• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ننګرهار کې تر ۳زره ډېر ستانه شوي زده‌کوونکي به په خصوصي ښوونځيو کې شامل شي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په ننګرهار کې ۳زره او ۴۲۰ تازه ستانه شوي زده‌کوونکي به په وړیا توګه په ۳۸۴ خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي. طالبانو ویلي، د یوه ښوونیز کال لپاره د دغه تړون لګښت شاوخوا یونیم مېلیون افغانۍ کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي غلام رحمان حیدري د خصوصي ښوونځيو د ټولنې له مشر عاشق الله نجیبي سره دغه تړون لاسلیک کړ. د یاد تړون له مخې به ۳زره او ۴۲۰ ستانه شوي زده‌کوونکي په وړیا توګه د ښوونیز کال لپاره په ۳۸۴ خصوصيو ښوونځيو کې شامل کړای شي.

ورته مهال د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه په ټول افغانستان کې ۳۲زره ۸۰۰ کډوال ماشومان د هېواد د بېلابېلو ولایتو په ښوونځیو کې شامل شوي دي. یاد وزارت زیاتوي، چې دغه ماشومان د سویې د تثبیت ازموینې تر ورکړې وروسته ښوونځیو ته ورپېژندل شوي دي.

دغه وزارت (د کب ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې یاد ماشومان له بېلابېلو هېوادونو څخه راستانه شوي او د پوهنې وزارت د ځانګړې کړنلارې پر بنسټ د هغوی ښوونیزې سویې تر تثبیت وروسته د مرکز په ګډون د ولایتونو په دولتي ښوونځیو کې شامل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پولیسو د پاکستان په بهاولپور ښار کې ۱۲ نیول شوي افغان محصلان بېرته خوشې کړل

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۳ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، د پنجاب ایالت د بهاولپور ښار پولیسو هغه ۱۲ افغان محصلان بېرته خوشې کړل چې د اوسېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله نیول شوي وو. د راپورونو له مخې؛ دغه محصلان تر څېړنو وروسته په لنډمهالي ډول خوشې شوي؛ خو لاهم تر څار لاندې دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه افغانان په قاعد اعظم کالج کې د طب پوهنځي محصلان دي. د پنجاب پولیسو څرګنده کړې، چې دغه اقدام د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو روانې لړۍ په ترڅ کې شوی دی.

د معلوماتو له مخې؛ له دې ډلې د شپږو محصلانو ویزې پای ته رسېدلې وې او پاتې نورو د «پي او ار» کارتونه لرل، چې د اعتبار موده یې ختمه شوې وه. د پنجاب ایالت چارواکو ویلي، یاد کسان دا مهال په لنډمهالي ډول خوشې شوي او اجازه ورکړل شوې چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د پنجاب ایالت په قاید اعظم میډيکل کالج کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي و، چې ځايي پولیسو د یاد کالج افغان محصلان د ویزو د مودې ختمېدو له امله نیولي او د اېستنې له ګواښ سره مخ دي. دغه محصلان وايي، د ویزو د تمدید لپاره یې نوم لیکنه کړې؛ خو لاهم تر پروسس لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د افغان محصلانو په ګډون د ټولو مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید چارې درولې دي او له دې سره د زده‌کړیالانو په ګډون ګڼ افغانان له ستونزو سره مخ شوي دي.

تر مرګونې زلزلې ۶میاشتې وروسته؛ په کونړ کې ۲۵زره ماشومان تر خېمو لاندې ژوند او زده‌کړې کوي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۰

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړۍوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې په کونړ کې له مرګونې زلزلې ۶ میاشتې وروسته هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان تر خېمو لاندې ژوند کوي. دغه اداره زیاتوي، ویجاړ شوي کورونه او ښوونځي لا نه‌دي رغول شوي او د بیارغونې لپاره یې مهالوېش هم نه‌دی خپور شوی.

د همدې ادارې د معلوماتو له مخې؛ تېر کال د اګسټ په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې تر ټولو خونړۍ زلزلې له ۲زره ډېر کسان مړه او له ۸زره زیات کورونه ویجاړ او زیانمن کړل، چې له کبله یې ماشومان او کورنۍ په خېمو کې ژوند کولو ته اړ اېستل شول.

د ماشومانو د ژغورنې نړۍوالې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۷مه) په یوه راپور کې ویلي، کورنۍ د خېمو دننه د سړې هوا له کبله د لرګیو یا سکرو له بخاریو کار اخلي چې د اور لګېدنې ګواښ هم رامنځته کوي.

د ماشومانو د ژغورنې نړۍواله اداره وايي، په غرنیو سیمو کې د کورونو بیارغونه لا نه‌ده پیل شوې او په ځینو کلیو کې د ویجاړۍ کچه دومره لوړه ده چې ښايي هېڅکله بیا ونه‌رغول شي.

د همدې ادارې په خبره؛ له زلزلې وړاندې په کونړ کې ۵۰زره هغه ماشومان چې عمرونه یې ښوونځیو ته برابر وو، له زده‌کړو بې‌برخې وو. دوی وايي، د وروستۍ زلزلې له کبله د شاوخوا ۱۳۰۰ ټولګیو له نیمایي زیات یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي‌ دي.

یاده اداره زیاتوي، چې د ویجاړو او زیانمنو ټولګیو د بیارغولو چارې لا نه‌دي پیل شوي او شاوخوا ۱۷زره ماشومان په زلزله ځپلو سیمو کې په لنډمهالي ځایونو کې زده‌کړې کوي. راپور زیاتوي، په کونړ کې له ۶زره زیاتې کورنۍ په پنډغالو کې ژوند کوي چې پر مرستو او بشري ملاتړ یې تکیه ده.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړۍوالې ادارې مشر بوجار هوکسا وایي:«له هغې زلزلې چې ژوند او ټولنې یې ویجاړې کړې شپږ میاشتې تېرې شوې؛ خو ماشومان لا هم په خېمو کې ژوند او زده‌کړه کوي. دا ډېره مهمه ده، چې ښوونځي او کورونه بېرته ورغول شي».

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او مرستې کمېږي. د هغه په وینا؛ د افغانستان په ختیځ کې د مالي مرستو اړتیا لاهم ډېره لوړه ده.

له ایران او پاکستان نه نږدې ۲نیم زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د کب ۶مه) ۴۵۹ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۳۵۶ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له ستنو شویو کورنیو سره مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۶۸ کورنۍ د تورخم له لارې، ۴۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۲۶کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۶کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې له دغه هېواده تر ۲ مېلیونه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې لاهم له پاکستان نه د افغان کډوالو د وتلو او اېستلو لړۍ دوام لري.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

ایراني رسنۍ: د ایران، افغانستان او چین ترمنځ ګډه ازاده سیمه اقتصادي وده ګړندۍ کوي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د ایران اېراف ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي، په سویلي خراسان کې د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د یوې ګډې نړۍوالې ازادې سیمې جوړول د تولید، صادراتو او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره مهم فرصت دی.

په دغه مقاله کې د ایران د اقتصادي چارو شنونکي رضا غلامي دغه طرحه د درېیو هېوادونو د همکارۍ په جوړېدو کې مهمه یاده کړې. نوموړي ویلي: «که ګډه ازاده سیمه د تولید، صادراتو او د ټېکنالوژۍ د لېږد پر بنسټ طرحه شي؛ نو د کارموندنې زیاتوالي، د هېواد د ختیځې برخې د پراختیا او د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د ګټو همکارۍ رامنځته کولای شي».

نوموړي ویلي، چې په دې سیمه کې باید د سوداګریز زون پر ځای تولیدي زون جوړ شي. هغه زیاته کړې: «که موږ غواړو یو ازاد زون جوړ کړو؛ نو دا باید داسې زون وي چې سوداګریز کار په‌کې شامل نه‌وي. یعنې موږ باید په هغه کې هوټل یا بازار جوړ نه‌کړو؛ بلکې موږ باید یوازې د تولید واحد جوړ کړو او له چین څخه پر وارد شويو توکو تمرکز وکړو».

نوموړي د افغانستان لپاره د دغه سیمې جوړول هم مهم یاد کړي او زیاته کړې یې ده: «دا کولای شي ارزانه پانګه جذب کړي، کارموندنه زیاته کړي، عاید زیات کړي او افغانستان د چین او ایران دوو لویو بازارونو سره وصل کړي».

تر دې وړاندې د ایران د سوېلي خراسان د اقتصادي او مالي چارو عمومي رییس مرتضی ذاکریان هم ویلي و، د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د درې‌اړخیزې سوداګریزې، صنعتي ازادې سیمې د جوړېدو طرحه چې مرکز یې د سوېلي خراسان ولایت ټاکل شوی؛ کولای شي د ایران ختیځ د سیمې په یوه مهم ترانزیتي مرکز بدل کړي.
هغه د دغه نوښت اساسي موخه د اقتصادي پراختیا ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا او د بندیزونو بې‌اغېزې کول یاد کړي وو.

د اروپايي پارلمان غړې پر طالبانو د هدفمندو بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۰

د اروپايي پارلمان یوې غړې هانا نیومن د طالبانو د نوي جزایي قانون د منځپانګې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او دغه ډله یې د «ښځو په مرییتوب» تورنه کړه. نوموړې له اروپایي ټولنې وغوښتل، چې پر طالبانو هدفمند بندیزونه ولګوي.

نيومن د چهارشنبې په ورځ په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: «ښځې له کار کولو منع شوې دي. نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي او ان له يوه نارينه محرم څخه پرته د تګ‌راتګ اجازه نه‌لري. دا يوازې بنديز نه‌دی؛ دا جبري تړل دي. دا غلامي ده».

هغې ټينګار وکړ، چې قانون بايد د خلکو ساتنه وکړي، خو په افغانستان کې له قانون څخه د ښځو د ګوښه کولو لپاره کار اخېستل کېږي. د اروپايي پارلمان د دې غړې په وينا، د طالبانو قوانين د ټولنې د خونديتوب لپاره نه دي او هغه څه چې طالبان يې وړاندې کوي «نه کلتور دی، نه دين؛ بلکې د جنسيت پر بنسټ يو بېلوالی پالونکی حقوقي نظام دی».

نيومن له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو د ښځو ضد کړنو په غبرګون کې «هدفمند بنديزونه» ولګوي. هغې زياته کړه، چې د جنسيت پر بنسټ بېلوالی بايد د بشريت پر ضد د جرم په توګه د اروپايي ټولنې په قوانينو کې ثبت شي او د افغان نجونو او ښځو ملاتړ وشي. هغې ټينګار وکړ، چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې چوپتيا «بې پرېتوب نه دی؛ بلکې ورسره ملګرتيا ده».

په تېر يوه کال کې د اروپايي ټولنې ځينو غړو هېوادونو هڅه کړې، چې له طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي. د کډوالو اېستل، د پناه‌غوښتونکو د هويت او اسنادو تثبيت او د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو مخنيوی هغه لاملونه بلل کېږي، چې له امله يې ځينې اروپايي هېوادونه له طالبانو سره تعامل کوي. جرمني په خپل هېواد کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ د طالبانو استازو ته سپارلي دي او ناروې او اتريش هم د طالبانو استازي منلي دي.