• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران او پاکستان نه نږدې ۲نیم زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د کب ۶مه) ۴۵۹ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۳۵۶ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له ستنو شویو کورنیو سره مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۶۸ کورنۍ د تورخم له لارې، ۴۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۲۶کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۶کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې له دغه هېواده تر ۲ مېلیونه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې لاهم له پاکستان نه د افغان کډوالو د وتلو او اېستلو لړۍ دوام لري.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ایراني رسنۍ: د ایران، افغانستان او چین ترمنځ ګډه ازاده سیمه اقتصادي وده ګړندۍ کوي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د ایران اېراف ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي، په سویلي خراسان کې د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د یوې ګډې نړۍوالې ازادې سیمې جوړول د تولید، صادراتو او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره مهم فرصت دی.

په دغه مقاله کې د ایران د اقتصادي چارو شنونکي رضا غلامي دغه طرحه د درېیو هېوادونو د همکارۍ په جوړېدو کې مهمه یاده کړې. نوموړي ویلي: «که ګډه ازاده سیمه د تولید، صادراتو او د ټېکنالوژۍ د لېږد پر بنسټ طرحه شي؛ نو د کارموندنې زیاتوالي، د هېواد د ختیځې برخې د پراختیا او د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د ګټو همکارۍ رامنځته کولای شي».

نوموړي ویلي، چې په دې سیمه کې باید د سوداګریز زون پر ځای تولیدي زون جوړ شي. هغه زیاته کړې: «که موږ غواړو یو ازاد زون جوړ کړو؛ نو دا باید داسې زون وي چې سوداګریز کار په‌کې شامل نه‌وي. یعنې موږ باید په هغه کې هوټل یا بازار جوړ نه‌کړو؛ بلکې موږ باید یوازې د تولید واحد جوړ کړو او له چین څخه پر وارد شويو توکو تمرکز وکړو».

نوموړي د افغانستان لپاره د دغه سیمې جوړول هم مهم یاد کړي او زیاته کړې یې ده: «دا کولای شي ارزانه پانګه جذب کړي، کارموندنه زیاته کړي، عاید زیات کړي او افغانستان د چین او ایران دوو لویو بازارونو سره وصل کړي».

تر دې وړاندې د ایران د سوېلي خراسان د اقتصادي او مالي چارو عمومي رییس مرتضی ذاکریان هم ویلي و، د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د درې‌اړخیزې سوداګریزې، صنعتي ازادې سیمې د جوړېدو طرحه چې مرکز یې د سوېلي خراسان ولایت ټاکل شوی؛ کولای شي د ایران ختیځ د سیمې په یوه مهم ترانزیتي مرکز بدل کړي.
هغه د دغه نوښت اساسي موخه د اقتصادي پراختیا ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا او د بندیزونو بې‌اغېزې کول یاد کړي وو.

د اروپايي پارلمان غړې پر طالبانو د هدفمندو بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۰

د اروپايي پارلمان یوې غړې هانا نیومن د طالبانو د نوي جزایي قانون د منځپانګې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او دغه ډله یې د «ښځو په مرییتوب» تورنه کړه. نوموړې له اروپایي ټولنې وغوښتل، چې پر طالبانو هدفمند بندیزونه ولګوي.

نيومن د چهارشنبې په ورځ په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: «ښځې له کار کولو منع شوې دي. نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي او ان له يوه نارينه محرم څخه پرته د تګ‌راتګ اجازه نه‌لري. دا يوازې بنديز نه‌دی؛ دا جبري تړل دي. دا غلامي ده».

هغې ټينګار وکړ، چې قانون بايد د خلکو ساتنه وکړي، خو په افغانستان کې له قانون څخه د ښځو د ګوښه کولو لپاره کار اخېستل کېږي. د اروپايي پارلمان د دې غړې په وينا، د طالبانو قوانين د ټولنې د خونديتوب لپاره نه دي او هغه څه چې طالبان يې وړاندې کوي «نه کلتور دی، نه دين؛ بلکې د جنسيت پر بنسټ يو بېلوالی پالونکی حقوقي نظام دی».

نيومن له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو د ښځو ضد کړنو په غبرګون کې «هدفمند بنديزونه» ولګوي. هغې زياته کړه، چې د جنسيت پر بنسټ بېلوالی بايد د بشريت پر ضد د جرم په توګه د اروپايي ټولنې په قوانينو کې ثبت شي او د افغان نجونو او ښځو ملاتړ وشي. هغې ټينګار وکړ، چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې چوپتيا «بې پرېتوب نه دی؛ بلکې ورسره ملګرتيا ده».

په تېر يوه کال کې د اروپايي ټولنې ځينو غړو هېوادونو هڅه کړې، چې له طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي. د کډوالو اېستل، د پناه‌غوښتونکو د هويت او اسنادو تثبيت او د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو مخنيوی هغه لاملونه بلل کېږي، چې له امله يې ځينې اروپايي هېوادونه له طالبانو سره تعامل کوي. جرمني په خپل هېواد کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ د طالبانو استازو ته سپارلي دي او ناروې او اتريش هم د طالبانو استازي منلي دي.

ریچارډ بېنېټ: د نړۍ له اقدام پرته د افغان ښځو محرومیت به پر خپل ځای پاتې شي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي، چې له طالبانو سره د اړیکو له «عادي کولو او هغوی ته د مشروعیت ورکولو» څخه ډډه وکړي.

افغانستان انټرنشنل د ریچارډ بېنېټ د یوه نوي راپور نسخه ترلاسه کړې، چې نوموړي په‌کې لیلکي چې له سمدستي نړۍوال اقدام پرته به د روغتیايي خدمتونو په ګډون د افغان ښځو محرومیت پر خپل ځای پاتې وي.

بېنیټ خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوري د محدودیتونو زیاتوالي او د نړۍوالو مرستو کمښت د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت ژور منفي اغېز کړی دی.

هغه په خپل تازه راپور کې چې د ښځو او نجونو د روغتیا پر حق تمرکز لري، ټینګار کړی چې د طالبانو پالیسۍ د ښځو بنسټیز حقونه په سیستماتیک ډول نقض کوي. په دغو پالیسیو کې پر زده‌کړو، کار، د تګ‌راتګ پر ازادۍ او روغتیایي خدمتونو ته پر لاسرسي پراخ محدودیتونه شامل دي. نوموړي دا اقدامات د «جنسیتي تبعیض» ښکاره بېلګه بللې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو له ادارې سره د اړیکو له هر ډول عادي کولو یا مشروعیت ورکولو څخه ډده وکړي.

همدارنګه بېنېټ له هېوادونو غوښتنه کړې، چې «جنسیتي اپارټایډ» په نړۍوالو اسنادو کې د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه ثبت کړي او طالبان د جنیسیتي جرمونو په ځانګړې توګه د جنسیت له امله د ښځو د ځورونې له امله تر عدلي څار لاندې ونیسي.

په یاد راپور کې راغلي، چې د نړۍوالې ټولنې له سمدستي او دوامداره اقدام پرته به په میلیونونه افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له اړینو پاملرونو محرومې پاتې شي.

نوموړي همدارنګه د نړۍوالو مرستو د کموالي په ځانګړې توګه د افغانستان د روغتیايي سیسټم په اړه خبرداری وکړی او وايي، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم به د پاشل کېدو تر مرحلې ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناسته د دوشنبې په ورځ د کب له ۴مې پیل شوې او د راتلونکي کال د وري تر ۲مې به دوام وکړي او بېنېټ به د افغانستان په اړه خپل یاد راپور د کب په ۸مه وړاندې کړي.

طالبان وايي د روژې په ۶مه ورځ تر دوه نیم زره ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۰

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۲۶۶۷ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۳۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۲۹ تنه و، د ننګرهار د تورخم له لارې، ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۲ تنه و، د نیمروز د ورېښمو له لارې، ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۴ تنه و، د هرات د اسلام‌کلا له لارې، ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸ تنه و، د کندهار د سپین بولدک او ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۴ تنه و، د هلمند د بهرامچې له لارې له پاکستان او ایران څخه راستانه کړل شوي دي.

طالبانو ویلي، چې تازه راستنو شویو کډوالو سره یې د نغدي مرستو ترڅنګ سیمکارټونه هم وېشلي دي او یو شمېر کورنۍ یې خپلو اصلي ولایتونو ته هم لېږدولي دي.

سره له دې چې طالبانو په پرله‌پسې ډول ویلي، له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره یې هر اړخیز چمتوالی نیولی او لازم اقدامات یې کړي دي، خو ګڼ شمېر راستنېدونکي کډوال وایي چې د طالبانو له‌خوا برابرې شوې مرستې د دوی اړتیاوو ته بسنه نه کوي.

د کډوالو په خبره، که څه هم د ثبت، لنډمهالو مرستو او لومړنیو اسانتیاوو ځینې چارې ترسره کېږي، خو د سرپناه، دوامدار کار، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او د ژوند د بنسټیزو لګښتونو په برخه کې لا هم جدي ستونزې موجودې دي. دوی زیاتوي، چې ډېری کورنۍ بې‌وزله او بې‌کوره دي او هغه محدودې نغدي او خوراکي مرستې چې ترلاسه کوي، یوازې د لنډ وخت لپاره کفایت کوي.

راستنېدونکي ټینګار کوي، چې د دوامدارې مېشتېدنې، د کارموندنې فرصتونو برابرولو او د ټولنیزو خدمتونو د پراخولو لپاره لا زیات عملي ګامونو او پراخو امکاناتو ته اړتیا ده، څو وکولای شي په عزت او ثبات سره خپل ژوند بېرته پیل کړي.

طالبانو د پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره له اسلامي هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ګواښ کړی، چې دوی به ډېر ژر د پاکستان هوايي بریدونو ته پوځي ځواب ورکړي. هغه که څه هم د دغو بریدونو د ځواب څرنګوالی "پټ" وباله، خو زیاته یې کړه چې د پاکستان دا کړنې په هېڅ ډول د بښنې وړ نه دي.

مجاهد له اسلامي هېوادونو هم وغوښتل، چې پر افغانستان د پاکستان د بیاځلي بریدونو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

د یوناما د راپور له‌مخې، د پاکستان د پوځ هوايي ځواک د یکشنبې په سهار د (کب ۳مه) د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو باندې هوايي بریدونه وکړل. یوناما ویلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. په مقابل کې، پاکستان ادعا کړې، چې ۷۰ وسله‌وال یې له‌منځه وړي دي.

په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان سرحدي ځواکونو او طالبانو د دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې نښتې کړې دي، خو تر اوسه د دغو نښتو د مرګ‌ژوبلې او تاوان په اړه کوم رسمي شمېر نه دی خپور شوی.

د طالبانو د ادارې ویاند د چهارشنبې په ورځ له العربیه سره په خبرو کې وویل: «طبعاً ځواب به پوځي وي، خو جزیات یې پټ دي او زیات وضاحت نه‌شم ورکولای. پاکستان باید د خپلې دې شرموونکې کړنې حساب ورکړي».

هغه پر پاکستان تور پورې کړ، چې ملکي سیمې یې په نښه کړې دي. مجاهد زیاته کړه: «له بده مرغه، هر کله چې په پاکستان کې کومه پېښه رامنځته شي، پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، سمدستي یې افغانستان ته منسوبوي او موږ تورنوي. موږ دا ادعا ردوو او اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي».

مجاهد په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړ او ویې ویل، چې دغه ډله د پاکستان په دننه کې پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري او د افغانستان خاورې ته اړتیا نه لري. هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان د خپلو ادعاوو لپاره هېڅ ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی او یوازې تبلیغات کوي.

پر پاکستان تورونه

مجاهد همداراز پر پاکستان تور ولګاوه، چې د داعش پر ضد د مبارزې پر ځای یې دې ډلې ته خوندي پټنځایونه برابر کړي دي. هغه ادعا وکړه، چې د داعش غړي د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په ځینو برخو کې شتون لري او کله ناکله د افغانستان پر ضد هم کارول شوي دي.

هغه وویل: «موږ باور لرو چې د پاکستان دننه یوه ځانګړې پوځي کړۍ د سیمې د بې‌ثباته کولو ماموریت لري». د مجاهد په خبره، طالبانو په افغانستان کې د داعش پر ضد پراخ عملیات ترسره کړي او دغه ډله په هېواد کې «فزیکي شتون» نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د داعش وروستی برید د افغانستان له خاورې طرحه شوی و. د هغوی په وینا، په اسلام‌اباد کې پر یوه جومات برید کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

ناکامې خبرې اترې

د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د استانبول، دوحې او جدې په ښارونو کې څو پړاوه خبرې اترې وشوې، خو بې‌پایلې پای ته ورسېدې. مجاهد وویل، چې پاکستان د پلمو په جوړولو سره د سیمې د هېوادونو ډیپلوماټیکې هلې ځلې شنډې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «دا ښيي چې هغوی په سیمه کې سوله او ارامي نه غواړي. دا یو بهرنی ماموریت دی چې د ناامنۍ د خپرولو لپاره ورسپارل شوی دی».

د طالبانو ویاند له سیمې او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د پاکستان بریدونه وغندي او پر اسلام‌اباد فشار واچوي څو خپله تګلاره بدله کړي.

خو تر اوسه، له هند پرته بل هېڅ هېواد په رسمي ډول د پاکستان بریدونه نه دي غندلي. ډېری اسلامي هېوادونه لکه سعودي عربستان له پاکستان سره نږدې او ستراتیژیکې اړیکې لري، خو تر دې دمه هېڅ یوه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.