• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني له چین سره د اقتصادي اړیکو‌ پر لور؛ لومړی وزیر مېرڅ بېجېنګ ته په رسمي سفر تللی و

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د جرمني لومړی وزیر په یوه رسمي سفر بېجینګ ته تللی او هلته یې له چین سره د همکاریو د پراختیا او ستراتیژیکو خبرو د پیاوړتیا غوښتنه کړې. د سفر موخه د اروپا د تر ټولو لوی اقتصاد او د نړۍ د دویم لوی اقتصاد ترمنځ د رامنځته شویو ناندریو کمول او د دوه اړخیزو اړیکو بیا تنظیمول ښودل شوي.

دا لومړی ځل دی چې فرېدرېښ مېرڅ په خپله دوره کې چین ته سفر کړی او د اقتصادي فعالانو لویه ډله هم ورسره وه. هغه د چين د ولسمشر شی جین‌پینګ سره په کتنه کې پر دې ټينګار وکړ، چې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د «جامع ستراتيژيک شراکت» کچه لوړه شي. تېر کال چين د جرمني تر ټولو لوی سوداګريز شریک و.
شی جین‌پینګ د مېرڅ د خبرو هرکلی وکړ او ويې ويل: «هېڅکله نړۍ دومره ګډوډه او پېچلې نه وه؛ چين او جرمني د خپلو ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا او د متقابل باور لوړولو ته لا زياته اړتيا لري».
اقتصادي توازن ته ننګونې
د مېرڅ سفر په داسې حال کې ترسره شو، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکې د پام وړ نابرابرۍ سره مخ دي. د جرمني د سوداګرۍ کسر له چين سره تېر کال نږدې ۹۰ ميليارده يورو (شاوخوا ۱۰۶ ميليارده ډالر) ته رسېدلی، چې د چینایي چارواکو په وينا د ۲۰۲۰ کال راهيسې څلور چنده زيات شوی دی. برلين د دې وضعيت يوه برخه د چين د توليد زيات ظرفیت، دولتي مرستې او د ين د ارزښت ټيټ ساتل بولي.
مېرڅ له خپلو کتنو وروسته خبريالانو ته وويل: «دا وضعیت صحتمند نه دی». هغه همدارنګه د چين د صادراتو محدوديتونو ته اشاره وکړه، په ځانګړي ډول د اساسي چېپونو او نادره ځمکنيو عناصرو په برخه کې او د جرمني د صنعتونو د تدارکاتو سلسلې د خطرونو په اړه یې هم خبرداری ورکړ. هغه وویل: «موږ سره تړلي يو؛ دا فرصتونه رامنځته کوي، خو خطرونه هم لري».
له چین سره د اړیکو د ټینګښت لپاره د اروپا هڅې
دا سفر د نورو اروپايي مشرانو د چين د وروستيو سفرونو په لړ کې ترسره شو، لکه د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون او د برېتانيې لومړی وزير کې‌یر سټارمر. اروپايي هېوادونه د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د کړکېچ د پراخېدو په حال کې له بېجېنګ سره د خپلو اړيکو د ټينګښت هڅه کوي.هم‌مهاله د جرمني د شرکتونو تر منځ اندېښنې را ولاړې شوې دي، چې د «ګواښ کمولو» ستراتيژي او له چين څخه د ستراتيژيک انحصار کمولو ته اړتيا لري. خو د چين پراخ مصرفي بازار او د چينايي توليدونکو ټېکنالوژيکي وړتيا د جرمني د کمزوري اقتصاد لپاره چې د دوه کلن رکود وروسته ورو ورو له بحران څخه راوتلی، لا هم حياتي ګڼل کېږي.مېرڅ چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي، د چينايي شرکتونو څخه وغوښتل چې په جرمني کې خپلې پانګونې زياتې کړي. په همدې حال کې، چين هم د جرمني لوړ معيار لرونکي محصولاتو د وارداتو لپاره خپله تياري وښوده.د چين لومړي وزير لی چي‌انګ ويلي، چې دوی غواړي په موټرو، کيمياوي صنعت، مصنوعي ذهانت او طبي-بيولوژيکي برخو کې له جرمني سره همکاري وکړي او د چين کې د جرمني شرکتونو «معقوله» غوښتنې پوره کړي.مېرڅ په دې سفر کې د جرمني د ۳۰ لویو شرکتونو له مشرانو سره و، چې په‌کې د موټرو جوړونکو مشهورو شرکتونو لکه فولکس‌واګن او بي‌اېم‌ډبليو غړو ګډون درلود؛ دغه شرکتونه د چينايي تولیدونکو له سختې سیالۍ سره مخ دي.همدارنګه اعلان وشو، چې چين د اروپايي الوتکو شرکت اېرباس څخه د ۱۲۰ الوتکو د اخيستو امر ورکړی دی.د ګډې بيانيې پر اساس، دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا لپاره «نوې هڅه» ده. خو لاسليک شوي اسناد تر ډېره د اقليمي بدلون سره د مبارزې، زرغون انتقال، د حيواني ناروغيو د مخنيوي، د چرګانو د محصولاتو پروتوکول او په فوټبال او مېز ټېنيس کې همکاريو پورې محدود و.تحليل کوونکي وايي، چې د دې تړونونو ساحه د نورو لوېديځو مشرانو د وروستيو سفرونو پرتله محدودېده، خو له سياسي اړخه، دا د برلين هڅه ښيي چې په پېچلو جيوپوليټيکو شرايطو کې د بېجېنګ سره د خبرو لارې وساتي.



صنعتي همکارۍ او پانګونې





محدود خو سمبوليک تړونونه


ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي