طالبانو په کندهار کې پاکستان ته د ۲۵۰ کیلو سپينو زرو او ګران بیه ساعتونو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند نذیز احمد شکېب وایي، د دوی ځواکونو د ګزمې پرمهال د سپین بولدک ولسوالۍ د مازل ګلۍ په سیمه کې ۲۵۰ کیلو سپين زر او ۲۹۰ ګران بیه راډو ساعتونه نیولي چې پاکستان هېواد ته قاچاق کېدل. نوموړي زیاته کړې، چې په دې تړاو یوشمېر کسان هم نیول شوي.
