اسراییل هیوم: د تهران په نوي وړاندیز کې د پخوا پرتله هېڅ بدلون نه تر سترګو کېږي

اسراییل هیوم ورځپاڼې د اټومي خبرو اترو د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري د هوکړې لپاره په وړاندې شوي نوي سند کې د تهران د تېر وړاندیز پرتله هېڅ نوی بدلون نشته.
د راپور لهمخې، د ايران حکومت د امريکا د اساسي غوښتنې يعنې په خپله خاوره کې د يورانيمو د بډاينې بشپړ درولو په اړه هېڅ نرمښت نه دی ښودلی او په دې برخه کې یې خپل پخوانی دريځ پر ځای ساتلی دی.
تر دې وړاندې د ايران رسنيو خبر ورکړی و، چې د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچی د چهارشنبې په ماښام په جنيوا ښار کې د عمان د بهرنيو چارو له وزير بدر البوسعیدی سره په کتنه کې د احتمالي هوکړې لپاره هغه عناصر او ټکي چې د بنديزونو د لرې کېدو او اټومي موضوعاتو په برخه کې د تهران د نظر وړ دي، هغه ته وسپارل.
