ټرمپ: امریکا له ونزوېلا نه تر ۸۰ مېلیون بېرله ډېر تېل ترلاسه کړي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې متحده ایالاتو تر دې دمه له ونزوېلا نه تر ۸۰ مېلیون بېرله ډېر تېل ترلاسه کړي دي. هغه ونزوېلا د امریکا «نوی دوست او ملګری هېواد» وباله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې متحده ایالاتو تر دې دمه له ونزوېلا نه تر ۸۰ مېلیون بېرله ډېر تېل ترلاسه کړي دي. هغه ونزوېلا د امریکا «نوی دوست او ملګری هېواد» وباله.
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې واشنګټن (د جنورۍ په ۳مه) په کاراکاس کې د نیکولاس مادورو تر نیولو وروسته د ونزوېلا د تېلو پر پلور او عایداتو لامحدود کنټرول غواړي. هغه د امریکا د تېلو شرکتونو لپاره د ونزوېلا د انرژۍ صنعت د بیا راژوندي کولو لپاره د ۱۰۰ مېلیارد ډالرو پانګونې پلان هم اعلان کړ او ویې ویل، چې ګټه به یې د ونزوېلا د خلکو، متحده ایالاتو او شرکتونو ترمنځ شریکه شي.

د برازیل په سوېل ختیځ میناس ګرایس ایالت کې د سختو او پرلهپسې بارانونو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۹ نور لادرکه دي. سیمهییز چارواکي وايي، دغه مرګژوبله د توپاني بارانونو او سېلابونو له امله په "ژویس دي فورا" او "اوبا" ښارونو کې رامنځته شوې ده.
دا دواړه ښارونه شاوخوا ۱۱۰ کيلومتره واټن لري. د بېړنیو پېښو ایالتي ادارې د دغو شمېرو په تایيد سره ويلي، چې د لادرکه شويو کسانو د موندلو لپاره پلټنې او د ژغورنې چارې لا هم روانې دي.
د برازیل ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سیلوا په اېکس کې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې او ليکلي يې دي: «زموږ ټينګار پر دې دی چې بېړنۍ بشري مرستې ورسېږي، بنسټيز خدمتونه بېرته ورغول شي، له بېځايه شويو سره مرسته وشي او د بيا رغونې چارې پيل شي».
د ژویس دي فورا ښاروالۍ ويلي، چې د سېلابونو او د ځمکې ښویېدو له امله نږدې ۴۴۰ کسان په دې ښار کې بېځايه شوي دي او د ښار ښوونځي تر بلې خبرتيا پورې تړل شوي دي. همدارنګه، د پېښو د څېړنې او د لادرکه کسانو د موندلو لپاره ځانګړي تخنيکي ټيمونه ګومارل شوي دي. د ژغورنې ایالتي ادارې د څرګندونو لهمخې، په دواړو زيانمنو ښارونو کې ۱۳۴ ژغورونکي ځای پر ځای شوي دي.
ګېبريل ويتور هغه ۲۴ کلن ژغورونکی دی چې ژویس دي فورا ته لېږل شوی او هغه حالت «بحراني» بولي او وایي: «شرايط ډېر ستونزمن دي او ګڼ کسان لادرکه دي، خو د يو بل په مرسته به بالاخره ټول پيدا کړو».
د برازیل حکومت په يوې رسمي اعلاميې کې په ژویس دي فورا ښار کې د «عامه ناورين» حالت اعلان کړی دی. دغه پرېکړه د دې لامل کېږي، چې بېړنۍ او بشري مرستې په چټکۍ سره سيمې ته ورسېږي.
د برازیل د هواپېژندنې ملي ادارې د اعلان لهمخې، د سختو بارانونو خبرداری د دغه هېواد د ۱۴ ايالتونو ځينو برخو ته چې پهکې ټوله میناس ګرایس او ریو دو ژانیرو هم شامل دي، ورکړل شوی دی.
په برازیل کې اوړی چې له ډسمبر څخه تر مارچ پورې وي، د بارانونو د موسم تر ټولو لوړه دوره بلل کېږي. په دې موده کې عموماً سخت اورښتونه، تندرونه، سېلابونه او د خټو ښویېدنې پېښېږي. د ژویس دي فورا ښاروالۍ ويلي، چې د روان کال فبروري د دې ښار په تاريخ کې تر ټولو ډېره باراني میاشت وه او د اورښت کچه تر اوسه د همدې مياشتې له عادي منځنۍ کچې څخه دوه برابره زياته ثبت شوې ده.
د ژویس دي فورا ښارواله مارګارېدا سالوماو هم په ټولنيزو رسنيو کې حالت «بحراني» بللی دی. د ښار يوه ۴۵ کلن اوسېدونکي په خواشينۍ سره ويلي: «اوسنی حالت ډېر ويروونکی دی؛ ټکي نه شي کولای زموږ د خپګان اندازه بيان کړي. يوازې له خدایه غواړو چې ژوندي پاتې شوي کسان وموندل شي او کومه معجزه وشي».
د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سيایاې) د ترهګرۍ ضد پخواني لوړپوړي چارواکي جو زکس خبرداری ورکړی، چې القاعده ډله لا هم په ايران او افغانستان کې له کوم خنډ او بنديز پرته فعاليت کوي.
نوموړي له واشنګټ څخه غوښتي، چې د دې ډلې د ملاتړ د درولو لپاره دې د ايران پر واکمنانو او همدارنګه پر طالبانو فشار راوړي.
زکس چې په دې وروستيو کې د سيایاې د ترهګرۍ ضد مرستيال ریيس له دندې تقاعد شوی، په يوه مقاله کې چې په نشنل انټرست مجله کې خپره شوې ليکلي، چې امريکا بايد له تهران سره د اټومي لانجو تر څنګ، د القاعده څخه د ايران د ملاتړ موضوع هم په جدي توګه تعقيب کړي.
هغه ويلي، سيفالعدل چې د القاعده له لوړپوړو مشرانو څخه دی، دا مهال په تهران کې د سپاه پاسداران تر ساتنې لاندې ژوند کوي. د ده په وينا، ايران له ۲۰۰۱ کال راهيسې د دې ډلې غړو ته خوندي پناهځایونه برابر کړي او د افغانستان او سوريې تر منځ يې د جنګيالو د تګراتګ او د پيسو د لېږد زمينه ورته هم برابره کړې ده.
دغه پخواني امريکايي چارواکي د طالبانو او القاعده تر منځ نږدې اړيکو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې طالبان لا هم له دې شبکې سره تړاو لري. هغه د طالبانو د وياند ذبيحالله مجاهد د فبرورۍ د ۱۵ نېټې څرګندونو ته اشاره وکړه، چې ويلي يې وو که امريکا پر ايران بريد وکړي او تهران ترې مرسته وغواړي، طالبان به همکاري ورسره وکړي. زکس دا دريځ د ايران د رضايت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅه بللې ده.
هغه زياته کړې، چې که څه هم دا څرګندونې د امريکا پر وړاندې مستقيم ګواښ نه ګڼل کېږي، خو دا د تهران او کابل له لوري د القاعده اوږدمهاله ملاتړ څرګندوي. القاعده هغه ډله ده، چې لا هم پر امريکا او لوېديځ د بريد ژمنه لري او څانګې يې په يمن، سوماليا او د افريقا د ساحل په سيمه کې د لوېديځ پر ضد فعاليت کوي.
د نوموړي په وينا، د طالبانو واک ته له بيا رسېدو وروسته د ايران او طالبانو اړيکې د همکارۍ او سيمهييزو اختلافونو ګډ انځور لري. دا اختلافونه د سرحدونو، اوبو سرچينو او د شيعه وګړو د حالت په اړه دي، خو بيا هم تهران د طالبانو د ادارې د رسميت پېژندنې درشل ته نږدې شوی دی.
زکس د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون ته چې د طالبانو او امريکا تر منځ شوی و، اشاره وکړه او ويې ويل طالبانو ژمنه کړې وه چې القاعده ته به اجازه ورنهکړي، څو د افغانستان خاوره د امريکا پر ضد وکاروي، خو هغه دا ژمنې «په عمل کې بېمانا» وبللې. هغه د بېلګې په توګه يادونه وکړه، چې طالبانو د القاعده پخواني مشر اېمنالظواهري ته د کابل په يوه سيمه کې چې د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراجالدين حقاني تر واک لاندې وه، پناه ورکړې وه.
هغه ټينګار وکړ، چې طالبان لا هم القاعده ته پټ او ښکاره ملاتړ برابروي او د دې ډلې د ځينو فعاليتونو محدودول يوازې د دې لپاره دي چې د امريکا د بېپيلوټه الوتکو له بريدونو ځان وژغوري، نه دا چې په رښتيا د دوحې تړون ته ژمن وي.
دغه امنيتي شنونکي خبرداری ورکړی، چې طالبان او د ايران اسلامي جمهوريت دواړه د کمزورۍ او نسبي يوازيتوب په حالت کې دي، نو ځکه اوس مناسب وخت دی چې پر طالبانو فشار راوړل شي څو د دوحې تړون ټولې ژمنې په بشپړه توګه پلي کړي.
هغه همداراز غوښتنه کړې، چې سيفالعدل دې مصر ته وسپارل شي او د القاعده نور غړي دې له ايران څخه وشړل شي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپورونو لهمخې، سيفالعدل په ايران کې مېشت دی او د اېمنالظواهري له وژل کېدو وروسته يې د القاعده مشري پر غاړه اخيستې ده. جو زکس تر ۴۲ کلونو زيات د امريکا په پوځ او سيایاې کې دنده ترسره کړې او اوس د سيبياېس نيوز د ملي امنيت سلاکار او د دفاع ډيموکراسۍ بنسټ څېړونکی دی.
په همدې حال کې، ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي چې سيفالعدل په يوه ليک کې د طالبانو له مشر ملا هبتالله سره د خپلې رهبرۍ د مرکز د لنډمهاله لېږد په اړه سلا مشوره کړې ده. امريکا او د ملګرو ملتونو کارپوهانو تر دې وړاندې ويلي وو، چې د القاعده مشر په ايران کې مېشت دی.
په دغه ليک کې ويل شوي، چې که د امريکا او اسرایيل تر فشار لاندې د ايران اسلامي جمهوريت نسکور شي، نو القاعده به اړه شي خپله مشري داسې هېوادونو لکه عراق يا سوريې ته ولېږدوي.
همداراز په ليک کې وړانديز شوی، چې تر هغه وخته پورې دې د القاعده مشرتابه ته اجازه ورکړل شي چې په لنډمهاله توګه په افغانستان کې واوسي.
د يکشنبې په ورځ د (کب ۳مه) د مکسیکو امنيتي ځواکونو په يو لړ پراخو او بېساري عملياتو کې نمیسیو اوسېګیرا چې په المنچو مشهور و او د دغه هېواد له تر ټولو وېروونکو مافيايي مشرانو څخه شمېرل کېده، وواژه.
اوس د مکسیکو چارواکو څرګنده کړې، چې دا عمليات د المنچو د معشوقې تر څار او د هغه د پټنځای تر پېژندلو وروسته بريالي شول.
د نیویارک ټایمز د راپور لهمخې، د مکسیکو امنيتي چارواکو د المنچو د نيولو د عملياتو نور جزييات هم خپاره کړي دي. په راپور کې زیاته شوې، د دې پر ځای چې د پيسو لړۍ يا د نشهیي توکو د قاچاق شبکې وڅاري، د هغه معشوقه يې تر څار لاندې ونيوله. چارواکو د دغې ښځې د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
سره له دې چې المنچو سخت تر تعقيب لاندې و، خو ونه توانېد چې د خپلې خوښې له معشوقې څخه تېر شي، ځکه همدا کار سبب شو چې امنيتي ځواکونو د هغه پټنځای د خاليسکو ايالت په يوه غرني سيمه کې ومومي.
د المنچو ښکار
عمليات د جمعې په ورځ د کب په لومړۍ نېټه هغه مهال پيل شول، چې د مکسیکو استخباراتي مامورينو يو سړی تعقيب کړ چې د المنچو له يوې معشوقې سره یې نږدې اړيکه لرله. دغه سړي یاده مېرمن د المنچو پټنځای ته يوړه. ښځه يوه ورځ وروسته بېرته ولاړه، خو د خاليسکو د کارتل مشر هماغلته پاتې شو او همدا چاره د هغه د نيولو د پلان د پلي کېدو لامل وګرځېده.
د پوځ کومانډو ځواکونو د يکشنبې په سهار وختي د تاپالپا کوچني ښار ته ننوتل. د مکسیکو د دفاع وزير جنرال ریکاردو ترویلا وويل، چې کله ځواکونه پټنځای ته ورسېدل، المنچو د تېښتې هڅه وکړه او سملاستي د عسکرو او د هغه د ساتونکو ترمنځ سخته نښته پيل شوه.
جنرال ترویلا وويل، المنچو او ملګري يې په درنو وسلو سمبال وو او دوه راکټتوغندي ويشتونکي هم ورسره وو. د مکسیکو د ځانګړو ځواکونو په ډزو کې د کارتل اته غړي ووژل شول، خو المنچو له سيمې وتښتېد او ځنګله ته ننوت او ځان يې پټ کړ. د هغه په وينا: «هغوی هغه په داسې حال کې وموند چې ځان یې بوټو کې پټ کړی و».
د ډزو د تبادلې پر مهال المنچو او د هغه دوه ساتونکي سخت ټپيان شول. هغوی په چورلکه کې روغتيايي مرکز ته ولېږدول شول، خو د لارې په اوږدو کې او تر روغتونه تر رسېدو مخکې د سختو ټپونو له امله مړ شو. په دغو پراخو عملياتو کې شاوخوا دوه زره امنيتي ځواکونه چې پوځ او ملي ګارډ هم پهکې شامل وو، برخه لرله.
د هغه د وژل کېدو له خبر خپرېدو وروسته، د مکسیکو په شلو ايالتونو کې د تاوتريخوالي څپه راپورته شوه. د المنچو د ډلې غړو لويې لارې وتړلې، بانکونه او دوکانونه يې وسوځول او د دغو تاوتريخوالو له امله لږ تر لږه ۶۲ تنه ووژل شول.
د مکسیکو حکومت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد ته بېرته ارامي راګرځېدلې ده.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د دغه مافيايي مشر د نيولو لپاره ۱۵ ميليونه ډالره انعام ټاکلی و. نیویارک ټایمز ليکلي، چې د هغه وژل کېدل د مکسیکو د حکومت لپاره يوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېدای شي او ښايي د ډونالد ټرمپ سياسي فشارونه کم کړي. ټرمپ مخکې ګواښ کړی و، چې د مکسیکو د مخدره توکو د کارتلونو پر ضد به پوځي عمليات وکړي.
ټرمپ د دغه مافيايي مشر د وژل کېدو تر خبر وروسته، په ټولنيزو رسنيو کې په يو پيغام کې له مکسیکو وغوښتل چې د نشهیي توکو د کارتلونو پر ضد خپلې هڅې لا پياوړې کړي.
په مقابل کې، د مکسیکو چارواکو څو ځله له متحده ايالاتو غوښتي چې د وسلو ناقانونه پلور چې د دې هېواد دننه د مافيايي ډلو د پياوړتيا لامل ګرځي، مهار کړي. د امريکا د حکومت د شمېرو لهمخې، په مکسیکو کې شاوخوا ۷۰ سلنه هغه ناقانونه وسلې چې نيول شوې دي، له امريکا څخه قاچاق شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی، چې په نړۍ کې له ۵۰۰ ميليونو زيات ماشومان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له جګړې او تاوتريخوالي سره مخ دي. د دې ادارې په وينا، هر کال لسګونه زره ماشومانو ته په وسلهوالو نښتو کې مرګژوبله اوړي او د دغو پېښو شمېر مخ پر زياتېدو دی.
د يونېسف اجرایيه مشرې کاترین رسل د سېشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ماشومانو زدهکړه د تاوتريخوالي او جګړې له چاپېريال څخه سخته اغېزمنه شوې ده. د هغې په وينا، په تېرو شلو کلونو کې له ۱۴ زرو څخه ډېر بريدونه د وسلهوالو ډلو له لوري پر ښوونځيو ثبت شوي او لږ تر لږه ۳ زره ښوونځي د پوځي اډو په توګه کارول شوي دي.
هغې زياته کړه، چې يوازې په غزه کې له ۲۰۲۳ کال راهيسې تر اوسه پورې ۹۷ سلنه ښوونځي زيانمن شوي يا بشپړ ويجاړ شوي دي. همداراز په هېوادونو لکه د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت، ميانمار او اوکراين کې سلګونه ښوونځي د بريدونو او بمباريو هدف ګرځېدلي دي.
يونېسف ټينګار کړی، چې پر ښوونځيو بريدونه ماشومان له زدهکړو، روغتيايي خدمتونو، رواني ملاتړ او خوندي ټولنيزو چاپېريالونو څخه بېبرخې کوي. دغه حالت د دې لامل ګرځي چې ماشومان د وسلهوالو ډلو له خوا جلب او جذب شي، جبري کار ته اړ شي، د انسان قاچاق ښکار شي او يا له وخته مخکې ودونو ته اړ کړل شي.
يونېسف د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د ماشومانو د زدهکړو او ښوونځيو ساتنه وکړي او د هغوی د خوندي راتلونکې لپاره جدي ګامونه واخلي.
پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له څلورمې کالیزې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره پرېکنده او روښانه ګامونه پورته کړي.
انالنا بربوک د سېشنبې په ورځ (د کب ۶مه) په خپل اېکس کې د یوه پيغام په خپرولو سره زیاته کړه، چې دغه جګړه لا هم د اوکراينیانو لپاره درانه کړاوونه لري او ستر زيانونه یې ورته اړولي دي چې اړينه ده د دې جګړې د سملاسي درولو لپاره نړۍوالې هلې ځلې لا زياتې شي.
هغې چې د بېړنۍ ځانګړې يوولسمې غونډې پر مهال خبرې کولې څرګنده کړه، چې نړۍواله ټولنه بايد د سملاسي، بشپړ او بېقيده اوربند پر ټينګښت ټينګار وکړي، څو د نښتو او جګړو د پای ته رسېدو لپاره لار هواره شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې همداراز وويل، د سولې هر ډول هوکړه بايد د ملګرو ملتونو د منشور، د نړۍوال قانون د بنسټيزو اصولو او د عمومي اسمبلۍ د تصويب شويو پرېکړهليکونو پر بنسټ جوړه شي. د هغې په وينا، يوازې له همدې لارې کېدای شي يو هر اړخيز، عادلانه او تلپاتې سوله رامنځته شي.