال هم د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ټينګار کړی و، چې د اسلامي جمهوريت د مشر د پټنځای په اړه معلومات لري، خو تر اوسه د هغه د نښه کولو نيت نه لري. ټرمپ د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۷مه د ۱۲ ورځنۍ جګړې په منځ کې په خپلې ټولنيزې شبکې ټروټ سوشال وليکل، چې د علي خامنهيي د پټې هستوګنې له ځایه خبر دی، خو اوس مهال د هغه د وژلو نيت نه لري.
هغه وليکل: «موږ په بشپړه توګه خبر يو چې په اصطلاح "لوی مشر" چېرته پټ دی؛ هغه يو اسانه هدف دی، خو په خپل اوسني ځای کې خوندي دی. لږ تر لږه تر اوسه د هغه د لهمنځه وړلو نيت نه لرو». ټرمپ همدارنګه د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د چنګاښ په شپږمه په همدې ټولنيزه شبکه کې په يوې بلې ليکنه کې وليکل، چې هغه خامنهيي له يو ډېر بد او له سپکاوي ډک مرګ څخه ژغورلی دی.
هغه د علي خامنهيي هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې د اوربند وروسته له يوې پټ ځمکتل لاندې خونې څخه ثبت او خپرې شوې وې وويل، چې د بنديزونو د لرې کولو لپاره د ده هڅې چې پر ايران يې سخت اغېز کړی او نور اړوند موضوعاتو کولای شول د ايران د چټک، بشپړ او هر اړخيزې بيا رغونې لپاره ډېر زيات فرصت برابر کړي، خو دا بهير درېدلی دی.
ټرمپ ليکلي: «ولې خامنهيي دومره ښکاره او ناپوهانه اعلان کړی چې له اسرایيل سره په جګړه کې بريالی شوی، حال دا چې خپله هم پوهېږي دا خبره دروغ ده او له حقيقت سره اړخ نه لګوي؟ هغه چې ځان باايمانه سړی بولي، بايد دروغ ونه وايي. هېواد يې ويجاړ شوی، درې شرير اټومي مرکزونه يې لهمنځه تللي دي».
د امريکا ولسمشر زياته کړه: «زه په کره توګه پوهېدم چې هغه چېرته پټ دی او ما اجازه ورنهکړه چې اسرایيل يا د امريکا متحده ايالاتو وسلهوال ځواکونه چې بې له شکه د نړۍ تر ټولو ستر او ځواکمن پوځ دی، د هغه ژوند واخلي».
ټرمپ په پای کې وليکل: «ما هغه له يو ډېر بد او له سپکاوي ډک مرګ څخه وژغوره؛ ايا نه ده پکار چې ووايي: مننه، ولسمشر ټرمپ!».