ذبیح الله مجاهد وايي د پاکستان د پوځ په غبرګون کې تهاجمي عملیات پیل شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د «پاکستان د پوځي حلقي» د مکررو سرغړونو په غبرګون کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونو او نظامي تاسیساتو تهاجمي عملیات پيل شوي دي.
