امریکایي سناتور: ټرمپ د ایران پر وړاندې د «ځواک له لارې د سولې تګلاره» څاري

د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت مشر جان ټون وایي، د هغه په اند په سیمه کې د امریکایي ځواکونو تمرکز د امریکا او د هغې د متحدینو د ملي امنیت په ګټه دی. د هغه په وینا؛ ډونالډ ټرمپ د احتمالي سناریوګانو لپاره چمتووالی نیسي.
نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې ټرمپ «د ځواک له لارې د سولې تګلاره» څاري. هغه زیاته کړې، چې ټرمپ په سیمه کې له خپلو متحدینو سره په همغږۍ کار کوي؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران حکومت د اټومي وسلو وړتیا ته لاسرسی ونه مومي.
دغه سناتور همداراز وویل، چې د ایران حکومت همدا اوس هم داسې وړتیاوې لري چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې چې د امریکا متحدین دي؛ ګواښ رامنځته کړي.
