امریکایي سناتوران: ټرمپ باید د ایران په اړه خپل نظامي پلانونه له ولس سره شریک کړي

د امریکا د سنا مجلس لوړپوړو ډیموکراتانو د ایران پر وړاندې د احتمالي برید لپاره د حکومت د نظامي چمتووالي په اړه په یوه محرمانه توجیهي غونډه کې له ګډون وروسته، له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې خپل اهداف او استدلال په ښکاره ډول د امریکا له ولس سره شریک کړي.
