د لبنان د حزبالله یو چارواکی: پر ایران د امریکا د محدود برید په صورت کې به مداخله ونهکړو

د لبنان د حزبالله ډلې یوه لوړپوړي چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې دغه ډله پر ایران د امریکا د "محدودو" بریدونو په صورت کې پوځي مداخله نه کوي، خو علي خامنهیي ته هر ډول زیان رسول خپله "سره کرښه" ګڼي.
یاد چارواکي همداراز ویلي، چې پر ایران د امریکا د محدودو بریدونو په صورت کې به د حزبالله دریځ د پوځي مداخلې نه کول وي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور لهمخې، لبناني چارواکو اندېښنه ښودلې چې پر ایران د متحده ایالاتو د بریدونو له زیاتوالي سره، ښايي حزبالله په یوه پراخه سیمهییزه جګړه کې ښکېل شي او په بالقوه توګه به لبنان نور هم د شخړو کندې ته ور ولوېږي.
لبناني چارواکي وايي، اسراییل خبرداری ورکړی چې په داسې یوه وضعیت کې به د بیروت د نړۍوال هوايي ډګر په ګډون ملکي بنسټونه په سختۍ سره په نښه کړي.
