• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبانو ته «په څو ساعتونو» کې د بریدونو د پایلو خبرداری ورکړی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د ولسمشر ویاند خبرداری ورکړی چې طالبان به ډېر ژر د دغه هېواد د« ملي حاکمیت د نقض» پایلې درک کړي. هغه تېر کال له هند سره تاوتریخوالي او نښتو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې طالبان به هم «په راتلونکو ساعتونو کې» د داسې اقدام معنا درک کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو د هند په استازیتوب پوځي اقدام کړی دی.

سولنګي په تندو څرګندونو کې وویل: «مودي او د هغه نوي سپي په افغانستان کې به ډېر ژر پوه شي چې د پاکستان د حاکمیت نقض څه معنا لري.»

هغه زیاته کړه: «مودي تېر کال د مې په میاشت کې دا درس په سخته زده کړ، د طالبانو رژیم به هم ډېر ژر، په راتلونکو څو ساعتونو کې، دا موضوع درک کړي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو بریدونوته یې سملاسي او چټک غبرګون ښودلی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه په څو ځایونو کې ډزې پیل کړې دي. یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی. طالبانو د ۱۵ پوستو د نیولو او ویجاړولو خبر ورکړی.

یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی او د پاکستان امنیتي ځواکونو متقابل عملیات پیل کړي دي.

وزارت ویلي، چې په چترال، خیبر، مهمند، کورمه او باجوړ سیمو کې د طالبانو پوستې په نښه شوې دي.

وزارت ادعا کړې، چې لومړني راپورونه ښيي افغان لوري ته درنې مرګ‌ژوبلې اوښتې او څو پوستې او تجهیزات ویجاړ شوي دي، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا شمېرې نه دي تایید کړې.

طالبانو ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو ۱۵ پوستې یې ویجاړې کړې دي.

پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هېواد به یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

سرچینې: د کندهار ښار په ښوراندام سېمه کې هوايي برید شوی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پر کندهار ښار د بې‌پیلوټه الوتکو له څو ساعته ګزمې وروسته په ښوراندام سیمه کې برید شوی دی. سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې دوه موټر په نښه شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ څو بې‌پیلوټه الوتکو د کندهار ښار پر اسمان الوتنې کولې.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، یادو بې‌پیلوټه الوتکو پر کندهار ښار له څو ساعته الوتنې وروسته، د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د ښوراندام په سیمه کې هوايي برید وکړ.

سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې دوه موټرونه په نښه شوي دي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«د روژه ماتي نږدې وخت و، په پنځمه ناحیه کې د مومند د مېوو مارکیټ مخ ته بې‌پیلوټه طیارې بمبارد وکړ، یو پاسو او ډاډسن موټر باندې بمبار شوی دی».

سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې ۶ کسان ټپیان شوي او درې موټر زیانمن شوي دي.

پر همدغه مهال د کندهار ښار د ښوراندام د سیمې اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې له برید وروسته، طالبانو د شوي برید د ځای په شاوخوا کې خلک له تګ راتګ څخه منع کړي دي.

طالبانو تر اوسه په رسمې ډول د یاد برید په تړاو څه نه دي ویلي.

په ورته مهال د کندهار اوسېدونکي وايي، چې اوس هم د کندهار ښار او سپین بولدک په فضا کې بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي.

طالبانو په کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې ځوابي بریدونه پیل کړي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د طالبانو خالد بن ولید ۲۰۱ قول اردو اعلان وکړ، چې په ننګرهار، کونړ او پکتیا ولایتونو کې یې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې غچ اخېستونکي بریدونه پیل کړي دي. په ورته وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خوست په ځاځي میدان کې هم جګړه پیل شوې.

له کونړ نه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې جګړه پیل کړې ده.

په ورته وخت کې له خوست نه سرچینې وايي، چې جګړه په پلوسې سیمه کې د طالبانو له ټولو سرحدي پوستو نه پیل شوې ده.

سرچینو دغه راز وویل، چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په انارګي او نورستان کامدیش سیمه کې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونه ترمنځ نښته پیل شوې.

د پښتونخوا والي: په پاکستان کې په روانه جګړه کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا والي، فیصل کریم کنډي وایي، چې په پاکستان کې په روانه ترهګرۍ کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي. هغه ادعا کړې، چې «هند او اسراییل هم د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي».

د خیبر پښتونخوا د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی په دې اړه د سعودي عربستان او ترکيې په همکارۍ له طالبانو سره خبرې هم کړې دي، خو د طالبانو له خوا د ترهګرو پر ضد کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان طالبانو هرځلي دا خبره رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره دې پاکستان کې وسله والو فعالیتونو لپاره وکارول شي او دا یې د پاکستان کورنی مشکل بللی.

خبرپاڼه کې راغلي چې کنډي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ له خوا جوړ شوي سیمینار کې کړي.

کنډي په خپلو څرګندونو کې وویل چې له طالبانو سره د خبرو دروازې باید پرانیستې وي. هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ له امله دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده او د دواړو هېوادونو سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې باید پیاوړې شي.

کنډي وویل چې خیبر پښتونخوا یوازې د لومړۍ کرښې صوبې په توګه نه بلکې د سیمو د تړلو او د بازارونو د نښلولو د مرکز په توګه وده کولی شي. امنیت مهم دی، خو سرحدونه باید خوندي، فعال او تولیدي وي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تازه د خوست ولایت په ځاځي میدان او کونړ، ننګرهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر دیورنډ کرښه جګړه پیل او دواړې خواوې درندې وسلې کاروي.

انالینا بیربوک ته د افغان مېرمنو سرخلاصی لیک؛ جنسیتي اپارتاید دې د جرم په توګه وپېژندل شي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د افغان مېرمنوله ۳۰څخه زیاتو اعتراضي خوځښتونو په یوه سرخلاصي لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له مشرې انالینابیربوک، څخه غوښتي چې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» موضوع دې په نړیواله کچه د جرم په توګه وپېژندل شي.

دغو فعالانو په لیک کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو روان کړکېچ تصادفي نه، بلکې د طالبانو د منظم او هدفمند سیاست پایله ده.

دوی په ټینګار سره غوښتنه کړې چې د طالبانو مشران باید د «جنسیتي اپارتاید» له امله تر نړیوال عدلي تعقیب لاندې راوستل شي.

د دوی په وینا، ښځې په سیستماتیک ډول له زده‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې او له بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي.

په لیک کې ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه باید د سیاسي ملاحظاتو پر ځای د حساب‌ورکونې اصل ته لومړیتوب ورکړي. د فعالانو په باور، د طالبانو پر وړاندې د عادي‌سازۍ او نرم تعامل سیاستونو د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د مېرمنو دغو خوځښتونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان قضیه د نړیوال عدالت چوکاټ ته یوسي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغان ښځو غږ په ټولو نړیوالو پرېکړو کې مرکزي پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشرې انالینا بیربوک پر نړېوالو غږ وکړ چې د طالبانو پر کړنو د سترګو پټولو وخت پای ته رسېدلی او باید د دې ډلې پر وړاندې په متحدانه ډول عمل وکړي.

بیربوک، چې په جینوا کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱مې غونډې ته وینا کوله، وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت جدي او شدید پړاو ته رسېدلی او د دغه هېواد نیمایي نفوس چې مېرمنې دي، په مطلق ډول له ټولنې حذف شوې دي.